ګربزو ولسوالۍ كې د شپږمليونه افغانيوپه لګښت جوړشوى سربندپرانستل شو
د خوست ولايت ګربزو ولسوالۍ د شيخانو په نوم کلي کې د اوبو لګولو لپاره نوى جوړ شوى کانال او هم استنادي دېوال له بشپړيدوروسته پرانېستل شول.

د خوست داوبو تنظيم ريس عبدالمر خان وايي چې لدې پروژې څخه نږدې يو زرو دوه سوه کورنۍ ګټه پورته کوي اودرې زره جريبه كرنيزه ځمکه خړوبيږي .
نوموړي وويل چې دغه کانال او استنادي دېوال اووسوه متره اوږدوالى لري او په جوړولويې شپږ مليونه افغانۍ لګول شوي دي.
خوست والي د ګربزو په ولسوالۍ كې د غونډې پرمهال وويل چې دامنيت په ساتلو کې له حکومت سره مرستې وکړی، ځکه ، چېرته چې امنيت وي، هلته بيارغونه کېږي.
ارسلا جمال زياته کړه چې ډېر ژر به ددغه ولايت د موسى خېلو او سپېرې ولسواليو سړکونه او د ملکي هوايي ډګر د جوړولو کار هم پيل شي.
د سيمې خلكو وويل چې د کانال له رغېدو سره به ددوى شاړې ځمکې ابادې او حاصلات به يې زيات شي .
پورته ^
د جنايي جرمونو نوي وداني جوړه شوه
د خوست په امنيه قوماندانۍكې د جنايي جرمونوپر وړاندې د مبارزې مديت وداني چې په جوړولويې شپيته مليونه افغانۍ لګول شوي له بشپړيدو وروسته پرانيستل شوه .

خوست والي ارسلاجمال د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ په انګړ كې په همدې موخه د جوړې غوندې پر مهال وويل چې كله موږ ښه اداره جوړول غواړو نو بايد ښه وسايل اوښه امكانات ورته برابركړو.
والي جمال وويل چې د تېر په پرتله اوس افغان ملي پوليسوته ډېره توجه شوې، د دوى وسايل، تجهيزات او معاشونو ښه شويدي .
د خوست امنيت امر سمونوال محمديعقوب وويل چې دا مهال دخوست ټولو ولسواليوته نوې ودانۍ جوړې شوې او په نږدې راتلونكي كې به په هره ولسوالۍ كې د امنيې قوماندانۍ لپاره هم نوي ودانۍ جوړې شي.
د امنيې په قوماندانۍ كې دننه دغه وداني د شپتيه مليونه افغانيوپه لګښت جوړه شوې او چاري يې په نږدې يوه كال كې بشپړې شوې دي.
پورته ^
د اوبو يو سربند پرانيستل شو او د بل چارې پيل شوې
خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو په ولسوالۍکې ، څه دپاسه اوو مليونو افغانيو په لګښت د اوبو يو سربند بشپړ او د بل په جوړولو پيل وشو.

د دغه و لايت د اوبوتنظيمولو چارو رياست مسوولين وايي چې لدې سربندو به په سيمه کې پنځه زره جريبه ځمکه خړوبيږي.
په همدې اړه د جوړو مراسموپرمهال د خوست ولايت د اوبوتنظيمولو چارو رئيس انجنيرعبدالمرخان لمر وويل د بهرام خېلوسربند چې درې زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي په جوړولو يې څلور مليونه دوه سوه زره افغانۍ لګول شوي او د سيمې نږدې يوزرو پنځه سوه کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
همداشان د همدې ولسوالۍ د حسن زيو په سيمه کې د يوه سربند په جوړولو پيل وشو، د دې په جوړولو به درې مليونه افغانۍ ولګول شي او د سيمې دوه زره پنځه سوه جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبوي رئيس وايي چې د دې سربند له ګټې به يوزرو دوه سوه کورنۍ برخمنې شي.
د يادو دواړو پروژو لګښت د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا وركول كيږي.
د غونډې پر مهال خوست والي ارسلاجمال وويل چې تېرديارلس سوه شپږاتياوم لمريزكال د خوست لپاره دبياروغونې كال بلل شوى او سږكال به كه خداى كول د تېركال په پرتله هم د بيا اونوې رغونې ډېرې پروژې پيل كړي .
والي جمال وويل چې دوى د خوست په بېلابېلو ولسواليواو سيموكې د خلكو او عام ولس ستونزې راټولې كړي او بيا يې پدې برخه كې له مرسته وركوونكو ډونرانو سره خبرې كړي دي، ده هيله ښوده چې ډونران به ورسره پدې برخه كې د پام وړ مرستې وكړي.
نوموړي زياته كړه چې د سربندونو جوړول ځكه ترټولو ډېرمهم او اړين دي چې خوست دايمي روانې اوبه نه لري او كله چې بارانونه وشي نو له چاپېره غرونو سيلابونه راځي او د خوست ډېرې كروندې له همدې اوبو خړوبيږي.
پورته ^
د درو ښوونځيو او يو ميلمستون پرانيسته وشوه
خوست ولايت کې د نجونولپاره درو ښوونځيو او يوه عصري دولتي ميلمستون ته د څوارلس ميليونو افغانيو په لګښت نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوې.

په همدې اړه د جوړو مراسمو پرمهال خوست والي اسلاجمال وويل تر دې مهاله دوى په دغه ولايت كې داسې كوم ځاى نه درلود چې راغلو ميلمانو ته يې پكې ځاى وركړى وى.
د نوموړي په خبره د دې ودانۍ په جوړولو سره به يې دغه ستونزه ترډېره بريده راكمه شي، ځكه چې له دې سره يې د يوې بلې ودانۍ په جوړول هم پيل كړى او چارې به يې په نږدې راتلونكې كې بشپړې شي.
د خوست ښاروال انجينر سخي ميرالله اميري هم د پرانستتۍ پرمهال وويل چې دا وداني اته خونې او دوه پوړه لري چې په جوړيدو يې د ولايت مقام له خوا نږدې اووه ميليونه افغانۍ لګښت شوى دى.
د يوبل خبر له مخې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د للمۍ، د مركز اړوند د نوروزيو او همداډول د نادرشاه کوټ په سيمو كې د نجونولپاره د درو لومړنيو ښوونځيو ودانۍ جوړې او د يولړ مراسمو پرمهال يې پرانستنې وشوې.
د خوست د پوهنې رياست مرستيال محمداكبر تڼي وويل، چې هره نوې جوه شوې وداني، دوولس خونې لري اوپه هره يوه يې شپږڅلويښت زره امريکايي ډالر لګول شوي، چې د ده په خبره د يونسېف له خوا ورکړل شوي دي.
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دمګړۍ د خوست په بېلابېلو سيموكې پردوويشتو نور ودانيو هم د جوړونې چارې روانې دي
پورته ^
دوه منده ولسوالۍ کې نوی پل جوړيږي
د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې د يوه لوى پل د جوړولو كار پيل شو او همدې ولسوالۍ ته نوې جوړه شوې وداني پرانستل شوه.

دا پل په هغه سېندجوړيږي چې د ځداراڼو له لوړو غرونو نه راتلونكي اوبه پكې بهيږي او د سيلابونو پروخت پكې دومره ډېرې اوبۀ راځي چې دواړو غاړو ته يې په لسګونو موټر او په سګونو خلك ترشپوشپو بند پاتې كيږي.
د شمل سيند پر سر دا پل به د خوست سپېره او د پكتيكا درې ولسوالۍ د خوست او كابل لويې لارې سره ونښلوي او په جوړيدو به يې د فوايد عامې وزارت څلوېښت ميليونه افغانۍ ولګول شي.
د خوست د فوايد عامې ريس انجنير مامورشاه په همدې اړه ، د جوړو مراسمو پر وخت وويل، چې دغه پل يو سل شپېته متره اوږد او نهه متره پلن جوړيږي، چې د يوه كال په اوږدو كې به د فوايد عامې وزارت په څلوېښت ميليونه افغانۍ بشپړ شي.
ده دا هم وويل، چې نوموړى پل د هر ډول بار وړونكي موټر د تيريدو وړتيا لري او كه اړتيا وليدل شوه، نو ترڅنګ به يې د استنادي ديوالونو جوړولو ته نورې پيسې هم بېلې شي.
ياد پل د خوست په لويديځ كې، كابل ته د غځيدلې لويې لارې ترڅنګ جوړيږي او له بشپړيدو وروسته به د خوست سپېره او د پكتيكا ولايت نكه، زېړوك او ارګون ولسوالۍ هم له دې لارې سره ونښلوي.
خوست والي ارسلاجمال وويل، چې د خوست په بېلابېلو سيمو كې د يوولسو نورو پلونو د جوړولو اړتيا هم شته، خو دوى په دې برخه كې د فوايدعامې وزارت يوازې تخنيكي مرستې ته اړتيا لري.
پر همدې مهال د خوست دوه منده ولسوالۍ ته د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستنه هم وشوه.
دا وداني د خوست ولايتي بيارغونې ډلې په يوولس نيم ميليونه افغانۍ جوړه شوې او نوموړې ولسوالي له دې وړاندې په يوه واړه خامه ودانۍ كې فعاله وه.
ځايي اوسيدونكو ويل، چې په سيمه كې يې روغتيايي كلينيك نشته، د وروستيو ګرانيو او كرنيزو ځمكو د نشتوالي له امله، تر هر څه وړاندې د خوراكي توكو مرستو ته ډېره اړتيا لري.
پورته ^
کوټکيو لومړني ښوونځي دوې ودانۍ پرانېستل شوې
دخوست ولايت دتڼيو په ولسوالۍ کې دللمۍ کوټکيو دلومړني ښوونځي دوې ودانۍ ديوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوي

هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو پکې دخوست ولايت دمقام اجراييه ريس اکبر دين تڼيوال دپوهني ريس سيد عزيز احمد هاشمې ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستي وه.
دغونډې يو شمير ويناوالو دخپلو ويناؤ په لړ کې د خوست ولايت ښوونيز بهير دپرمختګ يادونه وکړه او په خوست مېشتو يې غږ وکړ چې خپل بچيان ښوونځيو ته وليږي ، ترڅو ددغې طلايي موقعې څخه ګټه واخلې.
وروسته يادې دواړه ودانۍ دپټې په پرې کولو سره رسما پرانستل شوې دغه ودانۍ چې په پنځه جر يبه ځمکه کې دشپږو مياشتو په موده کې جوړې شوی دولايتي بيارغونې ډلې لخو ا پرې يو لک ديرش زره امريکايي ډالره لګول شويدي ، چې يوه ودانۍ يې ١٢ او بله يې ٨ خوني لري او دنوموړي ښوونځي د١٠٠ تنو زده کوونکو له جملې څخه به پکې ٤٠٠ نجوني هم خپلې لومړنې زده کړي ترسره کړي.
ددغې ښوونځي دزده کوونکو لپاره يادې ودانې په داسې حال کې داستفادې وړ وګرځيدې چې تردې وړاندې دوی پرسر سيور ی نه درلود اودسره لمر لاندې يې زده کړې کولې .
پورته ^
د شمل او پيرانو په سيمه کې د اوبو لوی کانال جوړيږي
د خوست ولايت په مركز د شمل او پيرانوپه سيمه كې د اوبو په يوه داسې كانال د جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړيدو به يې پېنځه ويشت مليونه افغانۍ ولګول شي.

ځايي مسؤولين وايي چې دغه كانال پېنځنيم كيلومټره اوږد والی لري چې په زرګونه جرېبه كرنېزه ځمكه ترې خړوبيږي .
په همدې اړه جوړې شوې غونډه ته د خوست مرستيال والي طاهرخان صبري وويل دغه كانال چې پنځنيم كيلومتره اوږدوالى لري اود يوسېډ له خوابه يې په جوړولو باندې پېنځه ويشت مليونه افغانۍ ولګول شي.
مرستيال والي زياته كړه چې په خوست د اوبو دايمي سيندونه نه نشته ځكه خو ډېر وخت يواځې د سيلابونواوبه د كرنيزو ځمكو د خړوبولو لپاره كارول كيږي.
صبري د همدې خبرې په تړاؤ په دې وروستيو كې د خوراكي توكو لوړو بيوته اشاره وكړه، چې ناوسه هېوادوال يې له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.
په همدې مهال د خوست داوبو تنظيمولو چارو ريس انجنير عبدالمرخان لمر د سيمې له كرونده ګرو وغوښتل، چې په خپلو ځمكو كې غنم او جوار وكري او بيا يې هم پالنې ته ډېره پاملرنه وكړي.
نوموړي ريس زياته كړه چې د تېر يونيم كال په اوږدو كې له سلو زيات سربندونه او كانالونه جوړ كړي، خو اوو سوو نورو ته هم اړتيا ليدل كيږي.
د خوست د كليو پراختيا او بيارغونې ريس انجنير محمدعمر ارين وويل، چې خوست ته د غلې دانې ترڅنګ شنه سبزي هم له ګاونډي هېواده راځي او كه د ده په خبره خپلې اوبه د خپلې استفادې وړ وګرځول شي، نو ښايي خوست د ورڅېرمه ولايتونو خوراكي اړتياوې هم پوره كړي.
پورته ^
د مزغور سيمه کې د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي د ودانۍ پرانسته وشوه
د خوست ښار لوديځ ته د مزغور په سيمه كې د نجونو او هلكانو لومړني ښوونځي ته د درې ملينونه افغانيوپه لګښت جوړه شوې وداني د يولړمراسمو پرمهال پرانستل شوه.

د خوست د پوهنې ئيس پوهنمل سيدعزيزاحمدهاشمي وويل چې دا ودانۍ په خوست كې د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا د درې مليونه افغانيوپه لښګت جوړه شوې ده.
ريس هاشمي زياته كړه چې پدې ښوونځي كې درې سوه زده كوونكي په زده كړو بوخت دي چې لدې ډلې يې اتيا نجونې اوپاتې نوريې هلكان دي.
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دمګړۍ د موسې خېلو ولسوالۍ په اتلسو ښوونځيو او يوه ليسه كې لس زره نجونې او هلكان زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.
پورته ^
په خوست ولايت كې د اداري كمپلېكس له پاره د نويو ودانيو پر جوړولو كار پيل شو
دا ودانۍ د خوست ښارنه لس كيلومتره ليرې لوديځ لوري ته د بادام باغ په نوم سيمه كې په دوه سوه جريبه ځمكه كې جوړيږي چې د جوړونې چارې به يې په شپږومياستوكې بشپړې شي.

خوست والي ارسلاجمال په همدې اړه د جوړو مراسمو پر وخت وويل، چې كه څه هم وروستي كلونه د خوست يو شمېر دولتي ادارو ته نوې ودانۍ جوړې شوي، خو ځينې يې اوس هم بې ودانيو دي او په دې شمېر كې يو يې په خپله د ولايت مقام دى، چې د ښاروالۍ په يوه كرايي ودانۍ كې فعاليت كوي.
والي جمال زياته كړه، چې د نوي اداري كمپلېكس جوړولو يوه ګټه دا ده، چې زياتره حكومتي ادارې به په يوه انګړ كې وي. دا كار به له يوې خوا د خلكو د وخت ضايع كيدو مخنيوى وكړي او له بلې خوا به په ګډه له هغو آسانتياؤ برخه واخلي، چې په سر كې يې برښنا او انټرنېټ راځي.
د والي په خبره بله ګټه به يې داوي چې كم شمېر امنيتي سرتيري به يې ساتنه كوي.
والي وويل، چې دغه ودانۍ، يا اداري كمپلېكس پر دوه سوه جريبه ځمكه، په اتلسو مياشتو كې جوړيږي او په بشپړيدو به يې يوسل پېنځه اويا ميليونه افغانۍ ولګول شي.، چې د خوست ولايتي بيارغونې ډلې له خوا وركول كيږي.
والي زياته كړه چې اوس مهال پدې كمپلكس كې د شپږو ادارو لپاره د ودانيو په جوړولو پيل وشو او د ده په خبره په راتلونكي وخت كې به د خوست ټولو هغو اداروته د دې كمپلكس په دننه كې ودانۍ جوړې شي چې تراوسه يې اداري پرسونل په پخوانيو ودانيوكې خپلې چارې پرمخ وړي.
د دې پوښتنې په ځواب كې چې، ولې يې له ښار څخه ليرې د نوي اداري كمپلكس دپاره ځاى غوره كړى والي جمال وويل چې خوست ښار د پراخوالي په حال كې دى او د ولايتي ادارو په ليرې والي سره به په ښاركې د ترافيكو ګڼه ګوڼه كمه شي، خلك به په خلاصه فضاء كې د سوداګيرۍ اونورې دې ته ورته چارې پرمخ يوسي.
د غونډې پرمهال د خوست د صبريو ولسوالۍ يوتن قومي مشر او د دغه ولايت د قبايلوچارو پخواني ريس طاهرخان صبري وويل موږ له مركزي دولت پدې دليل ګيله كوو چې له طالبانوترتلو وروسته يې څوځله د خوست قومي مشرانوسره ژمنه وكړه چې له مركز كابل څخه به د خوست ترغلام خان بندر پورې لاره په پاخه اواساسي ډول جوړه وي، خو تراوسه دولت پدې برخه كې هيڅ نه دي كړي.
خونوموړي پدې خوښي ښكاره كړه چې په خوست كې د ولايتي بيارغونې ډلې او اوسني والي لخوا د بيارغونې په برخه كې ډېر داسې كارونه شوي چې دوى يې خوب اوخيال ګڼلو، چې له دې ډلې يوه يې هم پدغه ولايت كې د سړكونو پخول دي.
طاهرخان وويل چې د صبريو ولسوالۍ او خوست ښارترمنځ د پاخه سړك جوړول د دوى لپاره د خوب ليدل دي، چې د څو ساعتونولار يې ترنيم ساعت هم وركمه كړه.
پورته ^
٦٠٠ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شوې
د خوست په تڼيو ولسوالۍ كې د څښاك پاكو اوبو رسولو پروژه له بشپړيدو وروسته پرانستل شوه.

خوست والي ارسلاجمال په همدې اړه جوړو مراسمو پر وخت وويل، چې پر نوموړې پروژه د خوست ولايتي بيارغونې ډلې له خوا دوه نوي زره امريكايي ډالر لګول شوي او د سيمې شپږو سوو كورنيو ته يې د څښاك پاكې اوبه برابرې كړي دي.
ده وويل چې د غه اوبه د شل كيلو متره ليرې غرنۍ سيمې له يوې چېنې څخه راوستل شوې او بېلا بېلو كليو ته ترې اويا نلونه غځول شوي دي.
د سيمې يو تن قومي مشر غازي خان له چارواكو څخه ددې پروژې د پلي كيدو له امله مننه وكړه
ده وويل چې د دې سيمې زرګونو خلكو تراوسه پورې غير صحي اوبه څښلي، خو له دې وروسته به يې دا ستونزه حل شي.
د خوست دكليو پراختيا او بيارغونې ريس انجنيرعمر ارين وويل چې د روان كال په اوږدو كې يې د خوست په بېلا بېلو سيمو كې د څښاك پاكو اوبو رسولو په موخه نږدې پنځه سوه پروژې لرلې، چې ډيرې يې بشپړې شوي دي او زرګونه كورنۍ به ترې ګټه واخلي، خو د ده په خبره لا هم د خوست ډېرې سيمې او زرګونه كورنۍ داسې شته، چې د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى نه لري.
پورته ^
خوست ولايت کې صبريو ولسوالۍ ته ورغځيدلى لس كيلومتره سړك پرانستل شو
دغه سړك چې د صبريو ولسوالي له خوست ښار سره تړي په پاخولو يې اووه پنځوس ميليونه افغانۍ ولګول شوې چې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا وركړل شوې.

نوموړى سړك، چې شپږ مياشتې وړاندې يې د اساسي جوړولو چارې پيل شوې وې، د خوست له مركز څخه د دغه ولايت د صبريو ولسوالۍ پر لور غځيدلى دى،او نن د يولړ مراسمو پر وخت پرانستل شو.
خوست والي ارسلاجمال وويل، چې پر نوموړي لس كيلومټره اوږده سړك، د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا اووه پنځوس ميليونه افغانۍ ولګول شوې.
ده زياته كړه چې د دې سړك د دويمې برخې چې د يعقوبيوڅخه ترباك پورې رسيږي، د پخولولپاره هم قرارداد شوى او ډېرژر به پرې چارې پيل شي اوپه دريمه برخه خويې له وړاندې د ډيورنډپولې څخه پيل اوتر باك پورې له هغې خوا د پخولوكار روان دى.
والي وويل، چې دامهال د خوست په بېلابېلو برخو كې په يوسلو شل كيلومتره سړك د پخولو چارې روانې دي او په وينا يې په نږدې راتلونكي كې به د خوست لس ولسوالۍ او له ډېورېنډ پولې سره لګيدلې درې سرحدي لارې لكه غلام خان، ببرك تاڼه او ځاځيميدان سيمو كې په پاخه او اساسي ډول له مركز سره ونښلول شي.
د سيمې يوتن قومي مشر شريف الله وويل چې د هيواد په كچه يواځې خوست دى چې له يوه ګاونډي هيواد سره به د پخو سړكونوپه واسطه په درو جلا جلا سيمو كې وتړل شي.
د يادې غونډې پرمهال خوست والي ارسلاجمال يوځل بيا وويل، چې د راتلونكې حوت مياشتې په پاى كې به د خوست او ګردېز ترمنځ پرغځيدلي يو سلو درې كيلومټره اوږده سړك هم د پخولو چارې پيل شي، چې د يوسېډ له خوا به پرې نهه شپېته ميليونه ډالر ولګول شي.
د غونډې پرمهال د سيمې يوتن قومي مشر شهسوارخات تڼي وويل: دې سړك د صبريو، باك او ځاځيميدان ولسوالۍ له مركز سره تړلي دي، او د ډېرو موټرو د تګ له امله يې سړك ته نږدې اوسيدونكي له دوړو څخه ترپوزې راغلي وو، خو د سړك په پخولوسره نه يواځې دغه ستونزه حل شوه بلكې د څو ساعتونو لار يې له نيم ساعت هم كمه كړه.
پورته ^
په خوست ولايت کې د يوه روغتون لپاره د وانۍ پرجوړولو پيل وشو.
د دغه ولايت د روغتيا رياست مسؤلين وايي چې نوموړى روغتون به يوسلوپنځوس بستره ولري او په دوه سوه جريبه ځمكه كې په نوي او عصري سستم جوړيږي.

په همدې اړه جوړې غونډې ته خوست والي ارسلاجمال وويل چې له وړاندې دولت په دغه ولايت كې د ولايتي روغتون لپاره د ښار لوديځ لوري ته دوه سوه جريبه ځمكه ځانګړې كړې وه، او دادى اوس يې په جوړولوپيل وشو.
ده زياته كړه چې د دې روغتون په ودانۍ به 8,9 ميليونه امريکايي ډالره ولګول شي چې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا وركول كيږي.
خوست والي زياتوي چې د دغه روغتون جوړول په موخه يې د هيواد له عامې روغتيا وزيرسره وليدل او له هغوى يې د ودانۍ لپاره د نقشې غوښتنه وكړه، خو وزير دوى ته يوه داسې نقشه وركړه چې په وينايې له دې پورته په هيواد كې د روغتون لپاره بله وداني نه ده جوړه شوې.
ده زياته كړې چې د دې ودانۍ جوړلو په موخه يې له راډيوګانو، ټلويزيون، جريدو او انټرنټ لارې اعلان وكړ چې مسلكي او په كارپوهه كسانو ته يې په اجاره وركړي.
اوس يې د دې جوړول چارې يوه افغان اوتركي شركتونو ته وركړي چې د يوه كال په اوږدو كې به يې ساختماني چارې بشپړې شي او روغتون به له جوړېدو وروسته په شپږو مياشتو کې په ټولو عصري طبي وسايلو سمبال شي چې د تركې له هيوادڅخه به راوړل شي.
د خوست د عامې روغيتاريس ډاكټرنورباشاه وويل چې دغه روغتون به نه يواځې د خوست لپاره وي بلكې د ګاونډيو ولايتونوناروغانو درملنه به هم پكې كيږي.
ريس زياته كړه چې دغه روغتون به په دومره نوي او عصري سستم جوړشي چې د پلازمنې كابل پرته به يې په نورو ولايتونو كې ساري نه وي.
او په وينا يې پدې روغتون كې دومره زيات پرسونل ته اړتياده چې سر له اوسه يې د ډاكټرانوپه روزلوپيل كړى.
خوست چې د هيواد په جنوب ختيځ كې پروت ګڼ نفوسه ولايت دى تردې مهاله يې د ولايتي روغتون لپاره له هغې زاړې اوپخوانۍ ودانۍ څخه ګټه پورته كوله چې له نن څخه پنځوس كاله وړاندې جوړه شوې ده.
پورته ^
د مرکزي زندان او سياسي محکمې ودانۍ جوړيږي
په خوست ولايت كې د يودېرش مليونه پنځه سوه زره افغانيوپه ارزښت د دوو پروژو كار پيل شو.

پدې پروژو كې يې يومركزي زندان او بله يې د سياسي محكمې له پاره د نوې ودانۍجوړول دي چې په پېنځلس جريبه ځمكه كې په پاخه اواساسي ډول جوړيږي، او چارې به يې د نهه مياشتوپه اوږدو كې بشپړې شي.
په همدې مهال جوړې يوې غونډې ته د خوست ولايتي شورا ريس داودخان شهيدزوى وويل، چې نوموړى زندان به د نارينه ؤ او ښځينه ؤ زندانيانو له پاره جلا جلا برخې ولري.
ده دا هم وويل، چې د زندان په دغه ودانۍ كې به په نشه يي توكو د روږدو كسانو له پاره هم د ساتنې بېل ځاى موجود وي
شهيدزوى وايي چې دغه ودانۍ په پېنځلس جريبه ځمكه كې په پاخه اواساسي ډول جوړيږي، او په بشپړيدو به يې څه باندې يو دېرش ميليونه افغانۍ ولګول شي.
ده زياته كړه چې د زندان ترڅنګ به د سياسي محكمې لپاره هم يو وداني جوړه شي چې د دې په بشپړپدو به څه باندې پنځه مليونه افغانۍ لګښت وشي.
د دغو دواړو وانيو لګښت د خوست ولايتي بيارغونې ډلې له خوا وركول كيږي او ټولې چارې به يې د نهو مياشتو په اوږدو كې سرته ورسيږي.
د خوست مرستيال والي عجب خان سنګين د زندان ترڅنګ د سياسي محكمې د فعاليدو په اړه وايي، چې په دې كې به د هغو كسانو دوسيې څيړل كيږي، چې د تروريستي فعاليتونو په تورنيول كيږي.
داپداسې حال كې ده چې له دې درې ورځې وړاندې د خوست په ښار كې د ښځو له پاره د يوه ځانګړي جومات بنسټ ډبره هم كيښودل شوه.
نوموړى جومات چې د ښځولپاره د جوړشوي ځانګړي پارك په منځ كې په پاخه ډول جوړيږي چارې به يې د پېنځنيم ميليونه افغانيوپه لګښت په شپږومياشتوكې بشپړې شي.
پورته ^
د ولسوالۍ نوي وداني پرانستل شوه
د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ ودانۍ د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شوه

په هغه غونډه كې چې له همدې امله جوړه شوې وه خوست والي ارسلاجمال ،دخوست ولايتي شورارئيس داؤدخان شهيدزوى ،قومي مشرانواودولسوالۍ چارواكوګډون كړى ؤو.
په غونډه كې دولسوالۍ لپاره نوې ودانۍ يوپرمختګ وبلل شواوپدې اړه وويل شول چې ديادې شوې ولسوالۍ كارونه به په نوي ودانۍ كې څوبرابره اسان اوچټك وي ، دغه ودانۍ ٢٥ كوټې لري چې په يونيم جريب ځمكه كې په يو پوړيزډول په خوست كې دولايتي بيارغاونې ډلې لخواد، د دوه لكه څلوېښت زره امريكايي ډالروپه لګښت جوړه شوي اوګټې اخيستنې ته چمتوشوه .
پورته ^
پوهنه
د يو ښوونځی د بنسټ ډبره کيښودل شوه
دخوست ولايت دصبريو او يعقوبيو ولسوالۍ دناکام کلي په سيمه کې ديوې ښوونځی دوادنۍ بنسټ ډبره کيښودل شوه .
د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل وايي چې د غه وداني د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د يو لک لس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي ، چې څوارلس خونې به ولري او کاربه يې په روانو دريو مياشتو کې بشپړ شي .
ولسوال زياته کړه ، په ياد ښوونځي کې به تر اتو سوو زيات زده کوونکي چې مخکې يې د زده کړو د پاره کوم خوندي ځای نه درلود ، خپلې زده کړې سرته رسوي .
يادشوی ښوونځی په داسې حال کې جوړيږي چې د روان کال ترپايه به په خوست ولايت کې د درې اتيا ښوونځيو د پاره نوي ودانۍ جوړي شي .
پورته ^
کډوال
د ٥٠٠ کډوالو سره مرستې وشوې
د څلورم په ورځ دخوست ولايت په علي شيرو ولسوالۍ کې شاوخوا په ٥٠٠ پاکستانيو کډوالو باندې خوراکي اوغير خوراکي توکي ديوې غونډې وروسته وويشل شول.
په مرسته شويو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره يوه خيمه ، سل کيلو غنم ، دوه ترپلونه ،د اوبو بوشکه ، کمپلې او ددې ترڅنګ د روغتيا د پاره ځين اړين درملونه هم شامل ؤو.
په غونډه کې دافغانستان دکډوالو چارو وزير شير محمد اعتباري او دجمهور ريس دقومونو اوقيابيلو چارو په برخه کې سلاکار وزير امان الله ځدراڼ، خوست والي ، دولايتي شورا ريس ، د کډوالو رئيس بسم الله ګل منګل ، د نوموړي ولسوالۍ ولسوال اونور چارواکو برخه اخيستي وه .
پورته ^
پوليس
د وسلو او مهماتو يوه زيرمه و نيول شوه
دخوست ولايت ديعقوبيوپه ولسوالۍ کې ٤٠٠ بکسه ددهشکې اوزيګو يک مرمۍ چې ٢٠٠ صندوقه کيږي نيول شوي دي
دخوست ولايت ديعقوبيواوصبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل وايي چې دامرمۍ ددغه ولسوالۍ پوليسو ديعقوبيوولسوالۍ دناکام کلي په سيمه کې ديوپټن ځای څخه ترلاسه کړي ، ددوی په خبره چې دغه وسلې اومهمات دوی دسيمې خلکو په همکاری ترلاسه کړي دي .
دوی وايي چې داوسلې اومهمات په ياده سېمه کې ددولت ضدډلوټپلود وران کاره عملونودترسره کولوپه موخه ځای پرځای کړي وې .
پورته ^
د څښاک پاکې اوبه
د پاکو اوبو رسونې پروژې پرانيسته وشوه
د خوست ولايت د کليو پراختيا رياست لخوا د تڼيو ولسوالۍ کې د څښاک د پاکواوبو رسونې يوې لويې پروژې د جوړونې چارې پيل شوې ، ددغې پروژې لګښت د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا ورکول کيږي چې اندازه يې ٤٩٠٠٠٠ افغانۍ ده ، د بي بي تنګي سيمې څخه د ١٩ کلومټرو پايپونو په راغځولو سره به تکميل شي ، د تڼيو د درګي سيمې نيږدې ٦٠٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي .
د يادونې وړده چې پدې سر بېره به د خوست په بيلا بيلا سيمو کې د پاکو اوبو ٢٠ نورې پروژې د روان کال تر آخره پوري پلې شي .
پورته ^