| باک ولسوالي د خوست ولايت په شمالي برخه کې پراته ده ، په لويديځ کې د صبريو ولسوالۍ سره سرحد لري ، په شمال کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ او د پکتيا ولايت سره لګيدلي ده ، په ختيځ کې د پاکستان سره سرحد لري او په جنوب کې د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ سره خښه د ه ، ددې ولسوالۍ وګړي ٢٥٧٨٠ کسان دي ، د ولسوالۍ مرکز د باک په سيمه کې لږڅه جنوب خواته پروت دی . | |
| ځاځي ميدان ولسوالي د خوست ولايت په شمال ختيځه برخه کې ځای لري ، دا ولسوالي په جنوب کې د باک ولسوالۍ سره سرحد لري ، په ختيځ او شمال کې د پاکستان سره لګيدلي ده ، لويديځ ته يې د پکتيا ولايت سره سرحد لګيدلی ده ، ٢٥٨٧٠ وګړي لري ، دولسوالۍ مرکز يې لږ څه د سيمې په ختيځ کې پروت دی . | |
ګربزو ولسوالي د خوست ولايت په جنوبي برخه کې ځای لري ، لويديځ لور ته يې د تڼيو ولسوالي پراته ده ، شمال لور ته يې د مندوزيو ولسوالي او د خوست مرکز ده ، جنوب او ختيځ ته يې پاکستان پروت دی .
د وګړو کچه يې ٢٧٥٦٠ کسان دي ، د ولسوالۍ مرکزيې د شيخ امير کلي کې ده چې د سيمې په شمال ختيځه برخه کې پروت دی .
| |
| مرکز ولسوالي د خوست ولايت په ختيځه برخه کې پراته ده ، دغه ولسوالي د خوست مرکز ده او خوست ښار دلته پروت دی ، لويديځ لور ته يې د مندوزيو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ پراتې دي ، شمال لويديځ ته يې د موسا خېلو ولسوالي ده ، شمال ته يې د صبريو ولسوالي او شمال ختيځ ته يې د تريزيو ولسوالي پراته ده ، جنوب ختيځ ته يې پاکستان پروت دی او ١٧٠٦٨٠ کسه وګړي لري ، د خوست ولايت مرکز په همدې ولسوالۍ کې ده . | |
| مندوزيو ولسوالي د خوست ولايت په زړه کې پراته ده ، په شمال او غرب کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ سره لګيدلي ده ، په ختيځ کې د خوست ښار مرکز سره نښليږي ، په جنوب ختيځ کې د ګربزو ولسوالۍ سره سرحد لري ، جنوب ته يي د تڼيو ولسوالي پراته ده ، د وګړو کچه يې ٧٠٠٣٠ کسه دي ، د ولسوالۍ مرکزيې د ډډوالو کلي کې ده . | |
موسې خيلو ولسوالي د خوست ولايت په شمالي برخه کې پراته ده ، دغه ولسوالي په شمال کې د پکتيا ولايت سره لګيدلي ده ، په ختيځ کې د صبريو ولسوالۍ سره سرحد لري ، جنوب ته يې د خوست ښار مرکز پروت دی ، جنوب ختيځ ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالي پراته ده ، ختيځ ته يې د قلندر ولسوالي پراته ده .
د وګړو شمېر يې ٥٠٦٣٠ کسه ده ، مرکز يې د موسې خيلو کلی ده او د سيمې په شمالي برخه کې پروت دی .
| |
نادرشاه کوټ ولسوالي د خوست ولايت په لويديځه برخه کې پراته ده ، لويديځ کې د پکتيا ولايت سره او خوست ولايت کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ سره پوله لري ، شمال ته يې د قلندر ولسوالي ده ، شمال ختيځ کې يې د موسې خيلو ولسوالي ده ، ختيځ ته يې د خوست مرکز پروت دی ، جنوب ختيځ ته يې د مندوزيو ولسوالي پراته ده ، جنوب ته يې د تڼيو او سپېرې ولسوالۍ ځای لري .
د وګړو شمېر يې ٤٠٢٦٠ کسه دی د ولسوالی مرکز يې نادرشاه کوټ دی د خوست او ګردېز په عام سړک باندې پروت دی .
| |
| قلندر ولسوالي د خوست ولايت په لويديځه برخه کې پراته ده ، په لويديځ کې د پکتيا ولايت سره پوله لري ، په ختيځ او شمال کې د موسې خيلو ولسوالۍ سره لګيدلي ده ، جنوب ته يې نادرشاه کوټ پروت دی ، ٢٠٣٠٠ وګړي لري ، د ولسوالۍ مرکز د قلندر کلی ده . | |
| شمل ولسوالي د خوست ولايت په لويديځه برخه کې پراته ده ، د پکتيا سره په لويديځ کې پوله لري ، ختيځ کې د نادرشاه کوټ سره پوله لري ، جنوب ته يې سپېرې ولسوالي پراته ده ، د وګړو شمېر يې ٢٠٢٠٠ کسه دی ، د ولسوالۍ مرکز د شمل په کلي کې ده ، چې د ولسوالۍ په ختيځه برخه کې پروت دی . | |
| سپېرې ولسوالي د خوست ولايت په جنوب لويديځه برخه کې پراته ده ، دغه ولسوالي په جنوب او لويديځ کې د پکتيا ولايت سره سرحد لري ، شمال کې د شمل ولسوالۍ سره پوله لري ، ختيځ کې د نادرشاه کوټ ، تڼيو ولسوالۍ او پاکستان سره پوله لري ، د وګړو شمېر ېې ٣٠٤٠٠ کسه دی ، مرکز يې د ولسوالۍ په مرکزي برخه کې ده . | |
| تڼيو ولسوالي د خوست ولايت په جنوبي برخه کې پراته ده ، لويديځ ته يې دسپېرې ولسوالي پراته ده ، شمال ته يې د نادرشاه کوټ او مندوزيو ولسوالۍ پراتې دي ، ګربز يې ختيځ ته او پاکستان يې جنوب ته پروت دی ، د وګړو شمېر يې ٧٠٨٠٠ کسه دی ، د ولسوالۍ مرکز د تڼيو کلی ده ، چې د ولسوالۍ په شمال ختيځه برخه کې پروت دی. | |