Khost.gov.af
Official Site of Khost City

Pashto
د شمل او پيرانو په سيمه کې د اوبو لوی کانال جوړيږي
د خوست ولايت په مركز د شمل او پيرانوپه سيمه كې د اوبو په يوه داسې كانال د جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړيدو به يې پېنځه ويشت مليونه افغانۍ ولګول شي.
ځايي مسؤولين وايي چې دغه كانال پېنځنيم كيلومټره اوږد والی لري چې په زرګونه جرېبه كرنېزه ځمكه ترې خړوبيږي .

په همدې اړه جوړې شوې غونډه ته د خوست مرستيال والي طاهرخان صبري وويل دغه كانال چې پنځنيم كيلومتره اوږدوالى لري اود يوسېډ له خوابه يې په جوړولو باندې پېنځه ويشت مليونه افغانۍ ولګول شي.

مرستيال والي زياته كړه چې په خوست د اوبو دايمي سيندونه نه نشته ځكه خو ډېر وخت يواځې د سيلابونواوبه د كرنيزو ځمكو د خړوبولو لپاره كارول كيږي.

صبري د همدې خبرې په تړاؤ په دې وروستيو كې د خوراكي توكو لوړو بيوته اشاره وكړه، چې ناوسه هېوادوال يې له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.

په همدې مهال د خوست داوبو تنظيمولو چارو ريس انجنير عبدالمرخان لمر د سيمې له كرونده ګرو وغوښتل، چې په خپلو ځمكو كې غنم او جوار وكري او بيا يې هم پالنې ته ډېره پاملرنه وكړي.

نوموړي ريس زياته كړه چې د تېر يونيم كال په اوږدو كې له سلو زيات سربندونه او كانالونه جوړ كړي، خو اوو سوو نورو ته هم اړتيا ليدل كيږي.

د خوست د كليو پراختيا او بيارغونې ريس انجنير محمدعمر ارين وويل، چې خوست ته د غلې دانې ترڅنګ شنه سبزي هم له ګاونډي هېواده راځي او كه د ده په خبره خپلې اوبه د خپلې استفادې وړ وګرځول شي، نو ښايي خوست د ورڅېرمه ولايتونو خوراكي اړتياوې هم پوره كړي.
 
پورته ^
د مزغور سيمه کې د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي د ودانۍ پرانسته وشوه
د خوست ښار لوديځ ته د مزغور په سيمه كې د نجونو او هلكانو لومړني ښوونځي ته د درې ملينونه افغانيوپه لګښت جوړه شوې وداني د يولړمراسمو پرمهال پرانستل شوه.
د خوست د پوهنې ئيس پوهنمل سيدعزيزاحمدهاشمي وويل چې دا ودانۍ په خوست كې د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا د درې مليونه افغانيوپه لښګت جوړه شوې ده.

ريس هاشمي زياته كړه چې پدې ښوونځي كې درې سوه زده كوونكي په زده كړو بوخت دي چې لدې ډلې يې اتيا نجونې اوپاتې نوريې هلكان دي.

د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دمګړۍ د موسې خېلو ولسوالۍ په اتلسو ښوونځيو او يوه ليسه كې لس زره نجونې او هلكان زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.
 
پورته ^