لیکنې او تبصرې - د خوست ولایت مقام

لیکنې او تبصرې

په خوست کې اوس امنیت د ډاډ وړ دی
Wednesday, 02.02.2011, 02:49pm GMT
 

ډاډمن آمنيت د ټولو پرمختګونو اساس بلل کيږي ،د ډاډمن امن پرته ژوند له کړاوونو ډک وي. او پرمختګ ناشونى وي. پدې حالت کې د ګډوډويو ،خپل سريو چور او چپاول دپاره ښه  زمينه برابریږي .خوست هم څو مياشتې وړاندې د ورته برخليک سره مخامخ و ،خو دې ولايت د عبدالجبار نعيمي په راتګ سره وضعيت بدلون وموند. عبدالجبار نعيمي وکولاى شول چې پدې ولايت کې د ډاډمن امن دټينګښت لپاره  د امنيتي ارګانونو سره په گډه لازم او وړ امنيتي پلانونه طرح او تطبيق کړي.چې په پاييله کې ددې ولايت په امنيتي وضعيت کې پوره او د پام وړ بدلون راغى.عبدالجبار نعيمي تر هر څه د مخه پدې ولايت کې د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په رامنځ ته کولو پيل وکړ،چې نه يوازې پدې ولايت کې د جرمونو ګراف راولويد بلکې موږ پدې بريالي شوو چې د امنيت په فضا کې پنځه کلن ستراتيژيک پلان د جوړولو د پاره کار وکړو.په خوست کې د امنيت په ښـه والي کې د بانفوذه قومي مشرانو او ديني عالمانو رول هم پوره اغيز من دى او د دوید مرستو په راجلبولو کې ښاغلي نعيمي له خپله ځانه پوره نوښت په ډاګه کړى دى.وروسته له ډير وخته خوست ته د کابل څخه د لوړپوړو چارواکیو لکه د کورنيو چارو وزير ،د امريکا سفير او د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر راتګ په خپله ددې څرګندونه کوي چې دلته امنيتي وضعیت اوس پوره بدلون موندلی .موږ د سنبلې د ٢٧ نيټې پارلماني  ټاکنو څخه پدې بريالي راووتو،چې دلته امنيت ډاډمن  و او د ټول ولايت په کچه ټاکنيز سايټونه فعال ول  او خلکو د امنيت په فضا کې په ټاکنو کې برخه واخيسته .ددې ورځې د امن د تامين لپاره عبدالجبار نعيمي د امنيتي ارګانونو سره څو ځلې ناستې درلودې او د همدې ناستو برکت و په ټاکنو کې چې مخالفينو يي د ګډوډلو نيت کړى و ښـې  ترسره شوېاو هيڅ نوعه امنيتي پيښه پکې رامنځ ته نه شوه .

لنډه داچې د تېرو څو مياشتو راپدېخوا ددې ولايت په امنيتي وضعيت کې  د پام وړ بدلون تر سترګو کيږي. ددې بدلون په راتګ سره نه يوازې د مر ګ او ژوبلې کچه راټيټه شوي ده ، بلکې د خلکو په ورځني  ژوند کې ژور مثبت بدلون تر سترګو کيږي .د خلکو په ورځني کاروبار کې د پام وړ پرمختګ شوى دى .ولايت مقام او نور امنيتي ارګانونه شپه او ورځ پدې لټه کې دي چې خلکوته د آرامه ژوند دپاره هوساينه او ډاډمن امنيت تامين کړي . هغوید همدې هدف لپاره اونيزې ناستې لري او امينتي ارګانونه شپه او ورځ امنيتي ګزمې کوي. زموږ په اند که چېرې پدې ولايت کې لومړئد خلکو او دولت ترمنځ ورته همکاري موجوده وي ،دويم د امنيتي ارګانونو او ولايت مقام تر منځ همداسې همغږي او درناوى موجود وي او دريم د امنيتي ارګانونو تر منځ همغږي همداسېپياوړي وي،نولرېنه ده ، چې دلته به د پنځه کلن ستراتیژیک پلان  له مخې د بيارغونې يو لړ داسېپروژې پيل شي،چې خلکو او ټولنې ته به حياتي ارزښت ولري .تست

 

په درنښت

(( اداره ))

په ترافيکو مديریت کې