ورځپاڼه او مجله - د خوست ولایت مقام

ورځپاڼه او مجله

په خوست کې د ملي احساس په نوم ورځپاڼې په خپرېدو پیل وکړ

Wednesday, 02.02.2011, 04:20pm GMT
 

 په خوست ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ملي احساس په نامه يوه خپلواکه ورځپاڼه له چاپه راووته.

ياده ورځپاڼه،نن ورځ د يو لړمراسمو په ترڅ کې د خوستد دولتي مېلمستون په ودانۍ کې د يوې غونډې پرمهال،په رسمي توګه پرانېستل شوه.

په غونډېکې دخوست لهوالي سربېره يو شمېر دولتي چارواکو، د مدني ټولنې،د نړيوالوملي او سيمه ييزورسنيو استازو برخه اخيستېوه.

په جوړېشوېغونډېکې دملي احساس ورځپاڼېمسول مدير نجيب الله الوخېل وويل،چې ياده ورځپاڼهلهتېرو شلو ورځو راهيسېپه خوست کې فعاليت کوي،چې تراوسه يې ۱۷ګڼې په پرله پسېتوګه خپرې شوې دي.

هغه زياته کړه،چې ورځپاڼه د سوېل ختيځ زون اود هېواد په کچه له ورځنيو پېښو سربېره، سياسي،ټولنيز،کولتوري او د بيارغونې مطالب خپروي.

د الوخېل په خبره، ورځپاڼه يېخپلواکه ده،خو مالي لګښت يې د خوست د ولايت مقام، ملي سوداګرو او د يوشمېر شرکتونو د خاوندانو له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا،په خوست کې دا لومړی ځل دى،چې يوه ورځپاڼه پرفعاليت پيل کوي او په پرله پسېډول خپرېږي.

الوخېل وويل،چې ملي احساس ورځپاڼه لهخوست ښار او ولسواليو سربېره په پکتيا،پکتيکا،لوګر او د پلازمېنې کابل په يو شمېر سيمو کې،هر ورځ لهنويو مطالبو سره وېشل کېږي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د خپلو خبرو پرمهالخوښي وښوده،چې په خوست کې د  لومړي ځل لپاره ورځپاڼه په خپرېدو پيل کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل،چې رسنۍ څلورمه هغه قوهده،چې کولی شي په جنګ کې ښکېلې غاړې سولې ته راوبولي، له واقعيتونو پرده پورته کړي او هغه ناخوالې،چې په ټولنه کې شتون لري،ورته د پای ټکی کېږدي.

د خوست والي،د ورځپاڼې لهکارکوونکو او هغوکسانو څخه،چې لهورځپاڼې سره همکاري کوي،غوښتنه وکړه چې داسې ليکنې خپرې کړي،چې ملي فکر په کې نغښتی وي؛خو لهداسې ليکنو څخه دېپه کې ډډه وشي،چې د يو او بل پر ضد احساسات راپاروي.

په خوست کې د بي بي سي راډيو خبريال الياس وحدت په خپلو خبرو کې وويل،چې په خوست کې په تېرو اتو کلونو کې تر ۳۵زياتې مجلې او جريدې په بېلابېلو نومونو خپرې شوې، خو وروسته يې د نامعلومو لاملونو له امله فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

ده زياته کړه،چې خوست مېشتي ژورنالېستان،دخوست ځايياداره او ملي سوداګر بايد ددغې ورځپاڼې د دومداره خپرېدوپه موخه خپل امکانات ونه سپموي.

په خوست کې دا لومړی ځل دى،چې يوه خپلواکه ورځپاڼه په کې خپرېږي.