په خوست کې د لوړو زده کړو په برخه کې خصوصي پوهنتون په کار پیل وکړ. - د خوست ولایت مقام

په خوست کې د لوړو زده کړو په برخه کې خصوصي پوهنتون په کار پیل وکړ.

په خوست کې د لوړو زده کړو په برخه کې  خصوصي پوهنتون په کار پیل وکړ.

په خوست کې د پامير په نوم د لوړو زده کړو شخصي موسسې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جواز په درلودلو سره پدې ولايت کې په فعاليت پيلوکړ .هغه مراسم چې د پامير په نوم د نوي شخصي موسسې د پرانيستې په موخه نيول شوي وو، د خوست والي عبدالجبار نعيمي سربېره په ولسي جرګه کې د لويې پکتيا منتخبو وکيلانو  او د مشرانو په جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمیسیون  مسئو ل عارف الله  پښتون  ، د خوست ولايتي شورا غړو ، د پوهنتو ن رئيس دوکتور ګل حسن  وليزي ، په لسګونو استادانو ،  ديني عالمانو او محصلينو پکې برخه اخيستي وه .ناسته د پاک قران د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه . ورپسې د پامير په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې  موسس پوهندوی استاد سيدکريم شاه نيکمل د دغې علمي موسسې  په تړاو د ناستې برخوالو ته مالومات وړاندې کړل .

د نوموړي په وينا چې د پامير په نوم علمي موسسه د لوړو زده کړو وزارت رسمي جواز اخيستی او د دريو پوهنځيو اقتصاد . کمپيوټر ساينس او د انګليسي ادبياتو په برخو کې د خوست خلکو لپاره خدمت کولو ته چمتو شوي چې د ګاونډي هيواد پاکستان او د شيخ زايد پوهنتون تجربه کارو استادانو په همکارئ به يې د زده کړې بهير مخ کې يوړل شي .

په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس دوکتور ګل حسن وليزي د خپلې لنډې وينا پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د پامير موسسې په تړاو رسمي جواز او د لوړو زده کړو وزیرپيغام ولوست چې د پامير  په نوم علمي موسسې  د جوړيدو  په  اړه يې خوښي څرګنده کړي  وه او د خلکو غوښتل شوي وو،  چې لوړو زده کړو ته مخه کړي .

دښاغلي وليزي په وينا چې سږکال يولک شپږويشت زره  (١٢٦٠٠٠)  زده کونکو د لوړو زده کړو په موخه ازموينه ورکړي چې لدې جملې پنځه اويا زره (٧٥٠٠٠) زده کوونکي بې نتيجې پاتې شوي چې د لوړو زده کړو وزارت يې د جذب ظرفيت دامهال نه لري نو د داډول علمي موسسو جوړيدل يې د ځوانانو لپاره په روزنه کې لويې لاسته راوړنې وبللې او له خپله اړخه يې د همکارئ ډاډ ورکړ .

خوست والي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا پرمهال پدې خوښي وښوده چې د معارف او لوړو زده په برخو کې پدې ولايت کې د ځوانانو لپاره سهولتونه رامنځته کيږي .

د نوموړي په خبره يواځې علمي مرکزونه کولی شي ټولنه د سوکالئ او پرمختګ په لوري بوزي او په ولسونو کې د زياتو ستونزو په رفع کولو کې مهم رول ولوبوي  .ښاغلي نعيمي وويل چې په کومه ټولنه کې ځوانان  د وطن پالنې په ملي روحيه وروزل شي په هغې ټولنه کې پرمختګ رامنځ ته کيږي او دخلکو ترمنځ د ورورئ فضا قائيميږي .

ده زياتوله  چې موږ بايد خپلې ملي سرمايې يعنې دقومي او ديني  پياوړو مشرانو ساتنه وکړو او خلکو ته دا روحيه بايد ورکړل شي چې د خپلو مشرانو پريکړو ته احترام ولري او پروړاندې يې د هرډول خطرونو مخه ونيسي همداشان د ملي شتمنيو ساتنه وکړي خو داهله ممکن دي چې زموږ ځوانان د علم  په زيور سمبال شي او د وطن پالنې  روحيه ولري .

عبدالجبار نعيمي همداراز وويل ، هر هغه څوک چې زموږ مشران او استادان تهديدوي هغوی زموږ پرمختګ نشي زغملی نو هيله یې څرګنده کړه چې د خوست ولسونه  په خپلو کې سره يو شي او د داډول کړنو مخه ونيسي .

همداشان يې د استادانو وغوښتل چې د زده کونکو سره د زده کړې په بهير کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي ترڅو د ميندو او پلارونو هغه ارزوګانې چې د خپلو اولادونو د تعليم او تربيې په برخه کې لري پوره شي .

د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا په وروستئ برخه کې د لويې پکتيا په سنا او ولسي جرګه کې د غړو  مننه وکړه چې په خوست کې د پامير په نوم د لوړو زده کړو شخصي موسسې د پرانيستې په مراسمو کې يې برخه واخيسته او ترڅنګ يې پدې ولايت کې د هغو ځوانانو لپاره چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی د کانکور ازموينې ، د انګليسي نړيوالې ژبې او کمپيوټري پروګرامونو زده کړې  ته لاس رسی ولری د خپلو شخصيمصارفو د لارې علمي مرکز جوړ اود پرانيستې په موخه يې په خپله دوی دې ولايت ته راغلي دي .

د ولايتي شورا وکيلې اغلي نعت بي بي عمري هم د خپلې وينا پروخت د پامير په نوم د نوي جوړې شوي علمي موسسي جوړيدل د خوستوالو لپاره د خوښئ زيری وباله تر څو هغه ځوانان چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې پاتې شوي لدې لارې به خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي .

اغلې عمري همداراز د پامير د لوړو زده کړو موسسې موسس پوهندوی استاد سيد کريم شاه نيکمل څخه وغوښتل چې پدې علمي مرکز کې د انجونو لپاره هم د زده کړې زمينه په داسې بڼه برابره کړي چې د دوی کلتوري ارزښتونه خوندي وساتل شي . پدې مراسمو کې د خوست خلکو په سنا او ولسي جرګه کې منتخبو استازو همداشان د پکتيا ، پکتيکا او لوګر ولايتونو د استازو په استازیتوب  همايون خوست ولايت ته د لويې پکتيا د ټولو وکيلانو د راتګ هدف د ناستې برخوالو ته په ډاګه کړ .

 ښاغلي همايون وويل چې دوی پدې موخه خوست ولايت ته راغلي چې د خلکو غوښتنې واوري ترڅو سرته رسولو لپاره يې دوی په ګډه هڅه وکړي او له بل پلوه دخوست خلکو لپاره پدې ولايت کې يو دفتر پرانيزي چې لدې لارې خپل مشکلات او غوښتنې پرته لدې چې خلک پلازمينې کابل ته تګ راتګ وکړي په اسانۍ سره  د ولسي جرګې اومشرانو جرګې وکيلانو  ترغوږونو ورورسوي .

د پکتيا ولايت په ولسي جرګه کې منتخب استازي ګل پاچا مجيدي هم د غونډې په وروستئ برخه کې د ناستې برخوالو ته په خپله لنډه وينا کې وويل چې يواځې ناپوهي ده چې خلک د هراز ستونزو سره لاس او ګريوان کوي نوهيله یې څرګنده کړه ،چې ځوانان د علم زده کړې لوري ته مخه کړي او خپل هيواد په خپله اباد او ورغوي .

د ده په وينا چې تردې وخته موږ په هره برخه کې قهرمانان ليدلي خو اصلي قهرمان هغه څوک دی چې د علم په برخه کې د نورو سره سيالي او خپلوهيواد ته خدمت ترسره کړي نو پدې ولايت کې يې د پامير په نوم د علمي موسسې پر جوړيدو يې خوښي وښوده .

ورسته د پامير په نوم د لوړو زده کړو موسسې مسئولينو لخوا خوست والي عبدالجبار نعيمي ته د افغاني دود له مخې چاپنه ډالی شوه چې د نوموړي لخوا د غوره ملماپالنې او قدردانئ په خاطر په  ولسي  جرګه کې دپکتياولايت  دخلکو منتخب استازي ګل پاچا مجيدي ته د ناستې برخوالو په وړاندې ډالی شوه او د کابل څخه راغليو وکيلانو ته د پښتني دود له مخې لنګی هم ورپه سر شوي .

له هغې وروسته  د پامير په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې پرانيسته د پټی په پريکولو سره وشوه چې لدې وروسته به په عملي بڼه د خوست خلکو لپاره د زده کړې په برخه کې خدمت ترسره کړي .

د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه :۱۳۹۰/۲/۳

ورځ :شنبه