دمبارک ميلاد په مناسبت د خوست ولايت مقام پيغام - د خوست ولایت مقام

دمبارک ميلاد په مناسبت د خوست ولايت مقام پيغام

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت

خوست ولايت مقام

د مبارک ميلاد په مناسبت پيغام

نحمده ونصلى على رسوله الکريم امابعد!

((وما اْ رسلناک الا کافة للناس بشيرا ونذيرا)) 

 د ١٣٩٣لمريز کال دجدي دمياشتې  ١٣نېټه  د شنبې ورځ  چې د ١٤٣٦هجري قمري کال دربيع الاول دمياشتې له ١٢نېټې سره سمون خوري ،داسلام دستر پيغمبر حضرت نبي اکرم ص دمبارک ميلاد ورځ ده،دهمدې مقدسې اوتاريخي ورځې په مناسبت افغان مسلمان ملت ، د نړۍ ټول مسلمان امت په ځانګړې توګه  دخوست ولايت په دين مينو ولسونو،جيدو  ديني علماء کرامو د مسجدونو ملا امامانو،دمدرسو مدرسينو،حافظانو،مجاهدينو اوقومي مخورو مشرانو ته دبشريت دسترلارښود خاتم الانبياء حضرت محمدمصطفي (ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دزړه له کومې مبارکې وړاندې کوم.

د ټول بشريت لپاره داپه نړيواله کچه يومنل شوى حقيقت او واقعيت دى چې داسلام دسترپيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) په مبارک او وياړمن ميلاد سره ټول بشريت د جهالت ،بدمرغيو او بې عدالتيو څخه خلاصون پيدا کړ او په دې اساس په دې فاني نړۍ کې ميشت ټول ولسونه دنيکمرغۍ ،وحدت اومقدس ژوند په ټغر راټول شول، په عربي ټاپوزمه کې دټولو ناوړه رواجونو او  دودونو واکمني پاى ته ورسېده ، په ټوله بشري نړۍ کې دنيکمرغۍ او اسلامي ورورولۍ ډيوه بله شوه. دې نړۍ ته د حضرت نبي کريم ص په راتګ سره دژوندانه په ټولو ډګرونوکې يومثبت او رېښتنى بدلون اوسمون رامنځته شو.  حضرت محمد( ص) لا د جهالت په زمانه كې د صادق او امين په نامه پېژندل كېدو او د عربو په منځ كې په وفادارۍ، نيك چلند، ښه نامه اوپاك خوی باندې مشهور ؤ.

 كه څه هم رسول (ص) په ماشومتوب كې يتيم  د خپل پلار او مور له  ترحم څخه بې برخې شوی ؤ، خو د خدای( ج) اراده وه، چې رسول اكرم( ص) به پېغمبر او خاتم الانبياء وي رسول اكرم( ص) پر خپل امت،يتيمانو فقيرانواومظلومانو ډېرمهربان شخصيت وو.

د نبي كريم( ص)  کړنې او فعاليت ،تګ لارې اوکړنلارې  پرځانونو پلي کول دټولو مسلمانانولپاره له بې لارۍ څخه دخلاصون يوازينۍ لار ده. د اسلام مقدس دين چې بشپړ جعاميت اوکامليت لري انساني کرامت ،پت ،عزت ،وقار اوشخصيت په کې خوندي دى د اسلام سترپيغمبرص په نړيواله کچه دنړۍ ګوټ ګوټ ته داسلام رېښتنى پيغام ورسولو په خپلو غوره اخلاقو، هراړخيزه شخصيت، ځواکمن هوډ يې د نړۍ ټول ضميرفتح کړاوپه خپل ځلانده شخصيت او رېښتنې تګ لارې يې د اسلام رېښتنى دين اوکړنلاره په ټوله بشري نړۍ کې خوره کړه او دغه سپېڅلې رېښتني، تاريخي اواسلامي مبارزې ته يې د ژوند  ترپايه  ادامه ورکړه، انحضرت ص د ټول بشريت په تاريخ کې  داسې يومنل شوى شخصيت و او دى چې دنړۍ د نورو اديانو پوهانوهم دنوموړي شخصيت منلى او تائيدکړى دى اوټول ورته درناوى لري، ځکه د بشر ښوونکي ټولې نړۍ ته اوټول بشرته يو رېښننى پيغام درلود.  رسول اكرم (ص) په خپله وروستۍ خطبه يا حجته الوداع كې دعرفات په غونډۍ خلكو ته داسې فرمايلي دي:

 ای مسلمانانو!   

پرتاسې باندې ديو بل وينه تويول او ابرو ته زيان رسول اوپه ناحقه دمالونوخوړل په داسې شان حرام دي، لكه ددې ښار حرمت او د دې مياشتې حرمت-او ددې ورځې حرمت- چې دعرفات ورځ ده- دا ځكه  چې الله (ج) انسان ته لوړفضيلت،شان اوشوکت  وركړی اودلوړمقام خاوند يې ګرځولی دی. د هر مسلمان ساتنه  پر بل هر مسلمان باندې لازمي ده،دهرمسلمان دا دنده اومسووليت دى، چې نبوي شريعت پرځان عملي كړي بل ته دخيرلار ښوونه وكړي او دټولنې د اصلاح كوښښ وكړي.

په اسلام مينو ولسونو!

داسلام دسترپيغمبر او د بشريت د لارښود حضرت محمد (ص) لاره، فکر،ا خلاق، تګلاره، ژوند، کارنامې، کړه وړه او نړيوال پيغام مونږته  ددې درس راکوي، چې دژوندانه په ټولو ډګرونو او اړخونوکې دټولو نارواکړنو، دودونواو بدمرغيو په وړاندې په اسلامي وررولۍ ،منطقي ځواکمن هوډ،سپېڅلي تکل او د اسلام دمقدس دين په رڼا کې د واقعيتونو پربنسټ د مقدسې مبارزې ډګر ته راودانګو ترڅو نور په دې خاوره کې مېشت مظلوم ولسونه له تاريخي بدمرغيو، ستونزو، ناخوالو، ننګونو او ژورو افتونو څخه په بشپړه توګه خلاصون ومومي .

دتيرو جګړو له امله د افغانستان په هرګوټ کې زياتې ناخوالې او بدمرغۍ په ميراث پاتې شوې دي، خوست ولايت هم ګڼ شمير غميزو او بې عدالتيو ځپلى دى، دځمکو او غرونو پرسر قومي لانجي ،بې باوري ،تربګنۍ،دښمنۍ،منفي ذهنيت هغه بدې ټولنيزې ننګونې او ناخوالې دي چې هميشه يې خوست ته بدنام کړى او په دغه ولايت کې يې ولسي نيکمرغۍ ،پرمختګ،عدالت،امنيت،حاکميت او اسلامي وورولۍ ته ژور زيانونه رسولې دي.

ولايتي ادارې په دې وروستيو پنځو کالونو کې د عامه پوهاوي،فکري رغونې او ګډې مشورې پر اساس د همدې ناخوالو پرضد جدي مبازره  کړې ده چې  تر يوه بريده يې د يادو ننګونو مخه نيولې،په خوست کې ډاډمن امنيت، د ولس او دولت ترمنځ ټينګې اړيکې، د اسلام د دښمنانو د ناروا کړنو مخنيوى او شوى پرمختګ دهمدې اغيزمنې مبارزې پايله ده.

  زه ددې نيکمرغه ميلاد په مناسبت د نړۍ په  ټولو مسلمانانوپه ځانګړې توګه زمونږ په هېوادوالو او د خوست په شريفو ولسونوباندې داسې  غږ کوم ، راځئ  نور د بې عدالتيو، ناخوالو، کرکو، توپيرونو، شخصيت وژنو او نورو ناروا کړنو په وړاندې خپلې اصلاحي مبارزې ته د ګډ اسلامي مسووليت پر اساس دوام ور کړو، د اسلام ،بشريت اوتاريخ په ضد روانې ټولې بدمرغه کړنې او دسيسې په ټينګه  وغندو،په خپل هېوادکې د سولې د منځته راتګ ،ټينګښت  اوساتنې لپاره په ټولييزه اوانفرادي توګه خپلې هڅې نورې هم پراخه کړو ، ترڅو ټول هغه ناراضه ورورڼه چې نن ورځ د خپل نظام سره په جګړه بوخت دي په دې باندې پوه شي  چې داسلامي نظام پروړاندې جګړه   داسلامي اصولو خلاف عمل دى بلکې جګړه يواځې  د افغان مسلمان ملت د بربادۍ او بدمرغۍ لامل دى.

  يواځې قلم ، پوهه ، يووالى ،د عقلانيت د فلسفې پربنسټ ولاړه مبارزه ،بشرپالنه ، اسلام دوستي او وطن دوستي  کولى شي  اسلام اومسلمانان له تاريخي بدمرغيو او تهديدونو څخه خلاص کړي، نو راځئ چې نور په دې هېواد کې داسلام د ځلانده وړانګو ترسيوري لاندې د سولې د واکمنۍ، د عدالت د تامين،اسلامي ورورولۍ، ملي يووالي، پوهنيز پرمختګ، دوه اړخيزه درناوي،ټولنيزې نيکمرغۍ ،بشري هوساينې ،تمدن،سولې اوملي پخلاينې  او د افغانستان د ځواکمنيتا اوواکمنيتا لپاره په يوموټي ،يوغږ،حق لاره، ځواکمن اسلامي هوډ سره روانه مبارزه لا  ګړندۍ کړو.ترڅو د ژوندانه په رېښتنې لاره او تګ لاره چې د حضرت محمدص د ژوندانه  د مزل لاره وه او ده، خپل مزل ته ادامه ورکړو  په دې سره به ټولې هغه بدمرغۍ او بې عدالتۍ پاى ومومي چې په ټولنه کې په ژوره توګه شتون لري.

په درناوي

عبدالجبارنعيمي

دخوست ولايت سرپرست والي