يو تن ځانمرګى بريدکوونکى مخکې له دې چې هدف ته ورسيږي، پخپله له منځه ولاړ - د خوست ولایت مقام

يو تن ځانمرګى بريدکوونکى مخکې له دې چې هدف ته ورسيږي، پخپله له منځه ولاړ

افغانستان خوست

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه : ١٦-١٠-١٣٩٣

پرون ماښام ناوخته دخوست ولايت دمرکز اړوند د کونډيو په سيمه کې د صحراباغ سره نږدې يو تن ځانمرګى بريدکوونکى او ورسره د وسله والو مخالفينو سرګروپ چې بريدګر ته يې لارښونه کوله، دواړه يې د امنيتي ځواکونو په کمين کې ووژل شول .

امنيتي ځواکونو چې مخکې له مخکې د دوى په اړه استخباراتي معلومات درلودل، نو په همدې موخه يې ورته کمين نيولى وو.

دامنيتي ځواکونو دراپور پربنسټ کله چې په موټرسايکل سپرو کسانو امنيتي ځواکونه  وليدل،په سرتېرو يې ډزې پيل کړې، خو د نظامي ځواکونو په متقابلو ډزو سره د ترورېستي ډلو يو تن سرګروپ چې ځانمرګي بريدګرته يې لارښونه کوله، په ډزو ووژل شو او دوهم کس چې وسکټ يې په تن وو، د کلي منځته وتښتېد، چې له محاصرې وروسته يې ځانته پخپله چاودنه ورکړه او يوازې په کې ځانمرګى بريدکوونکى له منځه ولاړ.

د کشفي ارګانونو په خبره چې د څېړنوپه پايله کې معلومه شوه، چې  دواړه  دخوست ولايت اوسېدونکي وو، چې يوه يې په جعلي تذکره سره خپل نوم هم بدل کړى وو.

دخوست ولايتي اداره او مېشت اتل ولسونه پدې وياړي، چې امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه يې تردې کچې پياوړي شوي دي، چې د هرې بوږنوونکي پېښې څخه په وخت مخنيوى کوي او خپل خلک د بې رحمه ترورېستانو له ظلم او وحشت څخه لېرې ساتي.

د يادولو وړده، چې څلور ورځې مخکې هم دخوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سپينکۍ تيګې په سيمه کې يوتن ځانمرګى بريدکوونکى هغه مهال دچاودېدونکو توکو څخه د ډک وسکټ په چاودنه کې ووژل شو، چې انتحاري بريد د ترسره کولو لپاره يې په تياري بوخت وو.