په خوست ولايت کې د بيارغونې ٤٩٩ پروژې تر کار لاندې دي - د خوست ولایت مقام

په خوست ولايت کې د بيارغونې ٤٩٩ پروژې تر کار لاندې دي

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٧-١٠-١٣٩٣

دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د محلي حکومت د بېلابېلو سکتورونو په چوکاټ کې د بيارغونې ٤٩٩ پروژې تر کار لاندې دي چې دسيمې د ګڼ شمير اوسيدونکې لپاره يې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

په دې وروستيو کالونو کې د ولايتي ادارې دپرلپسې تلاشونو پراساس په دغه ولايت کې دبيارغونې کارونه چټک شوي   او يواځې په روان ١٣٩٣لمريز کال کې د ٤٩٩ په شميره پروژو کارونه روان دي چې دسيمې ګڼ شمير خلک په کې مصروف دي.

په خوست کې دحکومت دعامه اړيکو مسوول بريالى روان وايي چې يادې ٤٩٩ پروژې دامنيت،حکومتدارۍ ،پوهنې،زيربنا،کرنې کليوپراختيا او اقتصادي حاکميت په سکتورونو کې ترکارلاندې دي چې دملي پيوستون اوثبات پروګرام پروژې هم کې شاملې دي.

بريالى روان وايي چې  په دغه روانو پروژو باندې (٤٤٥٦٧٣٣٨٠٦) څلور ميليارده،څلورسوه شپږ پنځوس ميليونه،اوه لکه درې ديرش زره،اته سوه شپږ افغانۍ لګښت راځي چې دولت او نړيوالو مرستندويه موسساتو لخوا تمويليږي.

په خوست کې د حکومت دعامه اړيکو مسوول وايي چې په دغه پروژو کې سترې او کوچنۍ پروژې شاملې دي چې په تکميل سره به يې خوست کې ګڼ شمير ستونزې هوارې او زيات پرمختګونه رامنځته شي.

بل لوري ته دخوست ولايتي ادارې رهبري دولايت په کچه ټولې اساسي غوښتنې او د اړتيا وړ پروژې دهمدې کال په جريان کې نوي ولسمشرته رسولې دي ،تمه ده چې دپلان مطابق به ورته مثبت ځواب وويل شي.

واکمن