ترورېستي او مافيا يي ډلو ته دخوست اوسنى حالت د زغم وړ ندى - د خوست ولایت مقام

ترورېستي او مافيا يي ډلو ته دخوست اوسنى حالت د زغم وړ ندى

خوست ولايت چې د جغرافيايي او ستراتيژيک موقعيت په اساس د افغانستان لپاره د يوې مهمې دروازې په توګه اساسي ارزښت او اهميت لري، په همدې خاطرترورېستي او مافيايي ډلې په دوامداره توګه هڅه کوي، چې پدې سرحد ي ولايت کې حالات کړکېچن کړي، ترڅو دوى وکولى شي، چې  د ناامنيو،ګډوډيو،خپلسريو او اداري بې نظمۍ د لارې خپلو سياسي او اقتصادي شومو اهدافو ته ځان ورسوي .

دا څرګندونې دخوست د ولايتي ادارې د بېلابېلو سکتورونو مسوولينو د يوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړې .

دوى دخپلو خبرو پرمهال وويل چې ترورېستي او مافيايي ګروپونه په خوست ولايت کې د  ترورېستي فعاليتونو د انجامولو ترڅنګ د دولتي ځمکودغصب،د قومونو ترمنځ د ځمکو او غرونو پرسر هوارو شويوپخوانيوجنجالونو ته د لمن وهلو،دبيارغونې دبنسټيزو پروژو د قراردادونو د لاسته راوړلو ،په مهمو عوايد لرونکو دولتي پوستونو باندې دخپلو ملګرو د مقررولو،د نااهله مامورينو د حمايې، د دولتي ارګانونو ترمنځ د ټکر د رامنځته کولو او د عامه ذهنيتونو د تخريب لپاره له بېلابېلوتګلارو او ځانګړو پالېسيو کار اخلي .د ادارو ريسانو زياتوله، چې په خوست کې حکومتي مامورين او ولس دترورېستانو سره د جګړې په لومړي خط کې قرار لري، په همدې اساس شته امنيت ، رغونه ، بيارغونه،پوهنيز او ټولنيز پرمختګ په ډېرو قربانيو او تکليفونو سره منځته راغلى، د امنيت او عدالت د تامين او د متوازنې بيارغونې په موخه  د ولايت رهبرۍ پداسې حال کې ترهرې لېرې پرتې ولسوالۍ پورې سفر کړى، چې په وار، وار له ماينونو او مخامخ جګړو سره مخامخ شوي ده، خو بيا يې هم دخپلو خلکو د شته ستونزو د هواري او پرحکومت د ولسي باور د غښتلتيا لپاره يې هرډول خطرونه پرځان منلي او خپلو کاري سفرونو ته  يې پرته له ځنډه دوام ورکړى ، چې بالاخره خوست د ډاډمن امنيت،د قانون د حاکميت، د ټولنيز عدالت د تامين ،د بيارغونې په برخه کې د مهمو پروژو د پلي کېدو،د پوهنيز پرمختګ،ولسي يووالي او غوره حکومتوالۍ په ډګر کې د هېواد په کچه روښانه  نوم خپل کړى دى .

د دوى په خبره چې ترورېستي او مافيا يي ډلو ته دخوست  اوسنى حالت  د زغم وړ ندى، په همدې اساس ترورېستي  ګروپونه کوښښ کوي، چې خوست ولايت بېرته ناامنه کړي او ترڅنګ يې هغه کسان چې خپلې ګتې يې همېشه په ناامنۍ، ګډوډۍ او بې اتفاقۍ کې پاللي او ترلاسه کړي دي، اوس په لوى لاس هڅه کوي، چې دخپلو شومو موخو د لاسته راوړلو لپاره د نورو ناوړه کړنو ترڅنګ د غږيزو،انځوريزو،چاپي،برېښنايي او ټولنيزو رسنيو د لارې  دخوست ولايت مقام په مشرتابه،د ملکي  او نظامي ارګانونو په مسوولينواو منسوبينوباندې  يوازې د شخصي ګټو پخاطر بېځايه تورونه لګوي ، چې د دوى دا کړنې   دولايتي چارواکو د بې درېغه قربانيواو تلاشونو سره په څرګنده دښمني ده .

په جوړه شوې فوق العاده غونډه کې  دخوست په ټول ولس غږ وشو، چې  د ولايتي ادارې د ملکي او  نظامي ادارو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، ترڅو هېڅوک پدې ونه توانيږي، چې دخوست اوسنى مثبت حالات راته ګډوډ او خداى مکړه بېرته هغه پخوانى حالت رامنځته نشي، چې دولتي حاکميت مو دخوست ترښاره پورې رارسېدلي وو.

دوى په هغو کسانوباندې چې په رسنيو کې بېځايه تخريبي پروګرامونه پرمخ وړي، غږ وکړ، چې له بېځايه تخريبه هېڅ ګټه نه پورته کيږي،راشئ ددې ولايت په پرمختګ او انکشاف کې د ولايتي ادارې سره په ګډه تلاش وکړئ، ترڅو دخوست نوم لکه څنګه چې پدې وروستيو کالونو کې  په ملي او بين الملي توګه ځلېدلى دى، همداسې ورته  پدې ولايت کې د ځينو بنسټيزو اقتصادي پروژو د تطبيق لپاره دمرکزي حکومت  او  نړيوالې ټولنې لازم مالي کومکونه راجلب کړو.

چهارشنبه  ١٧ –   ١٠ -  ١٣٩٣