د ملي پوليسو په تعليمي مرکز باندې د ډله ايز بريد په تړاو د ولايت مقام اعلاميه - د خوست ولایت مقام

د ملي پوليسو په تعليمي مرکز باندې د ډله ايز بريد په تړاو د ولايت مقام اعلاميه

نن د چهارشنبې ورځې په ١٠:٣٠ بجو باندې دخوست ښار لويديځ لوري ته د اداري کمپلېکس سره نږدې د ملي پوليسو په تعليمي مرکز باندې دريو تنو ځانمرګو بريدکوونکو ترورېستي بريد وکړ.

يو تن بريدګر د امنيتي ځواکونو د چټک غبرګون په پايله کې له ډېرې وارخطايۍڅخه له دېواله لېرې موټربم ته چاودنه ورکړه ، دوهم کس چې وسکټ يې په تن وو، د امنيتي ځواکونو په ډزو سره ووژل شواو دريم يې هم مخکې له دې چې  امنيتي ځواکونو ته ځان نږدې کړي،وچاودېد او ځاى پرځاى له منځه ولاړ .

په پېښه کې  د دريو  ځانمرګو بريدکوونکو د وژلو ترڅنګ د ملي پوليسو درې تنه سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي، چې دلومړنۍ درملنې وروسته  دخپل هېواد او هېوادوالو د ساتنې او امنيت لپاره بېرته خپلې دندې ته تللي دي .

ولايت مقام د دغه ترورېستي او وحشي بريد په سختو ټکو غندنه کوي اودا ناوړه کار د اسلاميت،انسانيت او افغانيت سره په ټکر کې عمل بولي .

همداشان د  ټولو امنيتي ، کشفي او دفاعي ځواکونود سرتېرو او منسوبينو مېړانه او قهرماني ستايي، چې تل يې دخپلو خلکو له مال او ځان څخه د سر په بيه دفاع کړي او هېڅ وخت يې دخاورې او ملي ارزښتونو دښمن ته اجازه نده ورکړي، چې زموږ دخلکو خوشاله ژوند ورتريخ کړي .ولايت مقام په ټولو ځواکونو غږ کوي، چې د ځمکنۍ بشپړتيا،عرضي تماميت،ملي او اسلامي ارزښتونو،ديني مقدساتو،ملت او د خپلې پاکې خاورې څخه همېشه په کلکه دفاع وکړي ، هرهغه چاته دې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي، چې دې غيور ملت او پاکې خاورې ته په بدنظر ګوري  .

دخوست ولايت مقام ددغه ولايت شريف او نجيب ولس ته ډاډ او اطمنان ورکوي، چې په خوست کې ټول ملي  امنيتي ځواکونه د ولايت مقام ترمشرۍ لاندې په پياوړي همغږۍ،ملي روحيې او  اوچت مرال  سره دنده اجراء کوي او هېڅ وخت به د افغانستان د سولې، ثبات،ترقۍ،ټولنيزې نېکمرغۍ او پرمختګ دښمن ته ددې چانس په لاس ورنه کړي، چې پدې ولايت کې د امنيت،بيارغونې ، ښوونې او روزنې او د ولس د سوکالۍ په برخه کې  ترسره شوي او روان پرمختګونه له ستونزو او چالشونو سره مخامخ کړي .

ددې لپاره چې د افغان ملت وحشي دښمن تل پخپلو دسيسو او شيطاني پلانونو کې ناکام پاتې شوى وي، په کار ده، چې ددې ولايت فرد، فرد د امنيتي،کشفي او دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته لا پراختيا ورکړي، ترڅو په خوست کې تلپاتې سوله، ثبات او امنيت شتون ولري .

په درنښت