په ٩٣لمريز کال کې په خوست ولايت کې ١٨٦ پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې - د خوست ولایت مقام

په ٩٣لمريز کال کې په خوست ولايت کې ١٨٦ پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٤-١٠-١٣٩٣

 

په ١٣٩٣لمريز کال کې په خوست ولايت کې د مالي کال په حساب د محلي حکومت په ټولو سکتورونو کې ١٨٦پروژې تکميل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

يادې پروژې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې پلې شوې دي، په همدې تړاو دخوست ولايت سرپرست عبدالجبارنعيمي وايي چې د مالي کال په حساب په ١٣٩٣لمريز کال کې  د محلي حکومت په ټولو سکتورونو لکه امنيت،حکومتدارۍ،ټولنيزمصونيت،روغتيا،پوهنې،زيربنا،کرنې کليو پراختيا،اقتصادي حاکميت په برخوکې ١٨٦پروژې تکميل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي. چې  په دې پروژو کې ٨٣ دملي پيوستون او ٦٦دسيکا پروژې هم شاملې دي.

سرپرست والي زياتوي چې په دغه تکميل شويو پروژو باندې  (١٦٧٠١٧٦٩٤٧) يو مليارد،شپږ سوه اويا ميليونه،يو سل شپږ اويا زره،نهه سوه اوه څلوښت افغانۍ لګښت راغلى دى چې د دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو لخوا ورکړل شوى دى.

عبدالجبارنعيمي وايي د ولايتي ادارې پرلپسې تلاشونه،بنسټيز ګامونه،ډاډمن امنيت،ښه هماهنګي،له دولت سره دخلکو همکاري،په خپل وخت له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو سره د اړتيا وړ پروژو شريکول هغه اساسي او مهم لاملونه دي چې په خوست ولايت کې يې په داغيزمنه توګه د پروژو پلي کيدو ته زمينه مساعده کړې ده.

نوموړى داهم وويل چې  اوس مهال په خوست کې دحکومت په ټولو سکتورونو کې (٤٩٩) په شميره پروژې تر کار لاندې دي چې ټول پرې (٤٤٥٦٧٣٣٨٠٦) څلور ميليارده،څلورسوه شپږ پنځوس ميليونه،اوه لکه درې ديرش زره،اته سوه شپږ افغانۍ لګښت راځي چې ددولت او نړيوالو مرستندويه موسساتو لخوا تمويليږي.

دخوست ولايت اوسيدونکي په دغه ولايت کې د بيارغونې پر تکميل او روانو پروژو باندې خوښي څرګندوي ، له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو غواړي چې خوست ولايت ته نوره هم توجه زياته کړي او په دغه ولايت کې هغه پروژې پلې کړې کوم چې دخلکو او دولت لپاره بنيادي ارزښت لري.

د يادونې وړ ده چې د ولايتي ادارې رهبري خپلې هڅې نورې هم زياتې کړې دي  ترڅو په دغه ولايت کې هغه پروژې پلې کړي  کوم چې خلکو يې دولايتي ادارې له لورې له مرکزي حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو څخه د پلي کيدو غوښتنې کړې دي.

واکمن