دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام - د خوست ولایت مقام

دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٩-١٠-١٣٩٣

دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

په خواشينۍ سره خبر شوم  چې د هېواد تکړه ښوونکى،ليکوال او اديب الحاج عبدالغفور ملهم د ٩٠ کالونو  په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي

انالله وانااليه راجعون

ارواښاد ملهم دپوهنې وزارت دپخواني تدريسي مرستيال محمدصديق پتمن پلار دى  .ارواښاد نېک ، حليم او ټولنيز انسان وو او څه دپاسه ۴۰ کاله يې دهېواد په ختيځو او شمالي ولايتونو کې دښوونکي سپېڅلې دنده ترسره کړه او د ليکوالۍ په برخه کې يې هم غوره ميراث ولس ته پرېښود د يو فرهنګي او ټولنيز شخصيت په توګه يې ولسونو ته نه هيريدونکي خدمتونه وکړل زه دخوست ولايتي ادارې او ولسونو په استازيتوب دالحاج عبدالغفورملهم  مړينه يوه ستره ضايعه ګڼم،ارواښاد ته دفردوس جنت،کورنۍ،دوستانو،دمطبوعاتو د ډګر لارويانو او دننګرهار ولسونو ته د خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم

عبدالجبارنعيمي

دخوست ولايت سرپرست والي