پي ډي سي غونډې دوه کلن انکشافي پلان تصويب کړل - د خوست ولایت مقام

پي ډي سي غونډې دوه کلن انکشافي پلان تصويب کړل

دخوست ولايت په پي ډي سي يا مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې ددې  ولايت لپاره  په اتو سکتورونو کې جوړ شوى انکشافي پلان د رايو په اکثريت سره تاييد شو.

دغه غونډه، چې  دخوست د ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان په مشرۍ جوړه شوې وه،  په کې د بېلابېلو سکتوري ادارو مسوولينو او د ولايتي شورا استازي ګډون کړى وو.

غونډې ته دولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان دخپلو خبرو پرمهال وويل چې  هرکار بدون له منظم پلان،دقيقو ارقامو او لازم تياري څخه  پرمخ نشي تللى، نو په کار ده، چې  هره اړينه موضوع لومړئ په  اړونده سکتور کې په پوره مسلکي شکل تربحث لاندې ونيول شي او وروسته د پروژې اهميت،ارزښت او د ولس د ضرورتونو په پام کې نيولو سره د نهايي پرېکړې لپاره د ولايتي ادارې پي ډي سي يا مياشتنۍ غونډې ته وړاندې شي .ترڅو په هکله يې لازم  تصميم ونيول شي .

نوموړي د ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې  هرمامور بايد ورسپارل شوې دندې ته ژمن،صادق او ايماندار واوسي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټول قوانين،مقررات ، فرامين او احکام رعايت کړي .ترڅو ولس ته د شفافيت او عدالت په رڼا کې رغنده خدمات وړاندې شي.

پټان هيله وښوده، چې جوړشوى انکشافي پلان  به په دوو کالونو کې دخوست په مرکز او ولسواليو کې په برياليتوب سره تطبيق شي  او هغه پروژې چې پدې پلان کې د لومړيتوبونو په اساس نيول شوې، په پلي کېدو او منظورېدو کې به يې اړونده سکتوري وزارتونه لازمه توجه وکړي .

وروسته د اقتصاد ريس او د پي ډي سي غونډې سکرتر انجنيرحميدشاه لنډې خبرې وکړې .ده په خپلو خبرو کې ډاډ څرګندکړ، چې د ١٣٩٤ او ١٣٩٥ کالونو لپاره جوړ شوى انکشافي پلان  د دريو مياشتو په لړ کې په پوره دقت سره ترتيب شوى دى، چې دخوست د مرکز او ولسواليو په کچه يې ټولو ضرورتونو ته د لومړيتوب په اساس ځاى ورکړى .نوموړي ددې پلان په تطبيق کې د هرې ادارې د مسوول  تلاش ډېر مهم وباله  او غوښتنه يې وکړه، چې هره اداره دې خپلې  پروژې له اړونده وزارت سره په پرلپسې توګه تعقيب کړي، ترڅوپه  ٩٣ او ٩٤ کالونو کې  هم د تېرو کالونو په څېر ښې برياوې ولرو.

د پي ډي سي يا مياشتنۍ پرمختيايي غونډې په وروستۍ برخه کې د ٩٣ او ٩٤ لمريزکالونو لپاره جوړ شوى دوه کلن انکشافي پلان د رايو په اکثريت سره تاييد او تصويب شو.همداشان  د اجنډا په اساس بېلابېل موضوعات مطرح او د غونډې د برخوالو لخوا پرې بحث وشو، چې ځينې يې اهميت او ضرورت ته په کتو سره  تصويب  او د وروستيو اجرااتو په غرض به د مرکزي حکومت اړونده وزارتونو ته ولېږل شي .

٢٩-١٠-١٣٩٣

دوشنبه – مطبوعاتي دفتر