نظامي ځواکونو د عملياتو پرمهال د مشکوکو وسله والو ترڅنګ ګن شمېر سپکې او درنې وسلې نيولي دي - د خوست ولایت مقام

نظامي ځواکونو د عملياتو پرمهال د مشکوکو وسله والو ترڅنګ ګن شمېر سپکې او درنې وسلې نيولي دي

دخوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې د جوړې شوې امنيتي غونډې پرمهال امنيتي ځواکونو راپور ورکړ، چې د تېرې اونيزې نظامي غونډې د پرېکړې پربنسټ يې په  مرکزاو ولسواليو کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ديو شمېر  مشکوکو کسانو د نيولو ترڅنګ زيات شمېر سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړي.

دغه غونډه چې دخوست د سرپر ست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه، په کې د افغان ملي پوځ د لومړئ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت،د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال جنرال غازي ميرځدراڼ،د ملي امنيت ريس جنرال محمدحسن شهيدزوى، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب او د سرحدي پوليسو د کمېسار سمونمل تاج علي ګډون درلود.

په سر کې د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ د تېرې اونۍ په لړ کې د نظامي ځواکونو لخوا په ترسره شويو فعاليتونو او کړنو اونيز راپور وړاندې کړ.

په راپور کې وويل شول، چې د  تېرې اونۍ د نظامي شورا د پرېکړې پربنسټ نظامي ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دغوځواکونو د يو شمېر مشکوکو کسانو د نيولو ترڅنګ په يوه عراده سراچه موټر کې دوه ميله راکټ انداز،يو ميل دهشکه،مخابرې،دوربينونه،لاسي بمونه،لس فيره د ٨٢ دوه اتيا ملي متري توپ مرمۍ،دوه سوه د دهشکې مرمۍ او دوه سوه د پيکه مرمۍترلاسه کړي دي .همدارانګه شل مختلف النوع ماينونه چې د ترورېستي ګروپونو لخوا د چاودنې په موخه عيار شوي وو، کشف او  له منځه همد شوي دي.

د راپور په دوام ويل شوي دي، چې تېره شپه د علېشېرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو تن ماين خښوونکى هغه مهال په خپل ماين وژل شوى، چې په لويه لار کې يې ماين ځاى پرځاى کاوه، د ځواکونو په خبره چې د وژل شوي ماين خښوونکي هويت تردې دمه ځکه نه معلوميږي، چې بدن يې ټوټې ، ټوټې شوى دى.

وروسته د غونډې برخوالو د خوست ولايت د مرکز او ولسواليو په کچه امنيتي حالت وارزوه.دوى په خپلو خبرو  کې وويل چې په خوست کې د سولې ، ثبآت او ترقۍ دښمن د پام وړ زيان ليدلى او ددې توان يې په بشپړډول د لاسه ورکړى، چې د امنيتي ځواکونو سره مخامخ نښته وکړي ، چې په همدې خاطر ترورېستي ګروپونو او ورسره ځينو مافيايي کړيو د عامه نظم د ګډوډېدو او د خوست د بدنامۍ پخاطرپه ځينو سيمو کې ماين چاودنې کوي، خو دوى په وينا چې افغان ملي ځواکونه په ټول قوت تيار دي، چې د افغان ولس د مکار دښمن ټول کرغېړن پلانونه ناکامه کړي  او هېڅ وخت به ددې اجازه ورنه کړي، چې دخوست د پرمختګ مخه ونيسي .

دخوست سرپرست  والي عبدالجبارنعيمي د امنيتي ځواکونو تلاشونه،سرښندنې او اوچت مرال وستايه  او ويې ويل نوموړى پدې وياړي، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه اوس په بشپړ ډول ددې جوګه شوي، چې د خپلې خاورې پخپله ساتنه وکړي .

د نوموړي په وينا امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه چې د ولس په زړونو کې خاص ځاى لري، مکلف دي، چې  ورسپارل شوې چارې دهرډول توپيري چلند پرته د وطندوستۍ په روحيې  سره  سرته ورسوي او پدغه لاره کې د هېچا ترسياسي، قومي،ژبني او سمتي فشار لاندې رانشي .

نعيمي د امنيتي ، کشفي او دفاعي ځواکونو له مسوولينو هم وغوښتل، چې د هرډول ترورېستي او جنايي پېښو د مخنيوي لپاره د مرکز او ولسواليو په کچه کوټلي ګامونه واخلي، د قانون تطبيق ته جدي توجه وکړي  او چاته ددې موقع ورنه کړي، چې په ماين چاودنو،ترور، ځانمرګو بريدونو او قومي جنجالونو سره  د خوست حالت خراب کړي .

د غونډې په وروستۍ برخه کې د حالاتو د لا سمون په خاطر ځينې مهمې پرېکړې ترسره شوې .د پرېکړو په يوه برخه کې راغلي ، چې په خوست کې د قومونو ترمنځ د غرونو او عامه شتمنيو پرسر راپورته شوې پخوانۍ شخړې د ولايتي ادارې په زياتو هلو ځلو سره په بشپړ ډول هوارې شوې دي، خو يو شمېر لاسونه شته، چې د خوست د عامه نظم د ګډوډولو، د امنيتي حالت د خرابولو او د قومونو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو په نيت د قومونو ترمنځ پخوانيو شخړو ته لمن وهي .

په پرېکړه کې يووار بيا ګواښ وشو، چې ولايتي ادارې ته د قومونو ترمنځ وسله والې شخړې د زغملو و ړنه دي ، هغه خلک چې وسلې لري  او شخړو ته لمن وهي، امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه مسووليت لري، چې د تېر په دوام پرې عمليات وکړي، ترڅو ټولې هغه وسلې  چې ددې ولايت امنيت،حاکميت او عامه نظم ترې تهديديږي، ژر ترژره راټولې کړي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې په ټولو دولتي او غيردولتي ادارو او بنسټونو کې استخدام شوي ساتوونکي دې د دوى سوابقو ته په کتنه د امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت رياست څخه فېلټر شي.ښوونه او روزنه دې ورکړل شي،سلاح دې ثبت اوپه  منظم نظامي يونيفورم اغوستلو دې مکلف شي، ترڅو ټول تشخيص او وپېژندل شي.نظامي شورا ټولو امنيتي ارګانونو ته دنده وسپارله،چې که په هرچا پورې تړاو ولري ، خو چې  پورتني شرايط يې پوره کړي نه وي، ځاى پرځاى دې خالي سلاح کړي.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

١٢-١١-١٣٩٣