هغه ولسوالان چې د ولس خدمت نه شي کولى له دندو به ګوښه شي - د خوست ولایت مقام

هغه ولسوالان چې د ولس خدمت نه شي کولى له دندو به ګوښه شي

افغانستان-خوست

ولايت مقا-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٥-١١-١٣٩٣

هغه ولسوالان چې د ولس خدمت نه شي کولى او خپلو دندو کې غفلت  کوي له دندو به ګوښه شي، دغه څرګندونې دخوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د دغه ولايت له ولسوالانو سره دځانګړې ناستې پرمهال وکړې.په دغه ناسته کې د ولايت مقام مرستيال،د دفتر رئيس،اداري او مالي رئيس او دبشري سرچينو امر هم حضور درلود.

په پيل کې ولسوالانو د خپلو ولسواليو دعمومي حالت،امنيتي وضعيت ،شته ستونزو او د خلکو د غوښتنو په تړاو خوست والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل،همداشان يې په ولسواليو کې د يوشمير روانو پروژو دکارونو په اړه  هم مقام ته هراړخيز ګزارشونه ورکړل  ، ولسوالانو يو شمير هغه ستونزې هم په ناسته کې په ډاګه کړې چې په ولسواليو کې شتون لري.

سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د محلي حاکميت په پياوړتيا او دسيمه ييزې حکومتوالۍ په ټينګښت کې د ولسوالانو دندې خورا مهمې وبللې او ولسوالان يې د حکومتوالۍ د وروستي خط اصلي ساتونکي ياد کړل.

نوموړي وويل چې ولسوالان دنظام دتګ لارو سره سم دندې لري چې د ولسونو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي  او د ټولو هغه ناروا کړنو لکه قومي شخړو،لانجو او منازعاتو مخه ونيسي چې د پرديو په اشاره ورته لمن وهل کيږي،سرپرست والي داهم وويل چې ديوشمير ولسوالانو په اړه ورته ولسي شکايتونه رسيدلي دي چې تر څيړنې وروسته به يې په اړه قانوني اقدامات ترسره او په دندو کې پاتې ولسوالان به له دندو ګوښه کړي.

عبدالجبارنعيمي په دغه ناسته کې ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په قوې ارادې او د ولس دهمکارۍ په اساس د دولتي حاکميت دپياوړتيا لپاره کار وکړي او په خپلو ادارو کې دې ټولې ملکي او امنيتي چارې په بشپړې همغږۍ سره منظمې او سرته ورسوي.

همداشان سرپرست والي ولسوالانو ته دا هدايت هم ورکړ چې دسيمې خلک نور هم د ملي او امنيتي ځواکونو حمايت او همکارۍ ته وهڅوي او په جدي توګه دهغه د هغه کړنو او فعاليتونو مخه ونيسي چې په ولسواليو کې قومي نفاق ،لانجو او تروريستي فعاليتونو ته زمينه مساعدوي.

همدا راز په دغه ناسته کې ولسوالانو ته دنده وسپارل شوه چې په هره ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو د ترسره کيدو لپاره ښه زمينه مساعده کړي، دغاصبينو او نورو قاتون ماتونکو ډلو پرضد قانوني مبارزې ته په جديت سره دوام ورکړي او ټولې هغه لارښوونې پلي کړې چې د چارو دسمون په خاطر ورته استول کيږي.

په دغه ناسته کې د ولايت مقام مرستيال او نورو اړونده رياستونو ته لارښوونه وشوه چې د ولسوالانو سره دستونزو په هواري کې اساسي همکاري وکړي.

واکمن