په خوست کې د کاروان سراى سرک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو - د خوست ولایت مقام

په خوست کې د کاروان سراى سرک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٥-١١-١٣٩٣

په خوست ولايت کې د کاروان سراى مهم سرک چې ددغه ولايت څو ولسوالۍ له ښار سره نښلوي جوړ او نن ورځ د يو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو،په جوړو شويو مراسمو کې د محلي حکومت رهبري ،دملکي او امنيتي ادارو مسوولينو،ديني علماوو،مخورو مشرانو او په سلګونو خوست ميشتو ګډون ګډون کړى و.

مراسمو ته خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د خپلې پرانيستونکې وينا پرمهال دخوست ټولو ولسونو ته دکاروان سراى د سرک دکارونو دتکميل مبارکي وړاندې کړه او د ياد سرک جوړيدل يې د بيارغونې په ډګر کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله کوم چې دخوست ولايت د ولسونو لپاره ډير زيات اهميت لري.

سرپرست والي وويل چې د کاروان سراى د سرک د کارونو په تکميل سره خوست ښار د خوست ولايت له يو شمير مهمو ولسواليو سره  په اساسي توګه وصل شو او ټولې هغه ستونزې هوارې شوې چې له دې وړاندې د يادې لارې په مسير پراته ولسونه ورسره مخامخ و،نوموړي له هغه خلکو مننه وکړه چې د ياد سرک لپاره يې خپل کورونه ړنګ او ټول ولس يې اباد او هوسا کړ.

خوست والي له خلکو وغوښتل چې هيڅ وخت سرکونو ته نږدي کورونه جوړ نه کړي ځکه چې د ښاري پلانونو دتطبيق پرمهال يې کورونه تخريب کيږي ، نوموړي دا هم وويل هرڅوک چې په قومي شخړو،لانجو او منازعاتو سره  دخوست پرمختګ ،بيارغونې او امنيت ته زيان رسوي له خاورې او نظام سره څرګنده دښمني کوي، خبر دارى يې ورکړ چې ټول هغه کسان به مجازات کړي چې قومونه  شخړو ته هڅوي او په دې سره خپلې شخصي ناروا ګټې خوندي ساتي او د ولسونو عزت او نوم ته سپکاوى کوي.

سرپرست والي دکاروان سراى سرک د جوړيدو په تړاو وويل چې ياد سرک ٤کيلومتره اوږدوالى او ١٣متره عرض لري چې د فوايد عامې وزارت په بودجې سره د (٧٤٦٧٨٠٠٠)څلور اويا ميليونو ،شپږ سوه اته اويا زره افغانيو په ارزښت سره جوړ شوى چې ټولې چارې يې په ٨مياشتو کې په دوه طرفه توګه په پاخه او اساسي توګه سرته رسيدلي دي.

نعيمي د کاروان سراى سرک امنيت  ډير مهم ياد کړ او خبر يې ورکړ چې دکاروان  سراى سرک  د بديل سرک د جوړيدو سروې يې هم پيل کړې ده چې دسروي تر تکميل وروسته او د بودجې د پيدا کيدو په صورت کې به د خلکو د ستونزو دهواري په خاطر بل ورته سرک باندې کار پيل کړي چې په دې سره خلک په اسانۍ سره خوست ښار ته تګ او راتګ وکړاى شي.

د ولايتي شورا رئيس اميرالله زړه سواند د کاروان سراى دسرک پرجوړيدو باندې خوښي څرګنده کړه، نوموړي دخوست ولايتي ادارې هغه کړنې وستايلې چې دخوست دپرمختګ او بيارغونې لپاره يې ترسره کوي،له ولس يې غوښتنه وکړه چې خپل ټول هغه وجايب سرته ورسوي چې د دولت پر وړاندې يې لري، زړه سواند له دولت په خوست کې د نورو پروژو د پلي کيدو غوښتنه هم وکړه.

دمشرانو په استازيتوب مدير ميرزمان صبري خبرې وکړې نوموړي د بيارغونې ټول کارونه د ولس او د دولت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې مهم وبلل له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو يې وغوښتل چې خوست ولايت ته ځانګړې توجه وکړي.

د فوايد عامې رياست رئيس انجنير مامورشاه د جوړ شوي سرک د کيفيت په تړاو خبرې وکړې ، نوموړي وويل چې ياد سرک په ښه کيفيت او هغه معيارونو سره جوړ شوى چې د قانون پر اساس ورته ټاکل شوي و، دفوايد عامې رياست رئيس وويل چې په خوست کې د بيارغونې له ټولو کارونو جدي څارنه کيږي او چاته دا اجازه نه ورکول کيږي چې په خراب څرنګوالي سره پروژې پلي کړي.

د مراسمو په وروستيو کې جوړ شوى سرک دخوست سرپرست والي او ګڼ شمير نورو ملکي او امنيتي مسوولينو لخوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 

 

 

 

 

 

واکمن