د خوست په اداره کې د منظمو اصلاحاتو طرحه او وړانديز يې مرکز ته استولى - د خوست ولایت مقام

د خوست په اداره کې د منظمو اصلاحاتو طرحه او وړانديز يې مرکز ته استولى

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٦-١١-١٣٩٣

د خوست په اداره کې د ژورو اصلاحاتو وړانديزونه  مرکز ته استول شوي او هغه مامورين به هم مجازات شي چې د ادارو محرم اسناد د غاصبينو ،مجرمينو او نورو قانون ماتونکو اشخاصو په اختيار کې ورکوي، دغه څرګندونې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د محلي حکومت په اداري غونډه کې وکړې، په غونډه کې د ټولو ادارو رئيسانو،امرينو،مديرانو او دولايتي شورا رئيس هم حضور درلود.

خوست والي غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د ټولو سکتوري ادارو د ستونزو او خدماتو د برسۍ لړۍ پيل کړې چې د برسۍ پايلې به د نوي کابينې له غړو سره دسلسله مراتبو په رعايت سره شريکې شي، نوموړي وويل چې د عالي مقام د هدايت سره سم يې دخوست په اداره کې د اصلاحاتو وړانديزونه هم څه مهال مخکې مرکز ته استولي دي او هم يې په خپل وخت دخوست دولسونو ټولې غوښتنې سکتوري وزارتونو ته وړاندې کړې دي.

عبدالجبارنعيمي زياته کړه چې ولايتونو او ولسواليو ته توجه د نوي کابينې په لومړيتوبونو کې ځاى لري نو همدې لومړيتوب ته په کتو سره دخوست ولايت ټولې ملکي او امنيتي ادارې مکلفې دي دچاررو دسمون او خلکو ته دښه خدمت په موخه خپلې اساسي غوښتنې،طرحې او پلانونه ولايت  مقام ته وړاندې کړي تر څو تر تحليل او تصويب وروسته مرکز ته وليږل شي.

سرپرست والي د ادارې د اسنادو دمحرميت ساتل يو اداري اصل ياد کړ او په دې تړاو يې وويل چې د ځينو دولتي ادارو مسوولين خپل اداري اسناد د غاصبينو او قانون ماتونکو ډلو په اختيار کې ورکوي چې دغه کار د ټولو اداري اصولوخلاف او جرم بلل کيږي،نوموړي وويل  که دهرې ادارې اسناد د قانون ماتونکو اشخاصو او يا غاصبينو لاس ته ورشي او هغوى ترې ناوړه استفاده وکړي،عاملين به يې ګرفتار او مجازات  شي.

نعيمي دمحلي حکومت ټولو ملکي او امنيتي ادارو ته دنده وسپارله چې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د هغه دسيسو او شيطاني پلانونو دپلي کيدو مخه ونيسي چې دقومونو ترمنځ دنفاق،بدمرغۍ او وروروژنې لپاره جوړ شوي دي. په همدې تړاو حج او قافو رياست،اطلاعاتو او فرهنګ رياست،سرحدونو او قبايلو چارو رياست ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې دفکرونو درغونې او عامه پوهاوي لپاره خپل پروګرامونه زيات او قومونه دشخړو او ناروا کړنو په زيانونو وپوهوي.

همداشان ټولوسکتوري ادارو ته لارښوونه وشوه چې مرکز ته وړانديز شوې پروژې تعقيب  خپلې ټولې بودجوي او پروژوې ستونزې د مرکز سره دپرلپسې رسمي اړيکو په اساس هوارې کړي.

بيا داجنډا مطابق دښاروالۍرياست د ١٣٩٤لمريز کال دتشکيل او بودجې په مورد بحث وشو،په بودجه کې تر اصلاحاتو وروسته دمحلي حکومت ادارې غونډې دښاروالۍ رياست د ٩٤لمريز کال (١٤٠٦١٤٤٠٦) يو سل څلوښت ميليونه،شپږ لکه څورلس زره،څلور سوه شپږ افغانۍ  انکشافي بودجه د رايو په اکثريت سره تصويب کړه،ښاروالۍ رياست ته دنده وسپارل شوه چې خپلې ټولې کړنې معيارې او دقانون پربنسټ سرته ورسوي ،خلکو ته ښاري خدمتونه ګړندي او ټولې پراختيايي چارې دښاري پلان په چوکاټ کې ترسره کړي،د غونډې رهبري خوست ښاروال  ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې د محلي حکومت په چوکاټ کې سرته ورسوي او نور هيڅ يو شخص ته د دې اجازه ورنه کړي چې د ټولو نافذه قوانينو او دنظام د تګ لارو خلاف دښاروالۍ په چارو کې مداخله وکړي.

دکرنې او مالدارۍ رياست نماينده د ترسره شويو قراردادونو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يو شمير هغه اشخاص يې هم په ګوته کړل چې د ورسره شويو قراردادونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او دهغه ملکيتونو يادونه يې هم وکړه چې دټولو اصولو خلاف په اجاره ورکړل شوېدي، پر موضوع دغونډې رهبري بحث وکړ، مسوولو ادارو ته لارښوونه وشوه چې سرغړونکې جريمه او قانوني مجازات کړي.

د اراضي دامريت دنماينده لخوا په مرکز او ولسواليو کې دځمکو د قراردادنو په تړاو معلومات وړاندې شول، دنوموړي معلومات دغونډې لخوا رد شول،پريکړه وشوه چې موضوع دې په رسمي توګه مرکز ته واستول شي ترڅو لومړۍ په ياده اداره کې ژور بدلون رامنځته او په ښه توګه يې اکمال کړي او هم دې په دې برخه کې جدي تحقيقات ترسره شي.

ورپسې داجنډا مطابق د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ د ښاروالۍ د تشکيل او منظورۍ په تړاو د تيرې غونډې په تعقيب بيا بحث وشو،تربحث وروسته د يادې ولسوالۍ لپاره دښاروالۍ پرايجاد د رايو په اکثريت سره موافقه وشوه، اړونده ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د ښارواليو دايجاد دتګلارې سره سم کار وکړي .

دغونډې په بله برخه کې دمهاجرينو رياست دسرپرست رئيس او دمعارف رياست رئيس لخوا دمهاجرينو دښارګوټي او دښوونکو دښارګوټو دکارونو د پشرفت په تړاو ګزارشونه وړاندې شول، دغونډې رهبري ترسره شوي اجرات نيمګړي يادکړل ،اړونده رئيسانو ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې شته ټولې ستونزې ژر ترژره هوارې او ولايت مقام ته د وروستيو اجراتو ګزارش وړاندې کړي.

دښاروالۍ رياست اړوند په شرقي برخه کې د موټرو د پارکنګ د قرارداد په مورد هم بحث وشوه ، تربحث وروسته ياده ساحه شنه ساحه وبلل شوه او درايو په اکثريت سره قرارداد لغوه اعلان شو،ښاروالۍ رياست ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې دقانوني طرزالعمل له مخې کار وکړي.

همدې ادارې غونډې ته د ښځو چارو رياست د وارسي کوونکې لخوا هم د ياد رياست د اداري او مالي ستونزو په تړاو معلومات وړاندې شول،پريکړه وشوه چې د ښځو چارو رياست ټولې ستونزې دې ژر ترژره د قانون په رڼا کې هوارې شي او ټولې  اړونده ادارې دې د ښځو چارو رياست سره په هره برخه کې اساسي همکاري وکړي، ښځو چارو رياست وارسي کوونکې موظفه شوه چې د ياد رياست په چوکاټ کې د نړيوالې ټولنې دهمکارۍ دجلب لپاره د پوهنې ،صحت او کار په برخه کې پر مهمو وړانديزونو کار وکړي ترڅو يې ګټه دټول خوست ښځو ته ورسيږي.

وروسته د يوشمير رئيسانو لخوا په اړونده کاري ساحاتو کې د ترسره شويو کړنو په تړاو غونډې ته ګزارشونه وړاندې شول، د ځينو کړنې وستايل شوې او ځينو ته يې په کړنو کې د بيا تجديد او تلاش هدايت ورکړل شو.

واکمن