خوست کې دجمعې د لمانځه د اداء کولو پرمهال د سولې او يووالي پرضد ټولې کړنې وغندل شوې - د خوست ولایت مقام

خوست کې دجمعې د لمانځه د اداء کولو پرمهال د سولې او يووالي پرضد ټولې کړنې وغندل شوې

افغانستان-خوست

ولايت مقام-د عامه اړيکو دفتر

نېټه:١٧-١١-١٣٩٣

د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دجمعې د لمانځه په وعظونو او خطبو کې د ولس، سولې،امن،قومي يووالي ،اسلامي ورورولۍ  او نظام پر ضد ټولې کړنې او دسيسې په ټنګه وغندل شوې او پر خلکو غږ وشو چې د تروريستي کړنو په مخنيوي کې سره  يو او دټولو هغه ناروا کړنو مخه ونيسي چې د ولسونو عزت ،يووالي او سرنوشت ته زيان رسوي.

په خوست کې د محلي حکومت مشر  عبدالجبارنعيمي چې د ګڼ شمير ملکي او امنيتي ادارو مسوولينو يې ملتيا کوله دا ځل دخوست ولايت د ازادۍ مينې جامع جومات ته ولاړو او د جمعې مبارکې ورځ لمونځ يې په ياد جومات کې اداء کړ.

  د شمالي وزيرستان يو تن جيد عالم مولوى عبدالخالق په ياد جومات کې د اسلامي ورورولۍ پر ګټو او د اسلام دمقدس دين پر ارزښتونو باندې خبرې وکړې نوموړي د جمعې د مبارکې ورځې پر فيضلت او برکت هم رڼا واچوله او ټولې هغه کړنې يې په ټينګه وغندلې چې اسلام او د اسلامي امت يووالي او نوم ته يې زيان رسولى دى،مولوى عبدالخالق داهم وويل هغه کسان چې انسانان قتل کوي په څرګنده د اسلام دمقدس دين له احکامو او ارشاداتو سره دښمني کوي.

مولوى عبدالخالق د افغانستان له خلکو ،دولت او خوست ولايتي ادارې مننه وکړه چې د شمالي وزيرستان له خلکو سره يې د اسلامي ورورولۍ له مخې خپله همدردي او بشر دوستي په ډاګه کړه په اسلامي مينې سره يې د شمالي وزيرستان خلکو ته خپله غيږه پرانيستله او ددوى هرکلى او مېلمه پالنه يې وکړه ، نوموړي هغه کسان د اسلام او انسانيت دښمنان وبلل چې په سيمه او افغانستان کې د سولې،امن اوثبات پر وړاندې فعاليت کوي او بې ګنا ولسونه د غم په ټغر کينوي.مولوى عبدالخالق په ولسونو غږ وکړ چې سره يو موټى شي او د هغه ناپوه کسانو مخه ونيسي چې د نورو په اشاره دمسلمانانو ژوند او نيکمرغۍ ته زيان رسوي.

خوست سرپرست والي د ازادۍ مينې په لوى جامع جومات کې په زرګونو لمونځ کوونکو ته په خپله وينا کې د شمالي وزيرستان له علماوو مننه وکړه چې داسلامي مسووليت له مخې يې په سيمه کې د سولې،امن او ثبات پرضد کړنې وغندلې، نوموړى وويل افغانان د اسلام پر دين مين ولس دى هميشه يې په دې لاره کې سترې قربانۍ ورکړې او هم يې د نړۍ د ټول اسلامي امت سره په غم او ښادۍ کې ځانونه شريک بللې دي.

خوست والي وويل هر هغه څوک چې په هر نوم او عنوان سره په افغانستان کې دسولې،امن،ثبات او يووالي پرضد کار کوي په څرګنده دخداى ج او داسلام دمقدس دين او ارزښتونو سره دښمني او مخالفت کوي، نوموړى زياته کړه څوک چې بې ګناه انسانان وژني،دخلکو ترمنځ نفاق پيدا کوي،دغرونو او دښتو پر سر قومونو شخړو او لانجو ته هڅوي،په ماينونو او انتحاري بريدونو سره ولسونه تهديد او قتل کوي په هيڅ صورت مسلمانان نه دي بلکې په څرګنده توګه پردي،ناپوه او اسلام ضد خلک دي.

سرپرست والي لمونځ کوونکو ته په خپله وينا کې دا هم وويل چې افغان مسلمان ولس هيڅ وخت دنورو ملتونو بې عزته او سپکاوى نه دى کړى او نه يې هم د کوم قوم او ملت لپاره شيطاني دسيسې جوړې کړې دي او نه يې ورته ماينونه او وسلې ورکړې دي، دنوموړي په خبره د ماينونو او وسلو کارخانې پردۍ او دباندې دي او هرڅوک چې په پرديو اشارو،ماينونو او وسلو سره افغانان وژني

 هغه د دې خاورې او ميړنې ولس دښمنان بلل کيږي، خوست والي له ولسونو وغوښتل چې ددغه ډول دښمنان په ولسي قوت او له امنيتي ارګانونو سره دټينګې همکارۍ په اساس نابود او ورک کړي ترڅو ټولې سيمې له تروريستي کړنو او تهديدونو وژغورل شي.

عبدالجبارنعيمي د دې يادونه هم وکړه چې د دې خاورې او ولس دښمن نه يواځې په ماينونو،انتحاري بريدونو او تروريستي کړنو سره دافغان مسلمان ولس او اسلامي ارزښتونو پرضد فعاليت کوي بلکې همدغه اسلام او بشريت  ضد عناصر په دې هڅه کې دي چې قومونه د ځمکو،غرونو ،لارو او دښتو پرسر قومي لانجو او شخړو ته وهڅوي او په دې شيطاني دسيسې سره د بې ګناه ولسونو وينې وبهوي.

نعيمي وويل هر مسلمان چې دبل مسلمان ورور وينې تويوي او قتل کوي په واقعيت کې ټول بشريت وژني. نوموړي دخوست ولايت پر ديني علماو،مشرانو او ځوانانو باندې غږ وکړ چې په کلکه د دغه ډول شطاني دسيسو مخه ونيسي او هغه لاسونه لنډ کړي چې د دولت ،خوست او ولسونو د بدنامۍ  او بدمرغۍ لپاره د قومونو په منځ  کې نفاق او وحشت اچونې ته اوږده شوي دي.

سرپرست والي د زرګونو لمونځ کوونکو پرمنځ کې يو ځل بيا له هغه کسانو چې د دولت دتګ لارو پرضد جګړه کوي غږ وکړ چې وسلې له اوږو ښکته کړي د دې هېواد د ابادۍ ،ترقۍ او سوکالۍ په بهيرونو کې برخه واخلي ،همداشان يې له ولسونو وغوښتل چې دخپلو امنيتي ځواکونو سره دامنيت په تامين کې د اسلامي مسووليت له مخې بشپړه همکاري وکړي.

خوست والي دا هم وويل  هغه مامورين چې د ولس خدمت نه کوي هغه په څرګنده له نظام،خاورې او ولس سره خيانت او دښمن کوي او هغه چې په ايماندارۍ،صداقت او ژمنتيا سره قرباني ورکوي دقلم،سر او وينو په قيمت داخاوره او ولس ساتې،د دې خاورې او ولس اصلي بچيان بلل کيږي هميشه به سرلوړي او له عزت ډک ژوند ولري.

وروسته دجمعې مبارک ورځې لمونځ اد اء او د لمانځه تر اداء کولو وروسته د ټول اسلامي امت د وحدت ،نيکمرغۍ او سرلوړۍ لپاره دعا وشوه ،همداشان دهغه شهيدانو پاک روح ته هم دعا وشوه چې ولس او خاورې ته دخدمت په لاره کې يې خپل سرونه قربان کړي او هغه زخميانو ته هم دعاجلې روغتيا غوښتنه وشوه چې د خاورې او ولس دساتنې او دفاع په لاره کې زخمي شوي دي.

واکمن