د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام - د خوست ولایت مقام

د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٠-١١-١٣٩٣

د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

په خواشينى سره خبر شوم چې د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ يو تن قومي مخور مشر حاجي پير مرجان بهرام خيل د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٠ کالونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

انالله وانااليه راجعون

حاجي پير مرجان  دخوست ولايت د اسماعيلو او مندوزيو ولسوالۍ يو قومي مخور  مشر او جهادي شخصيت و چې د خپل عمر په اوږدو کې يې د مقدس جهاد ترڅنګ په ټولنيزو برخو کې ولس ته خدمت کړى دى، د قومونو د يووالي او حکومت ته د خلکو دستونزو د رسولو په برخه کې يې نه ستړې کيدونکې هڅې کړې دي.

د خوست ولايتي ادارې په استازيتوب د حاجي پيرمرجان بهرام خيل مړينه يوه لويه ضايعه ګڼم ، خپل د ژورې خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ،دوستانو او دټول خوست ولايت ولسونو ته وړاندې کوم ، دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم.

عبدالجبارنعيمي

دخوست ولايت سرپرست والي