د علماوو مشوره د ولسي نيکمرغۍ لپاره غوره تګ لاره ده - د خوست ولایت مقام

د علماوو مشوره د ولسي نيکمرغۍ لپاره غوره تګ لاره ده

ديني علماء د ټولنې رڼا او هغه روښانه څراغونه دي چې ولسونه يې د لارښوونو او مشورو په رڼا کې ژوند کوي، هره خبره او پيغام يې په ټولنه کې دا صلاح او مثبت بدلون لپاره اساسي لاره پرانيزي، هغه ولسونه چې د ځان جوړونې،ټولنې او هېواد جوړونې په برخو کې دعلماوو او مشرانو خبرو ته غوږ نيسي هميشه بريالي او سرلوړي وي،د علماوو ترڅنګ ولسي مشران هم مسووليت لري چې د ولسي نيکمرغۍ  لپاره خپل غږ اوچت وساتي. په افغانستان کې موجوده اسلامي نظام د ټول هېواد په کچه د علماوو له مشورو او لارښوونو څخه  په بشپړه  توګه ګټه پورته کوي او ددې خاورې په هرګوټ کې دعلماوو ځانګړى درناوى کيږي، دخوست ولايتي ادارې رهبري د خپل نظام د لارښوونو سره سم په دغه ولايت کې له ديني علماوو سره ټينګې اړيکې لري، دحکومت په ټولو چارو او ولس ته دخدمت په ډګر کې له ټولو ديني علماوو سره ګټورې مشورې کوي.دخوست ولايت اوسنۍ رهبري  دخوست ولايت له ديني علماوو کرامو سره تل په خپلو ناستوکې له دوى سره  دچارو د سمون،مثبت بدلون،دخلکودستونزو دهواري ،دناوړه دودونو دمخنيوي ،داخلاقي فساد په وړاندې دمبارزې ،داسلامي  ورورولۍ دبنسټونودپياوړتيا،دټولنيزو ننګونوسره دمقابلې ،دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت ،ساتنې ،پوهنيز پرمختګ ،دقومي شخړو د هواري اويوشميرنورو مهموموضوعاتوپه تړاو هراړخيزه خبرې کوي او مشورې ترې اخلې  .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې ديني علماء کرام ددې ټولنې ځلانده څراغونه دي،کولى شي په خپلو اسلامي ويناوو،لارښوونو،مشورو،دعوت اوهلوځلو سره دې هېوادته دسولې ،امن او نيکمرغۍ ګډه شوى کاروان بيرته راستون کړي.)) دخوست د ادارې او ديني علماوو ترمنځ  ټينګو اړيکو ډيرې مثبې پايلې ترلاسه کړې دي ځکه اوس مهال په خوست ولايت کې ټولو ديني علماوو دعامه فکرونو دروښانولو لپاره خپل غږ اوچت ساتلى دى،دمنبراومحراب له لارې دهرې جمعې مبارکې په ورځ په خپلوخطبوکې دقتل ،نفاق ،انسان ځورونې ،بشردوستۍ،ناوړه دودنو،غصب ،فساد ،ټولنيز ژوند،ادابو،اخلاقي ارزښتونو،ټولنيزو مسووليتونو،حق اوناحق څيزونو اوهمداشان دسولې ،امن اوټولنيزهوساينې په اړه په ټولو جامع مجسدونوکې که هغه په کليو کې دي ياپه ښارکې په زرګونو لمونځ کوونکوته داسلامي شريعت په رڼا کې څرګندپيغامونه استوي.چې په دې سره په عامه فکرونوکې ديوې ځلانده راتلونکې لپاره ډيرلوى اومثبت بدلون رامنځته شوى دى همدا رازد مهال ويش سره سم د خداى پاک  ج دسپېڅلي کتاب قرانکريم دحسن قرائت اوختم لپاره هم جلسې دايريږي. دخوست ولايت رهبري  ډيروخت داختر او يا جمعې لمونځونه په مرکزي او يا نورو لويو جامع جوماتونو کې اداء کوي  او له لمانځه وروسته  عام ولس ته دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دتګ لارو ،کړنلارو اوموخوپه اړه درڼا اچولو ترڅنګ دسولې ،امن ،اسلامي ورورولۍ ،بشردوستۍ اونوروبشري نيکمرغيوپه اړه اغيزمن پيغام ورکوي .له خلکوغوښتنه کوي چې په اسلامي مسووليت سره دټولنيز فساد،تاريخي ناخوالو،انسان وژونو،ناوړه دودنو،غصب اداري فساد،بې ځايه دعواګانو اونورو ژورو ننګونو په اړه مبارزه ژوندۍ وساتي ،ترڅوخلک له ستونزې خلاص شي اوپه دې اسلامي ټولنه کې په نيکمرغۍ اوخوښۍ کې خپل ژوند وکړي

خوست اوس مهال دافغانستان په کچه هغه ولايت دى چې ټول ديني علماء يې له دولت سره ټينګې اړيکې لري د خپلې سيمه ييزې ادارې تر څنګ د سولې،امن او جوړونې په ټولو بهيرونو او پروسو کې ګډون کوي،ځکه چې دخوست رهبري د حکومت په ټولو چارو او ولس ته دخدمت په ډګر کې د ديني علماوو پر رول او مسووليت ټينګار کوي.

بل لوري ته په دې وروستيو کالونو کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ګڼ شمير جوماتونه او مقدس اماکين جوړ شول چې په دې کار سره د علماوو او عام ولس باور نور هم پر دولت زيات شو او خپله همکاري يې له دولت او امنيتي ارګانونو سره پراخه کړه.دخوست ولايت اداره او ديني علماء پر ټولو هغه کسانو چې په هېواد کې دسولې،امن او ثبات پر ضد جګړه کوي غږ کوي چې له جګړې تير او توبه وباسي ، راشي د افغانستان په جوړونه کې برخه واخلي د قلم او پوهې په قوت سره دې خاورې او ولس ته خدمت وکړي.خوست ولايتي اداره پر همدې تګ لارې خپل مزل ته دوام ورکوي او په دې هڅه کې ده چې په خوست ولايت کې نور هم امنيتي حالت ډاډمن،ښه حکومتوالي پياوړې،دخلکو او دولت ترمنځ اړيکې ټينګې،قانون حاکم او دهرډول ناروا کړنو ،بدمرغيو او بې عدالتيو مخه ونيول شي.

 واکمن