خوست والي د ارواښاد حاجي پيرمرجان بهرام خيل کورنۍ ته دفاتحې په نيت ورغى - د خوست ولایت مقام

خوست والي د ارواښاد حاجي پيرمرجان بهرام خيل کورنۍ ته دفاتحې په نيت ورغى

افغانستان-خوست

ولايت مقا-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢١-١١-١٣٩٣

 

خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي چې ګڼ شمير مسوولينو او مشرانو يې ملتيا کوله د اسماغيل او مندوزيو ولسوالۍ کې د ارواښاد حاجي پيرمرجان بهرام خيل کورنۍ ته د فاتحې په نيت ورغى.

ارواښاد حاجي پيرمرجان بهرام خيل د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالې يو تن جهادي مخور مشر و چې د خپل عمر په اوږدو کې يې خلکو ته زيات ټولنيزخدمتونه سرته رسولي او هميشه يې د قومي يووالي لپاره کار کړى دى نوموړى دوې ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغې له امله وفات شو.

خوست سرپرست والي حاجي پيرمرجان بهرام خيل  يو مخور مشر او قومي شخصيت ياد کړ کوم چې تل به يې دخلکو دستونزو په هواري کې نه ستړې کيدونکې هڅې کولې او د يو مشر په توګه به يې د ولسونو ستونزې حکومت ته رسولې، نوموړي د ارواښاد حاجي پيرمرجان بهرام خيل هغه خدمتونه نه هيريدونکي وبلل کوم چې دقومي يووالي،ټولنيزو ستونزو دهواري او له دولت سره دهمکارۍ په برخه کې سرته رسولي دي.

خوست والي د خوست ولايتي ادارې په استازيتوب خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کړل، دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه يې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه وکړه.

د ارواښاد د کورنۍ غړو له خوست والي او ورغلو مشرانو مننه وکړه  چې ددوى په غم کې يې ځان شريک کړ ، دوى ټولو دخوست ولايتي رهبري ته د لازيات برياليتوب دعا وکړه د فاتحې دغه مراسم د ټول اسلامي امت د نيکمرغۍ لپاره په دعا سره پاى ته ورسيدل.

واکمن