د شمالي وزيرستان کډوالو له نړيوالو مرستندويه ټولنو د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه - د خوست ولایت مقام

د شمالي وزيرستان کډوالو له نړيوالو مرستندويه ټولنو د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:٢٠-١١-١٣٩٣

 

  خوست ولايت ته دشمالي وزيرستان څخه راغليو کډوالو يو شمير مشرانو  نن ورځ له خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره  دنوموړي دکار په دفتر کې ليدنه وکړه او په دغه ليدنه کې يې د دولت او نړيوالو موسساتو څخه د مرستو دزياتوالي غوښتنه وکړه.

د ليدنې په پيل کې د کډوالو مشرانو خپلې اړتياوې او غوښتنې له ولايت مقام سره شريکړې دوى د افغانستان دخلکو او دولت له همکارۍ او همدردۍ څخه دزړه له کومې مننه وکړه ،د کډوالو مشرانو وويل چې خوست ولايت ته تر ٣٥٠٠٠څخه زياتې د شمالي    وزيرستان کورنۍ راغلې دي چې دا مهال ددغه ولايت په مرکز او يوشمير ولسواليو کې شپې او ورځې تيروي.

خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د شمالي وزيرستان خلک دافغانستان دخلکو وروڼه ياد کړل کوم چې ګډ هويت،ديني او فرهنګي مشترکات لري په لويه کچه د يوه تاريخ او ارزښتونو لرونکي دي، نوموړي وويل د افغانستان او شمالي وزيرستان دخلکو غم او ښادي سره شريک دي دافغانستان دولت او خلک پر همدې اساس تلاش کوي چې د اسلامي وجيبې او ورورولۍ له مخې د شمالي وزيرستان بې ځايه شويو کورنيو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي.

سرپرست والي عبدالجبارنعيمي داهم وويل چې کډوالو ته د لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله مرستو ټول وړانديزونه يې د مرکزي حکومت له لوري نړيوالو مرسته کوونک موسساتو ته استولي دي چې يوشمير موسساتو خپلې مرستې زياتې کړې هم دي، نوموړي د کډوالو دا غوښتنه هم تائيد کړه چې نړيوال موسسات دې خپلې همکارۍ او مرستې نورې هم زياتې کړي.

په دغه ليدنه کې خوست سرپرست والي له کډوالو وغوښتل چې د سولې،امن او ثبات ټينګښت ته زياته توجه وکړي او په سيمه کې د سولې او امن پيغام رسونکي شي.

واکمن