خوست سرپرست والي د خدماتي لړۍ د چټکتيا لپاره د داخلي او نړيوالو موسساتو سره ځانګړي ناسته وکړه - د خوست ولایت مقام

خوست سرپرست والي د خدماتي لړۍ د چټکتيا لپاره د داخلي او نړيوالو موسساتو سره ځانګړي ناسته وکړه

د سلواغې مياشتې په ٢٢ مه دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په خوست ولايت کې د مېشتو کورنيو او نړيوالو موسساتو له استازو سره د خدماتي لړۍ د چټکتيا لپاره درې ساعته ناسته ترسره کړه ، چې په ترڅ کې يې د ١٣٩٣ لمريز کال په ترڅ کې د ترسره شويو فعاليتونو د کاري ګزارشونو د وړ اندې کولو ترڅنګ دخوست  دخلکو اساسي غوښتنې او ضرورتونه په تفصيلي توګه مطرح شول.

په سر کې د اقتصاد ريس انجنيرحميدشاه په خوست ولايت کې د ولايتي ادارې او  د ټولو داخلي او بهرنيو همکارو موسساتو ترمنځ په همغږۍ معلومات وړاندې کړل.ده وويل د هرې همکارې موسسې په چوکاټ کې ترسره شوې پروژې او په پروګرامونه په مشترکه توګه نظارت کيږي او هڅه کيږي، چې ټولې پروژې د ولسونو د ضرورتونو په پام کې نيولو سره د لومړيتوب په اساس تطبيق شي.

ورپسې د قومونو د اړيکو دفتر مسوول محمدعلي ځدراڼ،د کوارموسسې استازي محمدقاسم،د اېچ اېن اى مسوول ډاکټربيت الله ،د (AADA مسوول ډاکټرعبدالولي،د APA ساحوي مسوول بختيارصميم،د اى ار سي د بشري پروګرام مسوول ګلاب شاه ځدرآڼ،د CDR مسوول انجنيرنبي، د نوي تلاش استازي حکيم ګل، د DRD  مسوول انجنيريارمحمد امين  او يو شمېرنورو استازو د ١٣٩٣ کال په ترڅ کې په ترسره شويو فعاليتونو ،پروژو او پروګرامونو مفصل ګزارشونه وړاندې کړل او د راتلونکي ١٣٩٤ لمريز کال لپاره يې په جوړو شويو پلانونو بشپړ معلومات په ډاګه کړل.

د قومونو د اړيکو دفتر مسوول محمدعلي ځدراڼ په خپل کاري راپور کې وويل چې په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې يې د تڼيو، ګربزو او ځاځي ميدان په ولسواليو کې د زرعت،ساختمان او ټرېنېنګ په برخه کې بېلابېلې پروژې تطبيق کړي، چې سيمه والو ته خورا ګټورې تمامې شوي دي.

ده د بېلګې په توګه وويل چې په تېرکال کې يې د تڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکو اوبو لپاره شل څاه ګان ويستلي او همداراز يې د ځاځي ميدان په ولسوالۍ کې د مېوه جاتو درې باغونه ايښي، چې داړيکو دفتر ترې په دوامداره توګه نظارت کوي.

ده د راتلونکي ١٣٩٤ کال لپاره د خپل پلان يوه برخه هم تشريح کړه او ويې ويل د ځاځي ميدان،ګربزو او تڼيو  په ولسواليو کې به د استنادي دېوالونو ، ويالو او شنو خونو د جوړولو ترڅنګ (١٥٠) يو سلو پنځوسو کونډو او بې وزله مېرمنو ته د شودو غواوې.، (١٠٠) سلو کورنيو ته چرګان او (٢٣) درويشت کورنيو ته به نسلي پسونه ورکوي.

ورپسې د کوار موسسې استازي محمدقاسم دخپلې برنامې په هکله معلومات وړاندې کړل.ده وويل  دکوار موسسه د پوهنې رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي، چې دنده يې د ښوونکو د ظرفيت لوړول دي.

محمدقاسم زياتوله چې په هره ولسوالۍ کې (١٠) لس تنه مسلکي سټاف لري، چې د هغې پرمټ په ياده ولسوالۍ کې ښوونکو ته د نويو درسي مېتودونو په تړاو زده کړې ورکول کيږي، دده په خبره تردې دمه يې دپه دوو پړاونو کې (٤٢٢٠)تنو ښوونکو ته د پلان مطابق زده کړه ورکول شوي ده.

له ده وروسته د (health net)  استازي دخپل روغتيايي پروګرام په تړاو معلومات وړاندې کړل، ده وويل چې د تېرو لسو مياشتو په ترڅ کې (( اوه لکه درې اويا زره )) ناروغان تداوي شوي،(لس زره اوه سوه ) ولادتونه پيدا شوي او لسګونه زره ميندې او ماشومان واکسين شوي دي.

د (HNI) مسوول ډاکټربيت الله په خپل کاري راپور کې د لاسته راوړنو ترڅنګ د ځينو ستونزو په تړاو هم يادونه وکړه، خو ژمنه يې وکړه چې يادې ستونزې به د عامې روغتيا رياست سره په ګډه په نږدې راتلونکي کې هوارې کړي.

ورپسې د (DRD) مسوول انجنيريارمحمدامين دخپلو کاري کړنو او راتلونکي پلان خبرې وکړې .ده وويل چې په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې يې په خوست کې د کرکټ د ملي لوبغالي چارې پيل کړي، ساختماني کارونه يې پنځه ويشت سلنه مخ ته تللي.دده په وينا ياد لوبغالى به په راتلونکو اوو مياشتو کې په ښه کيفيت سره بشپړ شي.

نوموړي د زېري په توګه وويل ، چې دخوست په مرکز کې د زرعت د مسلکي لېسې لپاره د يوې سترې ودانۍ د جوړولو په هکله د ولايت مقام وړانديز منل شوى او په نږدې راتلونکي کې به ياده پروژه داوطلبۍ ته وړاندې او عملي کار به يې پيل شي.

د (IRC د بشري پروګرام مسوول ګلاب شاه ځدراڼ ) وويل چې د تېرو شپږو مياشتو راپدېخوا د اسماعيل خېلو او مندوزيو،نادرشاه کوټ او تڼيو په ولسواليو کې يې د شمالي وزيرستان څخه در اغلو کډوالو سره دوامداره مرستې جارې ساتلي .همداشان د ١٣٩٤ کال لپاره يې د طبيعي احتمالي پېښو پخاطر د (١٠٠٠) زرو کورنيو لپاره د خېمواو نورو اړينو موادو تيارى هم نيولى دى.

د ګلاب شاه په خبره چې د اى ارسي په چوکاټ کې د ملي پيوستون د پروګرام پواسطه يې د په ټنيو او اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو کې کډوالو لپاره د پاکو اوبو په خاطر شپږ  څاه ګان ويستلي او همداراز يې د مندوزيو د حسن محمدپه سترکلي کې د دېرش زره امريکايي ډالرو په لګښت پخوانۍ جوړه شوې ذخېره بيا ترميم کړي، چې دا وخت په ياده سيمه کې هرکورته د نل پواسطه پاکې اوبه رسېدلي دي.

انجينرمحمدنبي د ملي پيوستون د پروګرام په اړه لنډ راپور وړاندې کړ.ده وويل چې ياد پروګرام په اوو  ولسواليو کې فعاليت کوي، د دوو کالونو په ترڅ کې يې (٨٢٤) پروژې پيل کړي ، چې له دې جملې څخه (٣٧٠)پروژې بشپړې او په نورو يې چټک کار روان دى.

ورپسې د پاملرنې موسسې مسوول محمدرحيم دخپلو فعاليتونو په تړاو بشپړ ګزارش وړاندې کړ.

ده وويل چې د پاملرنې موسسه د ټولنې د باسواده کولو پخاطر د پوهنې رياست په چوکاټ کې کار کوي، چې دا وخت  د پاملرنې او چټکو زده کړو په برخه کې (٦٨١٩) تنو  انجونو  او هلکانو ته د (٤٩٧) ښوونکو پرمټ  زده  کړه ورکول کيږي.

نوموړي وويل  چې د نوي پلان په اساس  به په ١٣٩٤ کال کې د پاملرنې موسسې لخوا  ٣٢ نوي ټولګې هم جوړ شي.

د نوي تلاش استازي حکيم ګل وويل چې د دوى پروګرام په باک،علېشېرو او صبريو ولسواليو کې فعاليت پيل کړ ى دى.

نوموړي دخپلو پروګرامونو له مواثريت او د خلکو له پراخې همکارۍ ښه رضايت درلود او ژمنه يې وکړه، چې د ١٣٩٤ کال پورې به ټول پروګرامونه په برياليتوب سره تطبيق کړي.

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ټولو داخلي او نړيوالو همکاره موسساتو د تلاشونو، همکاريو او هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دوى لخوا ترسره شوي پروګر امونه د ولس په ژوند مستقيم اغېز لري، په همدې بايد دولت او همکاره موسسات د اوس په شان دوامداره ټينګه همغږي او همکاري ولري .

نوموړي له داخلي او نړيوالو موسساتو غوښتنه وکړه، چې دخوست د خلکو د اقتصادي حالت د پياوړتيا لپاره دې هڅه وکړي، چې د محلي ادارې سره دکوچنيو فابريکو د جوړولو په برخه کې اساسي مرسته وکړي.

عبدالجبارنعيمي په مرکز او ولسواليو کې ټول مسوولين مکلف وبلل، چې د مرستندويه بنسټونو سره ټينګه او همکاري ولري او د همدې اصل پربنسټ هغه پروژې انتخاب کړي، چې ګټه يې ډېرو خلکو ته ورسيږي.

نوموړي زياتوله، چې په حکومتي ادارو او موسساتو کې دې هروګړى په پوره وطني مينه او زړه سوي کار وکړي، ترڅو د ولس ټولو اساسي غوښتنو او ضرورتونو ته په ښه توګه رسېده ګي وکړى شو.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢٢-١١-١٣٩٣