په خوست ولايت کې د نيالگيو کينول په پسرلني جشن سره پيل شول - د خوست ولایت مقام

په خوست ولايت کې د نيالگيو کينول په پسرلني جشن سره پيل شول

نن ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې دخوست ولايت په نوي جوړيدونکي ملي پارک نيول شوي و، د نيالگيو کينول په پسرلني جشن سره پيل شول، په مراسمو کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ د ګڼ شمير دولتي ادارو رئيسانو،مخورو مشرانو،دمدني ټولنو غړو او دخوست ولايت د مرکز او ولسواليو ځوانانو برخه اخيستې وه.د نيالگيو کينولو پسرلنۍ جشن په ملي پارک کې په ملي اتڼونو سره پيل شو ، مشرانو او ځوانانو د نيالگيو کينولو د پسرلني جشن په وياړ خوښۍ او خوشحالۍ څرګندې کړې، دجشن برخوالو پر ولسونو غږ وکړ چې په هېواد کې د پرمختګ،سولې،امن او ثبات لپاره کار وکړي.

بياخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي چې ګڼ شمير مشرانو او ځوانانو يې ملتيا کوله په جوړيدونکي ملي پارک کې په خپلو لاسونو د سيمې د زرغونتيا او سمسورتيا په خاطر نيالګى کينولو او په دې سره يې په مرکز او ولسواليو کې د نيالګيو کينولو لړۍ پيل کړه، نوموړي وويل د همدې پسرلني جشن په پيل سره به په ملي پارک کې لس زره په شميره بېلابيل ډول نيالګي کينول شي او دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې به د سيمې دخلکو ،ځوانانو ،مدني ټولنو او سيمه ييزو شوراګانو له خوا هم په زرګونو نيالګي کينول شي چې په لويدو او ودې سره به يې خوست ولايت لا زياته ښکلا پيدا کړي او د چاپيريال د ساتنې او روغتيا په برخه کې به هم ګټه ولري.

عبدالجبارنعيمي زياته کړه چې ولايتي ادارې به سږ کال نه يواځې د نيالګيو کينولو ته توجه وکړي بلکې د کينولو شويو نيالګيو د ساتنې او پالنې په برخه کې به هم کار وکړي،له ولسونو يې وغوښتل چې خپل زرغون چاپيريال خوندي او سمسور وساتي، په خپلو سيمو کې ميوه لرونکي،بې ميوې او نور زينتي نيالګي کينوي او هم د هغه کسانو مخه ونيسي چې د غرونو ځنګلونه پرې کوي او د هېواد ملي طبعي شتمنۍ ته زيان رسوي.

سرپرست والي په همدې جشن کې د افغانستان پر ټولو ولسونو دا غږ هم وکړ چې له دولت سره د امن،سولې او ثبات په ټينګښت کې خپله همکاري پراخه کړي او هغه کسان له جګړې را وګرځوي چې د نورو په اشاره خپل خاورې او ولس ته زيان رسوي،د خوست له ولسونو يې وغوښتل هغه ماشومان چې قانوني عمر يې پوره وي په نوي ښوونيز کال کې په ښوونځيو کې شامل کړي.

په دغه جشن کې د خوست ولايت دزراعت رياست رئيس او خوست ښاروال هم خبرې وکړې دوى وويل چې د ولايت مقام په هدايت سره يې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نيالګيو دکينولو ،ساتنې او پالنې لپاره ځانګړى پلان جوړ کړى، دوى هم له خلکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

افغانستان-خوست

ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر

نيټه:٢٢-١٢-١٣٩٣

 

واکمن`1