خوست په ١٣٩٣ لمريز کال کې - د خوست ولایت مقام

خوست په ١٣٩٣ لمريز کال کې

سره له دې چې ١٣٩٣  لمريز کال په عامه افکارو کې په يوه وېرونکي کال بدل شوى و  ولې له نيکمرغه  همدا کال    دخوست ولايتي ادارې دپرلپسې هڅو او  اغيزمنو کړنو پربنسټ  دخوست لپاره دپرمختګ،بيارغونې،ډاډمن امنيت   او  ولسي نيکمرغۍ په کال بدل شو .

خوست ولايت د موقعيت او اهميت له مخې د افغانستان د دولت  لپاره خورا زيات ارزښت لري، ځکه د هيواد په کچه دغه ولايت يوه اقتصادي دروازه هم بلل کيږي، ددغه ولايت امنيت،پرمختګ او يا نا امني په نيغه توګه په مرکز او دافغانستان په نورو ولايتونو باندې اغيز لري.

بله دا چې په هيواد کې محلي ادارې د ملي واکمنۍ په پياوړتيا کې  محوري رول لري،که چيرې محلي ادارې د پلان سره سم کار وکړې پايله به يې پرمختګ او ولس ته خدمت وي اوکه چيرې  خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي بيا په سيمه ييزه کچه ننګونې او ستونزې زياتې وي.

د خوست ولايتي ادارې رهبري هميشه د پلان مطابق کارکوي په خپل وخت ددغه ولايت د ولسونو اساسي غوښتنې وزارتونو او نړيوالو موسساتو ته رسوي او په پرلپسې توګه يې تعقيبوي،همداشان ددغه ولايت په ټولو چارو کې له ديني علماو،مشرانو،مدني فعالينو او نفوذ لرونکو شخصيتونو سره مشورې کيږي، د بېلابېلو لارو څخه مرکز ته استول شوې غوښتنې تعقيب کيږي ځکه مثبته پايله هم لري.

په ١٣٩٢لمريز کال کې د خوست د خلکو اساسي غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر او د نړيوالو موسساتو د مرستو دجلب لپاره له بېلابېلو لارو کار وشو د ١٣٩٣ او ١٣٩٤  لمريزکال ټولې  اساسي غوښتنې او اړتيا وړ پروژې په رسمي توګه له وزارتونو،مرکزي ادارو او نړيوالو موسساتو سره شريکې شوې،کله چې په پلازمينه کابل کې د ولايتي ادارې په وړانديز سره د خوست پرمختيايي کنفرانس جوړ شو نو د ولايت د رهبري لخوا  مرکزي حکومت ته ددغه ولايت ټولې غوښتنې او پروژې وړاندې شوې،همداشان په خوست کې د بيارغونې کنفرانس چې د بيارغونې پروژې په کې تر ارزونې لاندې ونيول شوې بل نوښت و چې وشو ، د همدغه هڅو پايله ده چې ١٣٩٣لمريز کال د خوست لپاره په ټولو سکتورونو کې  د سترو لاسته راوړنو او پرمختګ کال دى   د دې لپاره چې په دغه ولايت کې عمده لاسته راوړنو څخه هيوادال خبر شي په لاندې توګه ترې په لنډه توګه يادونه کوو بيا دې هيوادوال قضاوت وکړي:

١-د ښار څخه غلام خان بندرته د غځيدلي (٢٥) کيلومتره سرک د جوړيدو چارې پيل شوې اوس يې ٩٠ سلنه چارې بشپړ شوې دي.

٢-دخوست-ګرديز سرک د پاتې (٢٥) کيلومتره برخې دجوړيدو چارې پيل شوې چې دخوست ولايت په ساحه کې د ٨کيلومتره سرک  چارې تکميل شوې ،د پاتې ١٧کيلومتره سرک دجوړيدو چارې   ٥٠سلنه بشپړې شوې دي او په چټکۍ سره يې د جوړيدو چارې روانې دي.

٣-په ښارکې د کاروان سراى ديو مهم سرک دجوړيدو چارې پيل شوې چې په همدې کال کې ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو.

٤-دغلام خان بندر تاسيساتو(سرحدي ګمرک،سرحدي کميسيارۍ) جوړيدو چارې تکميل او څو ورځې مخکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

٥-دخلکو يوه عمري غوښتنه چې دپلونو جوړول و، پوره شوه،دفارم باغ پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو،متون ګلزارکه پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو،لکڼو پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو،سړبني پل جوړيدو چارې بشپړې شوې دي،د ايوب خيلو  او سيګۍ پلونو دجوړيدو چارې پيل او اوس ګړندۍ روانې دي.

٦-په اداري کمپلکس کې د ايسا،تجارت او صنايعو،عدليې رياست اداري ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، دملي پيوستون ،معارف پر ودانيو کار پيل شو د ولايت مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې له ښار څخه اداري کمپلکس ته انتقال شوې.

٧-شيخ زايدپوهنتون کې دشرعياتو پوهنځي لپاره د نوې ودانۍ دجوړيدو چارې پيل شوې  او ددغه پوهنتون دکتابتون لپاره جوړه شوې ودانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

٨-دخوست په مرکز او ولسواليو کې دټولو زده کوونکو شميره درې سوه زره تنو ته ورسيده ، ٣٥٧ تنه  انجونې سږ کال له ښوونځيو فارغې شوې ،په همدې کال کې يو کثيرالرشتوي انستيتوت جوړ شو په نادر شاه کوټ او ځاځي ميدان ولسواليو کې دوې کثيرالرشتوي لېسې جوړې شوې.

٩-دخوست دنړيوال هوايي ډګر لپاره بودجه پيدا شوه ، خو  قرارداد يې د مافيايي کړيو لاس ته ورغى، اوس پردې کار روان دى چې قرارداد دمافيا له منګولو خلاص شي  تر څو دغه پروژه په نړيوالو معيارونو او ښه کيفيت سره پلې شي.

١٠-په مرکز کې دنړيوال بانک په مالي تمويل سره  دګمرک لپاره جوړ شوي مجهز تاسيسات ګټې اخيستنې ته وسپارل شول همداشان دپوليسو داطفايي تاسيسات هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

١١-په خوست ښارکې ديو لوى ملي پارک دجوړيدو چارې پيل شوې چې اوس يې د جوړيدو چارې ٧٠سلنه بشپړې شوې دي.

١٢-د ازادۍ مينې دهغه پاتې بندو پروژو چارې پيل شوې چې په کالونو ورته دخوست خلک په تمه و،اوس په کې هر مستحق دخپل کور دجوړيدو چارې پيل کړې چې ددغه پروژو دکارونو په پيل سره هم پانګې اچونې ته زمينه مساعده شوه او هم زيات کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

١٣-دصنعتي پارکونو دڅلورديوالي دجوړيدو چارې پيل شوې اوس په دې کار روان دى چې په نړيوالو معيارونو سره د صنعتي پارکونو دجوړيدو لپاره چاپيريال او زمينه برابره شي.

١٤- دهېواد په کچه په خوست کې دکريکټ ديو لوى لوبغالى دجوړيدو چارې پيل شوې چې اوس يې د جوړيدو چارې ٣٥سلنه بشپړې شوې دي.

١٥-دخوست ولايت په پنځو ولسواليو کې دسيکا پروګرام رغنيز کارونه پيل شول چې په هره ولسوالۍ کې د (٥٧)ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پلې شوې او يا دپلي کيدو په حال کې دي.

١٦-په يو شمير ولسواليو کې دټولنې دنښلونې موسسې لخوا دبيارغونې کارونه پيل شول چې په لسګونو ګټورې پروژې يې پلې کړې،په علشيرو کې دبلاوټ باغ څلورديوالي د جوړيدو چارې دهمدې موسسې لخوا تکميل شوې.

١٧-د خوست ولايت په دو لسو ولسواليو کې د ملي پيوستون د بيارغونې د پروژو کارونه پيل شول، داسې ولسوالۍ هم وې چې د ملي پيوستون پروژې په کې نه وې پلې شوې په همدې کال کې په کې د پروژو کارونه پيل شول.

١٨-په تڼيو ولسوالۍ کې د زراعت ليسې وداني جوړه  او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ،په ګربز ولسوالۍ کې يو کلنيک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.ورته ډيرو داسې نورو پروژو کارونه هم پيل شول چې لاهم پرې کار روان دى.

١٩-په همدې کال کې د نړيوال بانک په مالي تمويل سره د ١٣٦ميليونو افغانيو په ارزښت د ١٢هغه پروژو  لکه سربندونو،کانالونو او ويالو چې ولسونو يې عمري غوښتنه کوله کارونه پيل شول چې هم د سيمه ګڼ شمير خلکو ته په کې د کار زمينه مساعده شوه او هم به زياته زراعتي ځمکه د اوبو له خطر وژغورل شي.

٢٠-د خوست ولايت په عدلي او قضايي ادارو کې د افغانستان دعدلي سکتور د ملاتړ د پروګرام په ملاتړ سره د قضيو د مديريت پروژه پلې شوه يعنې يادې ادارې په پرمختللو وسايلو،امکاناتو باندې سمبال شوې.

٢١-خوست ولايت ته دشمالي وزيرستان څخه تر ٣٥٠٠٠زياتې کډوالې کورنۍ راغلې چې د ولايتي ادارې له لوري له کډوالو سره د مرستو او همکاريو دتنظيم په ښه توګه مديريت وشو، ورته د زياتو مرستو دجلب په موخه تلاشونه دوام لري، په همدې موخه په خوست کې تر لسو زياتو نړيوالو مرستندويه موسساتو فعاليت پيل کړ.

٢٢-دخوست څلورکلن پرمخيون کتاب په پښتو او انګريزي ژبه چاپ هېوادوالو او نړيوالو موسساتو ته وړاندې شو.

٢٣-په دې کال کې تر ټولو ستر او غوره پرمختګ دا هم و چې جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي دافغانستان په کچه په لومړي ځل دخوست له رهبري،ديني علماوو،مشرانو او ځوانانو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې چې دخوست د ادارې او ولسونو لخوا ورته هغه اساسي پروژې او غوښتنې وړاندې شوې چې تر دې مهاله ورته رسيدګي نه ده شوې.چې له دغه ويډيويي کنفرانس وروسته په يو شمير برخو کې مثبت پرمختګ شوى دى.

د دغه لاسته راوړنو څخه څخه په څرګنده معلوميږي چې  په ١٣٩٣ لمريز کال کې په خوست ولايت کې اساسي پرمختګ شوى او لاهم دوام لري ، دلته يواځې عمده لاسته راوړنې يادې شوې دټولو کړنو او لاسته راوړنو يادونه دلته ناشونې ده ،١٣٩٣لمريز کال به پر دې پاى ته ورسو چې په عمومي توګه دخوست لپاره دبريا او پرمختګ کال و، ولايتي اداره  به په ١٣٩٤ کال کې  هم دخوست دپرمختګ لپاره خپلې هڅې پراخه کړې او د هغه لنډ مهاله ،منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو پر پلي کيدو باندې به کار وکړي چې دخوست ادارې د خوست رغونې او پرمختګ لپاره جوړ کړي دي.

 واکمن