د ارواښاد عبدالغياث جلات زي پاک روح ته دعا وشوه - د خوست ولایت مقام

د ارواښاد عبدالغياث جلات زي پاک روح ته دعا وشوه

د خوست ولايت مقام په فوق العاده اداري غونډه کې چې نن ورځ په ولايت مقام کې جوړه شوې وه د خوست ولايت د چاپيريال ساتنې رياست رئيس عبدالغياث جلات زي پاک روح ته چې څو ورځې وړاندې په حق ورسيدو او جنازه يې په خپله پلرنۍ

هديره کې خاورو ته سپارل شوې دعا وشوه.

ارواښاد عبدالغياث جلات زي دخوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په حصارک کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې تر منځنيو او عالي زده کړو وروسته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شوى وو او خپلې لوړې زده کړې يې په ډير

برياليتوب سره سرته رسولې وې ، تر لوړو زده کړو وروسته يې خپل ولس او خاورې ته خدمت پيل کړ چې په بېلابېلو ادارو کې يې غوره دندې ترسره کړې او دا مهال يې دخوست ولايت د چاپيريال ساتنې رياست د رئيس په توګه دنده

سرته رسوله خو ژوند ورسره ياري ونه کړه.

د اداري غونډې برخوالو ارواښاد عبدالغياث جلات زى د خوست ولايت په اداره کې يو کامياب او خدمتګار رئيس وبللوکوم چې تل يې ولسونو ته دخدمت په ډګر کې شپه او ورځ کار کولو. 

د نوموړي مړينه يوه لويه ضايعه وبلل شوه کورنۍ او دوستانو ته يې د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې شول، ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه وشوه د خوست اداره په دغه غم کې شريکه وبلل وشوه.

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نيټه:٦-١-١٣٩٤

واکمن