د خوست په مرکز کې د دوو مهمو پروژو د جوړولو چارې پيل شوې - د خوست ولایت مقام

د خوست په مرکز کې د دوو مهمو پروژو د جوړولو چارې پيل شوې

دخوست ولايت د مرکز اړوند د شموڼي او بانګي باغ په سيمو کې د شمل د لوى خوړه په غاړه د دوو مهمو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د يو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پيل شوې .

چارواکي و ايي، چې دواړه پروژې د ثبات دپروګرام په چوکاټ کې جوړيږي، چې ساختماني چارې به يې د پنځه څلوېښتو ورځو په موده کې د (اوه مليونه، درې سوه اته پنځوس زره )) افغانيو په لګښت بشپړې شي .

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست ولايت مقام په استازيتوب د ولايت وياند او د مطبوعاتو مسوول مبارزمحمدځدراڼ،د کليو او پراختيا ريس انجنيرمحمدعثمان مهيدي،د ولايتي شورا وکيل قېمت خان منګل،د ثبات د پروګرام ولايتي مسوول وحيدجان،د کرنې او مالدارۍ رياست مرستيال ډاکټرنقيب الله مندوزي ، ګن شمېر مدني فعالينو،قومي مشرانو، ځوانانو او د سيمې خلکو ګډون کړى وو.

د ولايت مقام مبارزمحمدځدراڼ د رسنيو سره په خبرو کې پدې خوښي څرګنده کړه، چې په لومړي ځل د سيکا پروګرام په چوکاټ کې د پنځو ولسواليو ترڅنګ د خوست په مرکز کې هم د بيارغونې پروژې پيليږي.دده په خبره ددې پروژو د منظورۍ لپاره د ولايتي ادارې مشرتابه زيات تلاشونه کړي، چې په پايله کې دخوست د مرکزي سيمو لپاره ديارلس نوي پروژې منظورې شوې دي.

دده په خبره د بانګي باغ استنادي دېوال درې سوه متره اوږدوالى ،در ې متره جګوالى (ارتفاع) يو مترنهوي سانتي عرض يا پلنوالى لري، همداشان د شموڼي کلي استنادي دېوال ((دوه سوه لس متره )) اوږدوالى،(( درې متره اتيا سانتي متره جګوالى)) او (( يو متر اويا سانتي متره عرض يا پلنوالى لري، چې دواړه پروژې به ((٤٥٠٠)) څلورزره پنځه سوه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو له تخريب څخه وژغوري.

ځدراڼ دا هم وويل چې پدې دواړو پروژو کې به ((٧٠٢١)) اوه زره يوويشت تنه کار کوي، چې د بې روزګارۍ د کچې په ټيټوالي به څرګند اغېز وکړي . 

نوموړي وويل ولايتي اداره تل زيار باسي، چې د خلکو د غوښتنو او ضرورتونو پربنسټ په مرکز او ولسواليو کې مهمې پروژې پلي کړي، ترڅو له يوه طرفه ولسي اړتياوې رفع کړي او له بلې خوا خلکو ته په خپلو سيمو کې د کار زمينه برابره شي.

دده په خبره تر دې دمه د اسماعېل خېلومندوزيو،نادرشاه کوټ،تڼيو،ګربزو او ځاځي ميدان ولسواليو کې د ثبات د پروګرام په چوکاټ کې اته اتيا پروژې پلي شوي او څلوېښت نورې ترکار لاندې دي.چې پدې کې د کرنيزو ځمکو لپاره محافظوي دېوالونه،سربندونه،په ښوونځيو کې د سپورتي لوبو لوبغالي،ويالې،کانالونه، د ښوونځيو لپاره څلوردېوالۍ او نورې ټولګټې پروژې شاملې دي چې له امله يې د سيمې خلکو ته د کار زمينه مساعده او ګڼ شمېر بې روزګاره کسانو ته په کې د کار کولو ښه فرصت برابر شوى دى .

د ولايت مقام وياند او د مطبوعاتو مسوول مبارزمحمدځدراڼ د ثبات پروګرام اهميت ته په پام سره وويل ، چې ددې پروګرام په چوکاټ کې ټول کارونه دخلکو په خوښه سرته رسيږي او دا مهال ددغه ولايت په پنځو ولسواليو او مرکز کې فعاليت کوي.ځدراڼ وويل دا او نوره مرستندويه بنسټونه په هغه ولسواليو کې کار کوي، چې هلته مېشت ولسونه د خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاره وي او د خپل قومي يووالي پربنسټ يې په سيمه کې امنيت خوندي کړى وي، نو غوښتنه يې وکړه، چې ټول ولسونه په خپلو کې يووالى غوره کړي او په خپلو سيمو کې امن قايم کړي، ترڅو د سيکا او نورو پروګرامونو له ګټورو فعاليتونو برخمن شي.

ځدر اڼ دا هم وويل چې د سيکا له خوا د ټولو پيل شويو پروژو څخه د ولايتي ادارې د نظارت ټيم،د سيمې خلکو او همداشان د سيکا ادارې انجينرانو له خوا يې په دوامداره توګه نظارت کيږي، چې تر دې دمه يې ساختماني چارې په ښه کيفيت سره سرته رسېدلي دي.نوموړي بيا هم له خلکو غوښتنه وکړه، چې د پروژو په هکله بهترين انتخاب وکړي ،د پروژې د کارکوونکو او د نظارت په برخه کې هم پراخه ونډه واخلي.((کلېپ))

د کليو اوپراختيا رياست ريس انجنيرمحمدعثمان مهيدي وويل په هغو ولسواليو کې چې ولس يې د کارکولو تضمين کړى دى، دکليو او پراختيا رياست په چوکاټ کې د پنځو مهمو برنامو کارونه پيل شوي دي.دغه رياست د ولايتي ادارې د مستقيمې همکارۍ په اساس د په مرکز او ولسواليو کې د بېلابېلوبرنامو په چوکاټ کې سلګونه پروژې تطبيق کړي او په ورته بڼه به په روان کال کې سلګونه پروژې نورې هم پلي شي .((کلېپ))

عثمان مهيدي زياتوله په خوست ولايت کې د سيکا يا ثبات پروګرام د ولايتي ادارې د ښې پاملرنې او ولسي همکاريو له امله په ډېر بريالي ډول پرمخ روان دى، تر دې وخته په هېڅ سيمه او ولسوالي کې د کومې ستونزې سره ندي مخامخ شوي، خو که چېرې په همدې بڼه دا پروګرام پر مخ ولاړ شي، کېداى شي، چې ټاکل شوې بودجه کې دپام وړ زياتوالى راشي.

د ولايتي شورا وکيل قېمت خان منګل د جوړو شويو استنادي دېوالونو په جوړولو خوښي اظهار کړه او ويې ويل چې ددې پروژو په پلي کېدو سره د سيمې زيات شمېر کرنيزې ځمکې او د خلکو کورونه د سېلابونو د تهديد څخه وژغورل شي او له بل پلوه لسګونو بې روزګاره ځوانانو ته په کې د کار کولو ښه زمينه مساعديږي.نوموړي په خوست کې امنيتي وضعيت په بشپړ ډول خوندى شوى اوخلک له دولت سره زيات همکاره دي، نو په همدې اساس يې غوښتنه وکړه، چې د ولايت نورو برخو ته دې هم د سيکا ګټور پروګرامونه منظور شي .

د بانګي باغ او د شموڼي سيمه والو او د کليوالي شورا مسوولينو سيدامين شاه ،محمدالدين او حاجي عبدالله خان د ولايتي ادارې مننه کوله ، چې د دوى په سيمه کې يې د دوو غبرګو پروژو چارې پيل کړې .ددوى په خبره ددې استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به د دوى په سيمه کې زرګونه جريبه ځمکه د سېلابونو له تخريبه وژغورل شي او همداشان ګڼ شمېر کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي .((کليپونه ))

دپروګرام په وروستۍ برخه کې د خلکو له طرفه د پروژې تود هرکلى وشو او په همدې خوشالۍ کې د سيمې ځوانانو په زړه پورې ملي اتڼ ترسره کړ.همداراز د ولايتي ادارې ورغلو چارواکو ته د پښتني دود له مخې لونګۍ ورپه سر شوې .

وروسته دخوست ولايت مقام وياند او د مطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدراڼ،د ولايتي شورا وکيل قېمت خان منګل ، د کليو اوپراختيا ريس انجنيرمحمدعثمان مهيدي او د کرنې او مالدارۍ رياست مرستيال ډاکټرنقيب الله مندوزي لخوا د دواړو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او پدې سره يې ساختماني چارې په عملي توګه پيل شوې .

ديادولو وړ ده، چې په خوست ولايت کې د ښې حکومتدارۍ،ډاډمن امنيت ، ولسي همکاريو، د ملکي اوپوځي ارګانونو ترمنځ د ټينګې همغږۍ او منظمو پلانونو له امله د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلي شوي دي، چې د ولسونو په ژوندانه يې په نېغه توګه مثبت تاثيرات غورځولي دي .کارپوهان پدې اند دي، چې که چېرې دخوست امنيتي وضعيت،ټينګه همغږي او اوسنى باثباته حالت په همدې ډول وساتل شي، نو خوست به په نږدې راتلونکي کې د هېڅ راز ستونزې سره مخامخ نه شي .

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٦-١ - ١٣٩٤

ورځ پنجشنبه