جمهور رئیس غني په خوست کې ترهګریز برید په سختو ټکیو وغانده - د خوست ولایت مقام

جمهور رئیس غني په خوست کې ترهګریز برید په سختو ټکیو وغانده

۱۳۹۴، د وري ۱۳مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د خوست ولایت نننی ترهګریز برید چې ګڼ شمېر ملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي دي، په سختو ټکیو وغانده.

جمهور رئیس غني د دې ناځوانمردانه برید د غندلو ترڅنګ سوله ییز لاریون د خلکو مدني حق وباله، او دا برید یې یو نه بښل کېدونکی او ستر جنایت وګاڼه.

جمهور رئیس اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د پېښې د ټپیانو د درملنې او زیانمنو وګړیو ته د مرستې رسونې لپاره لاس پر کار شي.

جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ و تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د لوی خدای له دربار څخه د بېړنې رغېدنې دعاء وکړه.