ملي امنيت: په خوست کې ترسره شوی ځانمرګی بريد د حقاني شبکې په امر شوی - د خوست ولایت مقام

ملي امنيت: په خوست کې ترسره شوی ځانمرګی بريد د حقاني شبکې په امر شوی

 د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په خوست کې د تېرې اونۍ په ځانمرګي برید کې د حقاني شبکې لاس درلود.

د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځانمرګی بريدګر شاه غلام نومېده، چې د پاکستان د ملتان سيمې اوسيدونکی و او د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني په مستقيم امر د مولوي عبدالرحمن په همکارۍ خوست ولايت ته داخل کړل شوی و.

د خبرپاڼې په وينا دغه بريد چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پر يو لاريون ترسره شو، پکې شاوخواء شل تنه شهيدان او تر شپيتو زيات ټپیان شوي دي.