نعیمی د ملګرو ملتونو او د بشری حقونو له سازمانونوڅخه دخوست د وضعیت په هکله دجدي څېړنې غوښتنه وکړه - د خوست ولایت مقام

نعیمی د ملګرو ملتونو او د بشری حقونو له سازمانونوڅخه دخوست د وضعیت په هکله دجدي څېړنې غوښتنه وکړه

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعیمي په پلازمېنه کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دملګرو ملتونو ،د بشري حقونو د سازمانونو او د مدنی ټولنې په ټینګه غوښتنه وکړه چې په خوست ولایت کې د وروستی وضعیت په هکله چې د عامه نظم د اخلال ترڅنګ په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ،په بېطرفانه توګه هراړخیزې څېړنې وکړي.

نوموړي وویل په خوست ولایت کې یو شمېر هغو کسانوبغاوت کړی چې په یاد ولایت کې د قانون د تطبیق ،د دولتی حاکمیت دټینګښت او په یاد ولایت کې د قوي مدیریت زغم نه لري.په همدې اساس یې په یوه او بله بهانه سره د مظلومو انسانانو له پاکو احساساتو نه ناوړه ګټه واخېسته ، په ښار کې یې د اکثرا لارو ترڅنګ ۴۲ دوه څلوېښت دولتی ادارې وتړلې چې د ټولو قوانینو،اصولو او مدنی حرکتونو خلاف عمل دی .

د ده په وینا سوله ایز مدنی حرکت د هرافغان حق دی، خو په خوست کې د مدنی حرکت په نوم هغه څه ترسره شول چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

دخوست سرپرست والی عبدالجبارنعیمی زیاتوله چې په یاد ولایت کې د مدنی حرکت په نوم یو شمېرغږیزې اوانڅوریزې رسنۍ هم سختې تهدید شوي دي او دوی ته ګواښ شوی چې که چېرې د معترضینو په خوښه خپرونې ونه کړي، نو دفترونو او رسنیو ته به یې اور واچوي.

ده وویل په خوست کې داسې اشخاص پیدا شوي دي، چې د یوه منظم پلان له مخې د ایماندارو مامورینو،چارواکو،خبریالانو ،دیني عالمانو او مخورو مشرانو په خولو بالښتونه ږدي، ترڅو د افغانستان خلک له حقایقو لېرې پاتې شی اوپدې سره خپلو سیاسی او اقتصادي اهدافو ته څان ورسوي.

په همدې اساس يې په مدني ټولنو،په بشري مدني بنسټونو او د خبریالانو په اتحادیوغږ وکړ،چې یاد موضوعات په پوره جدیت او قانونیت سره وڅېړي او پایله یې د ټول ولس سره شریکه کړي .

ده خبرداری ورکړ، چې که چېرې دخوست وضعیت په حقیقي توګه ونه څېړل شی، بغاوت کوونکو او دعامه نظم اخلالوونکو ته سزا ورنه کړل شي، نو په نږدې راتلونکي کې به ورته حرکتونه ټول افغانستان ته خپره شي .

نوموړي رسنیو ته د څینو اسنادو د ښودلو ترڅنګ بیا هم ګوتڅنډنه وکړه چې ډېر ژربه څینې داسې اسناد خپره کړي چې دافغانستان ټول ولس ته به څرګنده شي چې څوک غاصبین ،مجرمین اوفسادګر دي .

ولایت مقام۱۳۹۴-۱-۱۶