په خوست کې د خلکو له پاکو احساساتو څخه د محلي حکومت پرضد بغاوت کې ګټه پورته شوه - د خوست ولایت مقام

په خوست کې د خلکو له پاکو احساساتو څخه د محلي حکومت پرضد بغاوت کې ګټه پورته شوه

په خوست ولايت کې قانون ماتونکو کړيو او دوه وکيلانو د عامو خلکو له پاکو احساساتو څخه د نظام او محلي حاکميت پرضد بغاوت کې ګټه پورته کړه او هغه عام ولس يې دغم په ټغر کينولو چې پنځه کاله يې د امن په فضاء کې سوله ييز ژوند درلود، دغه څرګندونې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي نن ورځ په پلازمينه کابل کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په ډاګه کړې دغه کنفرانس د افغانستان د واليانو ټولنې په دفتر کې جوړ شوى وو چې د ګڼ شمير ملي او نړيوالو رسنيو استازو په کې ګډون کړى و.

سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ددغه کنفرانس پرمهال يوځل بيا په خوست کې شوى تروريستي بريد په سختو ټکو وغندلو او شوى بريد يې د افغانستان د خلکو،سولې،امن او ثبات د دښمنانو له لوري يوستر جنايت ياد کړ کوم چې له امله يې د خوست شريف ولس دغم په ټغر کېښناستلو او ښکلى خوست يې په وينو رنګ کړ، نوموړي په دغه غم کې ځان شريک وبللو او هغه کسان يې ددغه غميزې عاملين وبلل چې د امنيتي تهديدونو او خبرداريو باوجود يې د عامو وګړو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه او د دښمن د بريد هدف يې وګرځول او په هيڅ صورت يې د امنيتي او کشفي ارګانونو رسمي راپورونو او اطلاعاتو ته توجه ونه کړه.

عبدالجبارنعيمي وويل چې په خوست کې پيل شوې حرکتونه په هيڅ صورت مدني نه دي ځکه چې مدني حرکتونه په هيڅ ځاى کې د سپکو او درنو وسلو په قوت نه دي ترسره شوي بلکې پيل شوي حرکتونه په واقعيت کې د مدني حرکتونه بدنامې ده، نوموړي وويل دغه حرکتونه په دغه ولايت کې هغه وخت پيل شول چى نوموړې له هيواد بهر په رخصتۍ تللى و چې غاصبينو،مفسدينو،مجرمينو او قانون ماتونکو له حالاتو او فرصت څخه ناوړه استفاده وکړه او دخلکو د پاکو احساساتو څخه يې په ناوړه ګټې اخيستنې سره د محلي حاکميت پرضد ګام پورته کړ.

سرپرست والي وويل شاوخوا لس ورځې کيږي چې د همدغه منفي حرکتونو ،زور واکۍ او غير قانوني اعمالو له امله په خوست کې ٤٢دولتي ادارې د ولس پرمخ تړل شوى،عامه لارې بندې دي او دولايت مقام اقامتګاه محاصره شوې ده خو تر دې مهال هيڅ مرکزي ادارې په دې برخه کې اقدامات نه دي کړي.

نعيمي وويل خوست ولايت يې د پنځو کالونو تلاشونو،زحمتونو او قربانيو په پايله کې د امن،سولې،يووالي او ورورولۍ پر کور بدل کړى و خو څو ورځې کيږي چې خوست ولايت د دوه وکيلانو او يو شمير نورو دولتي چارواکو د دسيسو ،منفي حرکتونو په پايله کې په وينو رنګ شو ، دولايتي ادارې او ولسونو ګډ تلاشونو ،قربانيو او لاسته راوړنو ته يې سخت زيان ورسولو.

سرپرست والي د دې يادونه هم وکړه چې ددغه وکيلانو د غير قانوني کړنو،دځمکو دغصب، دخوست د پروژو د قراردادونو د سوداګرويو او څو لاسونو پلورلو،د وسلو دقاچاق،په ملکي او امنيتي ادارو کې دخپلوانو د مقرريو ، د خدمتګارو مامورينو د تهديدولو په اړه يې لوړو مقاماتو ته په لسګونو ځلې رسمي او مستند معلومات استولي او خبر يې ورکړى خو له بدمرغه تر نن ورځ هيڅ چا په دې برخه کې اجرات نه دي کړي بلکې وکيلان يې تر قانون لوړ بللي دي.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې خوست سرپرست والي وويل پنځه کاله خوست ادارې په زياتو قربانيو،تلاشونو،زحمتونو او خدمت سره خوست وساتلو،امنيتي حالت ټينګ شو،دولتي حاکميت پياوړتيا ومونده، مرکز له ولسواليو سره وصل شو،پر حکومت ولسي باور زيات شو،تر ٤٠زيات لوړ پوړي او ټيټ پوړي مامورين په اداري فساد کې دښکلتيا له امله له دندو ګوښه او مجازات شول، تر ٢٦٠٠٠زره جريبه څخه زياته ځمکه له غصب خلاصه شوه، د دولت عوايدو لوړ شول،د مهال ويش سره سم ټولو ولسواليو ته کاري سفرونه وشول د افغانستان بيراغ ددغه ولايت په هرکلي،سيمه او ګوټ کې اوچت شو ،پوهنيز پرمختګ ګړندى شو،د ټولو زده کوونکو شميره درې سوه زره تنو ته ورسيده،د نظام پرستيژ خوندي شو، خوست دوهمې درجې ته ارتقا وکړه،تشکيلات پراخه شول او دغه ولايت دافغانستان په کچه د امن،پرمختګ او بيارغونې په ډګر کې لوړ ځاى خپل کړ، انځور يې په ملي او نړيواله کچه روښانه شو.

عبدالجبارنعيمي وويل چې په خوست کې بغاوت کوونکو دې ټولو قربانيو ته سپکاوى وکړ ، دخوست اداره او نوم يې بدنام کړ، نوموړي وويل چې دخوست ولسونه بايد ددې پوښتنه وکړي چې ولي د دوى معصوم ماشومان دغه منفي حرکت ته ور بلل شوي و او د کوم قانون په اساس معصوم او کوچني ماشومان په دغه حرکتونو کې برخه اخيستلى شي.

د سرپرست والي په خبره په هيڅ قانون کې دا نشته چې ماشومان،معيوبين،معلولين او يا غير مسوول وسلوال کسان د حکومت پرضد وکارول شي او يا د نظام او ولايتي ادارې د بدنامۍ په خاطر پيسې وکارول شي.

نوموړي په خوست کې شوى بغاوت د ملي يووالي دحکومت، د قانون دحاکميت ،محلي حکومتوالۍ او ولسي ګټو پرضد وبللو له لوړو مقاماتو ته يې وغوښتل که چيري په خوست کې د پيل شوي بغاوت هر اړخيزه څيړنه ونه کړي په ټول افغانستان کې به سيمه ييزې ادارې په ورته توګه له ستونزو سره مخ او په پرلپسې توګه به سقوط وکړي.

عبدالجبارنعيمي په دغه کنفرانس کې وويل چې خوست ولايت کې پر خپل ماموريت او خدمت وياړي او په بشپړه توګه به دخپلو خدمتونو،زحمتونو او قربانيو دفاع وکړي او په هيڅ صورت به غاصبينو،قانون ماتونکو کړيو او مافيا ته تسليم نه شي، نوموړي وويل که په حکومت دنده ولري او يا يې ونه لري د ځمکو دغاصبينو ،قانون ماتونکو او مافيايي کړيو په وړاندې به مبارزه وکړي او هغه مسايل به هم له ولسونو سره شريک کړي چې پر اساس به يې د دولت په چوکاټ کې د محلي ادارو او خدمتګارو مامورينو پرضد جوړې شوې د سيسې بربنډې شي. د يادولو وړ ده چې په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د وروستي بغاوت د رهبري کوونکو د غير قانوني کړنو او دسيسو په اړه هم مستند اسناد او شواهد رسنيو ته وړاندې شول.

افغانستان-خوست

ولايت مقام_دعامه اړيکو دفتر

نيټه:١٦-١-١٣٩٤

واکمن