په خوست کې عمومي وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدلی دی. - د خوست ولایت مقام

په خوست کې عمومي وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدلی دی.

د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې عمومي حالت د پخواء په شان نورمال حالت ته ګرځېدلی، ټولې ادارې يې د ولس پر مخ پرانيستي دي او خلکو ته د تېر په څير خدمت کوي.

دا څرګندونې د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د يو شمېر رسنيو سره د ځانګړې مرکې پرمهال په ډاګه کړي.

نوموړي وويل، هېچا ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د شخصي ګټو په خاطر په خوست ولايت ترسره شوي پرمختګونه او ډاډمن حالت زيانمن کړي، بلکې د ژوند تر وروستۍ سلګې پورې به د خپلې ادارې او ميړني ولس له قربانيو بېدرېغه تلاشونو او خدمتونو څخه په ټينګه دفاع وکړي.

سرپرست والي د خوست په ټولو قومونو غږ وکړو چې په خپلو کې تل يو موټی ووسي، د هېچا په مغرضانه منفي تبليغاتو و نه غولېږي، بلکه د ګلالي خوست د لاپرمختګ او ثبات لپاره د تېر په شان لازمه قرباني ورکړي.

ده په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې خپلو ورځنيو چارو ته دې په نورمال ډول ادامه ورکړي، د محلي حکومت ټولې آدارې د دوی په مخ خلاصې دي او هرې ستونزې ته به په خپل وخت رسيده ګي کېږي، همداشان د هغه پېښې په هکله چې لسګونه کورنۍ يې د وير او غم په ټغر کښېنولي لازمه پوښتنه کېږي او پايله به یې د ټول ولس سره شريکه شي.