په عليشېرو کې د يو ستر پل د جوړولو چارې پيل شوې - د خوست ولایت مقام

په عليشېرو کې د يو ستر پل د جوړولو چارې پيل شوې

دخوست ولايت د عليشېرو او ترېزيو په ولسوالۍ کې د سلو مترو په اوږدوالي د يوه لوى پل د جوړولو چارې پيل شوې، چې ساختماني چارې به يې د (( يو اتيا مليونه، اته سوه يو نوي زره)) افغانيو په لګښت د نړيوال بانک په مالي مرسته ديو کال په موده کې سرته ورسيږي.

دخوست ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان وويل ، په خوست کې د بيارغونې په برخه کې د ولايتي ادارې د بې درېغه تلاشونو په پايله کې په تېرو کالونو کې زيات کارونه ترسره شوي او دا مهال د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوې او يا ترکار لاندې دي.خو د خوښۍ خبره داده، چې په خوست کې د تېرو پلونو په دوام يو بل لوى پل چې ګټه يې د سيمې د خلکو ترڅنګ ټول خوست او نورو ګاونډيو ولايتونو ته رسيږي، د جوړولو چارې يې پيل شوې.

د نوموړي په خبره ددې پل په بشپړېدو سره به د عليشېر و او تريزيو ولسوالۍ د اوسېدونکو ترڅنګ ګڼ شمېر سيمې سره ونښلوي او هغه کسان چې سوداګريزې چارې پرمخ وړي، د زيات شمېر اسانتياوو به برخمن شي.

دخوست ولايت مقام مرستيال عبدلواحدپټان دغونډې برخوالو ته دخوست د سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ځانګړى پيغام هم ولوست.

په پيغام کې سرپرست والي دخوست ولس ته د زېري په توګه يادونه کړي وه، چې ولايتي اداره به د بيارغونې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دځاى شويو پروژو د پلي کولو لپاره خپلو تلاشونو ته ادامه ورکړي، ترڅو د خوست په هره سيمه کې دخلکو د غوښتنو په اساس پلونه،پلچکونه،سړکونه او نورې ټولګټې پروژې تطبيق او بشپړې شي.همدارنګه ده د زېري په توګه ويلي وو، چې ډېر ژر به د سړکونو او نورو پروژو د پرانېستې شاهدان هم واوسو.

نعيمي په خپل پيغام کې دټولګټو چارو رياست او د ساختماني شرکت له مسوولينو غوښتنه درلوده، چې د پل په جوړېدو کې کيفيت او معيار ته لازمه پاملرنه وکړي، ترڅو دغه اساسي پروژه تر جوړېدو وروسته تر اوږدې مودې پورې د خلکو ضرورت حل کړي.

دخوست ولايت مقام مرستيال د وري د مياشتې په ديارلسمه نېټه دخوست په ښار کې په لاريون باندې ترسره شوى بريد وغنده.

نوموړي د ملي امنيت له ټولو منسوبينو او کارکوونکو څخه قدرداني وکړه، چې د ترسره شوي ځانمرګي بريد په هکله يې خورا چټک ګامونه واخېستل او هغه کسان يې ونيول چې د ځانمرګي بريد اصلي طراحان او همکاران وو.ده د عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې نيول شوي کسان د افغانستان د نافذا قوانينو په رڼا کې په علني ډول محاکمه او په سخته سزا يې ورسوي .

ورپسې د عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ په استازيتوب حاجي افضل جان او يو بل تن مخور مشر د جوړېدونکي پل د اهميت په تړاو خبرې وکړې.دوى وويل ، چې د ورځې په جريان کې سلګونه موټر د همدې لارې تېريږي، همداراز د دې سيمې خلک دخوست له ښار سره نښلوي.خو د پل د نشتوالي له امله د سېلابونو د راوتو پرمهال ددې سيمې خلک د زيات شمېر ستونزو سره مخامخ او د خپل کاروباره محروم پاتې شوي وو.

ددوى په خبره داسې هم شوې، چې د سېلابونو د راوتو له امله د خلکو جنازې او وادونه د يوې ورځې نه بلې ورځې ته پاتې شوي دي، په ورته بڼه د سيمې خلک د ورځنيو کارونو،روغتيا،ښار ته د تګ راتګ او ځوانان د ښوونې روزنې له بهير څخه بې برخې شوي، چې له امله يې خلک ډېر په تنګ راغلي وو.

د سيمې مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ژمنه وکړه، چې د پل د ساختماني چارو په بشپړولو کې به هرډول همکاري وکړي او هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړي، چې ددې پل د جوړولو په وړاندې ستونزې ايجاد کړي، غوښتنه يې وکړه، چې ولايتي اداره او د مرکزي حکومت اړونده وزارتونه دې ددوى غوښتنې چې د روغتيا،پوهنې،سړکونو او نورو زېربينايي کارونو په برخه کې دي، رسېده ګي وکړي.

دغه پل چې ((١٠٠)) سل متره طول او ((٨)) اته متره عرض لري، ساختماني چار ې به يې په يو کال کې بشپړې شي.

د ټولګټو چارو ريس انجينرمامورشاه او د اقتصاد ريس انجنيرحميدشاه په خپلو خبرو ولس ته ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به د هغه پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ټولې پروژې يو په بل پسې تعيقيبوي، چې د ولسونو د غوښتنې په اساس ځاى شوي دي.

دوى زياتوله، چې ولايتي ادارې د جوړ شوي پنځه کلن ستراتيژيک پلان وروسته د نورو ليدنو او تلاشونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې دخوست پرمختيايي کنفرانس جوړ کړ، چې د هغې په پايله کې په خوست کې ګڼ شمېر پلونه ، سړکونه او تاسيسات منظور شوي دي.

دوى د بيارغونې په ټولو چارو کې د ولس همکاري ډېره مهمه وبلله او ويې ويل ټولې ټولګټې پروژې د ولس دي، نو په همدې اساس قومونو ته په کار ده، چې د خپلو پروژو په ساتنه او پالنه کې د اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ لازمه ونډه واخلي .

وروسته دخوست ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان لخوا پداسې حال کې د پل جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې دخوست ولايتي شورا وکيل قېمت خان منګل،د ټولګټو چارو ريس انجنيرمامورشاه،د اقتصاد ريس انجينرحميدشاه،د عليشېرو او ترېزيو ولسوالۍ سرپرست ولسوال انجنيرخليل،ګڼ ملکي او پوځي چارواکي،قومي مشران،ديني علماو ،مخورمشران او ځوانان حاضر ول.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢٣-١-١٣٩٤ يکشنبه