اعلاميه - په خوست کې د شوي بغاوت عاملين بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي - د خوست ولایت مقام

اعلاميه - په خوست کې د شوي بغاوت عاملين بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي

 اعلاميه

په خوست کې د شوي بغاوت عاملين بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي

درنو هېوادوالو!

هغه ښکلى خوست چې په وروستيو پنځو کالونو کې د امن،يووالي،پرمختګ او ټولنيزې نيکمرغۍ په کور بدل شوى وو،نوم او انځور يې په ملي او نړيواله کچه روښانه او ځلانده شوى وو، په هره سيمه او کلي کې يې د پوهنې ډيوه بله شوې وه،يو ښوونځى يې هم تړلى نه وو،د ناپوهۍ ټول مرکزونه بند شوي وو،په مرکز او ولسواليو امنيت راغلى وو،دولتي حاکميت ټينګښت موندلى وو، دافغانستان ملي بيراغ د ياد ولايت په هره سيمه،ګوټ،کلي او هسکو کې رپانده شوى وو،تر يو ميليون زياتو وګړو په کې د سوله ييز او هوسا ژوند ساه اخيستې وه، دمملکت په ملي بهيرونو کې يې څرګنده وڼده پيدا کړې وه،د افغانستان په يو مخکښ ولايت بدل شوى وو لاهم ترې هره ورځ ولسونو ته د پرمختګ او بيارغونې خبرونه رسيدل د هيواد په هره سيمه کې خلکو هيله درلوده چې ياد ولايت ته راشي او ښکلى خوست له نږدي وويني.

خو له بدمرغه همدغه ښکلى او ارام ولايت د قانون ماتونکو کړيو،غاصبينو،مجرمينو او د شخصي ناروا ګټو دپلويانو د يوې خطرناکې شيطاني دسيسې ښکار شو،همدغه کړيو د يوه ځانګړي ويجاړونکي پلان پر اساس د حمل دمياشتې په ٨نيټه په خوست کې د دولتي حاکميت،قوي ادارې،د قانون د واکمنۍ ،قومي يووالي او ولسي هوساينې پرضد بغاوت پيل کړ ،د يو شميربې ګناه او پاکو وګړو له پاکو احساساتو يې په يوه او بله بهانه سره ناوړه ګټه پورته کړه د نظام،قانون او د ملي يووالي د حکومت پرضد يې راپورته کړل.

د هيواد دې حساسو امنيتي شرايطو او د دښمن له لوري شته لوړو تهديدونو ته يې هيڅ توجه ونه کړه،دامنيتي او کشفي ارګانونو خبردارى يې بې ځايه خبرې يادې کړې، همدغه وکيلانو د هيواد په دې مهم سرحدي ولايت کې چې دنړۍ له يوې خطرناکې سيمې سره ګډه پوله لري او د دې خاورې او ولس دښمن په کې کمين نيولى، ماشومان يې د لوبو د وسايلو په پلمه،معيوبين او معلولين يې د کورونو په پلمه،ځوانان يې د بورسونو او دندو په پلمه دغه بغاوت ته را وبلل، د سپکو او درنو وسلو، غير مسوولو وسلوالو، ناوړه تبليغاتو او بې ځايه تورونو په ملتيا يې ظاهراً د مدني حرکت په نوم سره ويجاړونکى بغاوت وکړ هرڅه يې ګډوډ او په لوى لاس يې يو شمير خلک د دښمن د بريد هدف وګرځول،د ولس او خاورې دښمنانو د رامنځته شوې تشې او وضعيت څخه ناوړه ګټه پورته کړه،تروريستي او وحشي بريد يې ترسره کړچې ګڼ شمير وګړي يې شهيدان او زخميان کړل او ولسونه يې د غم په ټغر کينول،خوست ولايت مقام دغه تروريستي وحشي بريد په ټينګه وغندلو او بيا يې هم غندي، د ټولو شهيدانو او زخميانو له کورنيو سره په غم کې ځان شريک ګڼي.د تروريستي بريد څخه وروسته همدغه وکيلانو بيا هڅه وکړه چې په ناوړه تبليغاتو سره د ولس ذهنيت خراب کړ، ولى دوى په دغه شوم او ناوړه تبيلغ کې شرمنده شول او هغه وحشي کسان ونيول شول کوم چې د خوست په تروريستي وحشي بريد کې يې لاس درلود چې ډير ژر به دغه کسان د خپل جنايت سزاء هم وويني.

درنو هيوادوالو دا حرکت ځکه بغاوت وو!

چې ١٢ورځې عامه لارې وتړل شوې، ولايت مقام او ٤٢ ادارې بندې شوې او دولايت مقام اقامتګاه محاصره شوه،په دې حرکتونه کې داسې وسلې او وسلوال وليدل شول چې له هيڅ امنيتي ارګان سره ثبت او راجستر نه وو، په لسګونو خيمې درول شوې وې په بېلابېلو وعدو ورته خلک راوړل شوي وو چې د نا پيژندل شويو وسلوالو لخوا يې ساتنه هم کيدله.له کومې ورځې چې دغه بغاوت پيل شوى وو د ښار ټول امنيت د همدغه وکيلانو تر کنترول لاندې وو ځکه چې پر شخصي موټرونو يې سپکې او درنې وسلې نصب کړې وې او په ښار کې يې ګرځولې اوټول امنيتي ارګانونو يې تر خپل اغيز لاندې راوستي وو.قانون تر پښو لاندې شو،د خوست ولايت جيد ديني علماء،مخور مشران،خبريالان،د مدني ټولنو غړي او خدمتګار مامورين په مرګ تهديد شول او مدني حرکتونه يې بدنام کړل. 

د افغانستان د اساسي قانون د ٣٦مادې پر اساس د افغانستان اتباع حق لري چې د جايزو مقاصدود تامين لپاره په سوله ييزه توګه پرته د وسلوالو له انتقال څخه لاريونونه وکړي. خو له بدمرغه په خوست ظاهراً دمدني حرکتونو په نوم پيل شوي حرکتونه د سپکو او درنو وسلو او غير مسوولو وسلوالو په ملتيا پيل شوي وو چې ددغه ولايت عامه نظم ته يې سخت زيان ورسولو ، پيل شوي حرکتونه که په هراړخيزه توګه تر څيړنې او کتنې لاندې ونيول شي په بشپړه توګه د امنيت ،حاکميتاو عامه نظم پرضد وو.

دا د ولايتي ادارې دنده ده چې د هيواد ټول نافذه قوانين،فرامين،احکام او مصوبات په خپل وخت تطبيق کړي چې خوست ولايتي ادارې په دې برخه کې هر وخت په خپل وخت اقدام کړى او اغيزمنې کړنې يې ترسره کړې هم دي او په خپل وخت يې لوړو مقاماتو ته معلومات او رسمي وړانديزونه استولي دي همدا لامل دى چې يوشمير کسانو د قوانينو د تطبيق له امله خپلې ناروا ګټې له لاس ورکړي دي او غير قانوني غوښتنې يې نه منل کيږي نو ځکه يې په بغاوت لاس پورې کړ.

ټول هيوادوال او دخوست شريف ولسونه په جريان کې دي او پوهيږي چې په ولسي جرګه کې د خوست ولايت دوه وکيلانو چې تل يې خپلې شخصي ناروا ګټې خوندي کړي دي، په ملکي او امنيتي ادارو کې يې خپل خپلوان او يا د خپلو ګټو شريکان مقرر کړي دي،هميشه يې د خوست په قراردادونو باندې سوداګري کړې او يايې په کې کميشن کارۍ کړې ده، دوسلو په قاچاق کې لاس لري ،قومونه يې نفاق ته هڅوولي،په ادارو کې يې بې نظمۍ او ګډوډۍ رامنځته کړې، د ادارو په چارو کې يې مداخلې کړې دي،د مجاهدينو او جهادي شخصيتونو سپکاوى يې کړى دى، د ولس ،نظام او خاورې په وړاندې شوى سوګند يې مات کړى د خوست له ولسونو سره يې سخته جفاء ، خيانت او دښمني کړې ده او د وکالت له چوکۍ څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

اوس د ولسونو غوښتنه دا ده چې له هغه کسانو څخه دې په جدي ډول تحقيقات وشي او بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي چې د يو شمير خلکو له پاکو احساساتو يې ناوړه ګټه پورته کړه او د خپلو شخصي ناروا ګټو د خونديتوب په خاطر يې دښمن د بريد هدف وګرځول،دخوست ولسونه دا هم غواړي چې دهغه کسانو سره هم بايد قانوني چلند وشي چې وظيفوي غفلت يې کړى د قانون،اصولو او مدني حرکتونو خلاف يې بغاوت ته زمينه مساعده کړه او پر وړاندې يې هيڅ قانوني اقدامات ترسره نه کړل.

د خوست اداره او ولسونه د ملي يووالي حکومت له رهبري څخه په درناوي غوښتنه کوي چې د هيواد په دې حساسو سياسي او امنيتي شرايطو کې په دغه ډول مسايلو او پېښو کې په قاطعيت،جديت او قانونيت سره دعادلانه فيصلې لپاره بنسيزګام پورته کړي، ځکه که پر داسې موضوعاتو او مسايلو په خپل وخت اساسي غور ونه شي د محلی ادارو حمایت ونه شی ددغه ډول بغاوتونو لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځيږي د محلي ادارو او دولتي حاکميت پر وړاندې به جدي خنډونه او ستونزې رامنځته شي،ولسونه به له سختو تشويشونو سره مخ شي او په لويه کچه به د دولت او ولسونو ترمنځ اړيکې سختې زيانمنې شي.ځکه چې په خوست کې د شوي بغاوت او ګډوډۍ ګټه د هيواد او ولس دښمنانو ته ورسيده ، زيان يې دولت او ولس ته ورسيدو.

په درناوي

خوست ولايت مقام

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نيټه:٢٧-١-١٣٩٤