په خوست ولايت کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د ٤٠٠پروژو چارې پيل شوي دي - د خوست ولایت مقام

په خوست ولايت کې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د ٤٠٠پروژو چارې پيل شوي دي

د خوست ولايت د څو ولسواليو په ٢٠٣ کليو کې د ژمنې سره سم د ٤٠٠ بېلابېلو پروژو کارونه پيل شوي دي.

د ولايت مقام وياند او د مطبوعاتي دفتر مسوول مبارزمحمدځدراڼ وايي چې د ملي پيوستون د ٤٠٠ پروژو کارونه د پرلپسې تلاشونو په اساس دصبريو يعقوبيو،باک،عليشرو،موسي خيلو،نادرشاه کوټ،ګربز او تڼيو ولسواليو په ٢٠٣ کليو کې پيل شوي دي.

نوموړى زياتوي چې په دغه پروژو باندې شاوخوا (٣٩١)ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ترانسپورت،کرنې او سيمه ييزې رغونې په برخو کې به تطبيق شي.

مبارزمحمدځدراڼ وايي چې ددغه پروژو د کارونو په پيلېدو سره هم د سيمو خلکو ته دکار زمينه مساعده شوي او هم به د امنيت په تامين کې ولسي همکاري له دولت سره زياته کړي.

نوموړي وويل چې ولايتي ادارې د خلکو له غوښتنو سره سم د نويو پروژو وړانديزونه هم مرکزته استولي دي،تمه ده چې اړونده مرکزي ادارې او وزارتونه به په دې برخه کې اساسي همکاري وکړي.

بل لوري ته د خوست ولايت ولسونه ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې د کارونو د پيل کيدو او ډاډمن امنيتي حالت په تړاو خوښي څرګندوي او ژمنه کوي چې ددغه ولايت مېشت ولسونه به په هيڅ صورت چاته د دې اجازه ورنه کړي چې په يو ه او بله بهانه سره ددغه ولايت اوسني ډاډمن امنيتي حالت،پرمختګ او بيارغونې ته زيان ورسوي.

د يادونې وړ ده چې په تير ١٣٩٣لمريز کال کې د ٧٤مليونه،٣٦٩زره،١٨٩افغانيو په ارزښت ٨٣پروژې يواځې د ملي پيوستون په چوکاټ کې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه ک ١٧-٢-١٣٩٤ پنجشنبه