په خوست کې د سېګۍ لوى پل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو - د خوست ولایت مقام

په خوست کې د سېګۍ لوى پل جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

دخوست ولايت د سېګۍ لوى پل چې (١٤٠) يو سلو څلوېښت متره اوږدوالى او (٨) اته متره سور لري د (( اته پنځوس مليونه،اوه سوه څلورويشت زره )) افغانيو په لګښت د نړيوال بانک په مالي مرسته ديو کال په موده کې جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

په سر کې د تڼيو ولسوالۍ ولسوال جاوېدجوشان خبرې وکړې .ده د سېګۍ په جوړ شوي پل خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ددې پله په جوړېدو سره به د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو اسانتياوو برخمن او خپلې ورځېنۍ چارې به له ستونزو پرته پخپل وخت سرته ورسوي.

جوشان د ولايتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ ، چې په ولسوالۍ کې يې امنيتي وضعيت خوندي دى او هېڅ وخت به د ولسوالۍ اداره او مېشت خلک چاته ددې موقع ورنه کړي چې د بيارغونې پروژې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي .

مراسمو ته دخوست ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان وويل ، په خوست کې د بيارغونې په برخه کې د ولايتي ادارې د بې درېغه تلاشونو په پايله کې په تېرو کالونو کې زيات کارونه ترسره شوي او دا مهال د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوې او يا ترکار لاندې دي.خو د خوښۍ خبره داده، چې په خوست کې د تېرو پلونو په دوام د يوه بل مهم پله د جوړولو چارې بشپړې او د خلکو پرمخ ګټې اخېستنې ته سپارل کيږي.

د نوموړي په خبره ددې پل په بشپړېدو سره دخوست مرکز او د تڼيو ولسوالۍ سره وتړل شوې، چې د سيمې اوسېدونکي به په ورځېني ژوند کې ترې لازمه ګټه پورته کړي.

پټان د خپلو خبرو په دوام وويل د سېګۍ او نورو پلونو په منظورولو او جوړولو کې ولايتي ادارې پراخې هڅې کړي دي چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو په پايله کې په ډېرو مهمو سيمو کې اساسي پلونه جوړ شوي او د خلکو ډېرى ستونزې يې هوارې کړي دي.

دخوست ولايت مقام مرستيال عبدلواحدپټان په خپلو خبرو کې وويل چې هره ټولګټه پروژه د ولس ده، نو په همدې اساس دخوست هروګړي ته په کار ده، چې د خپلو پروژو په ساتنه او پالنه کې د ملي او اسلامي مسووليت پربنسټ ونډه واخلي او هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي چې ټولګټې پروژې يې ورتخريب کړي.

ورپسې دقومي مشرانو او مدني بنسټونو په استازيتوب د ولايتي شورا پخواني ريس سېدکريم خان خاکسار خبرې وکړې .

د نوموړي په خبره د پل د نشتوالي په صورت کې د تڼيو اوسېدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ وو، د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتو پرمهال به هېچا نشول کولى چې خپل ناروغان دخوست مرکز ته انتقال کړي او همداراز به محصلين،ښوونکي،سوداګر او دوکانداران هم له زياتو ستونزو سره مخامخ وو.د خاکسار په خبره له دې وروسته به يادې ستونزې په بشپړډول هوارې او خلک به وکولى شي چې په مطماين ډول تګ راتګ وکړي.

سيدکريم خان خاکساردخوست په ټولو قومونو غږ وکړ چې په خپلو کې يو موټى واوسي، د ولايتي ادارې سره همکاري وکړي او چاته ددې اجازه ورنه کړي چې دخوست خلک په ډلو ووېشي او پدې ولايت کې ترسره شوي پرمختګونه په خړ سېلاب لاهو کړي.

ورپسې د همدې سيمې يو بل قومي مشر د پل د اهميت په تړاو خبرې وکړې.ده وويل ، چې د ورځې په جريان کې سلګونه موټر د همدې لارې تېريږي، همداراز د دې سيمې خلک دخوست له ښار سره نښلوي،خو د پل د نشتوالي له امله د سېلابونو د راوتو پرمهال مېشت خلک د زيات شمېر ستونزو سره مخامخ او د خپل کاروباره محروم پاتې شوي وو.په همدې اساس نوموړي د خوست د ولايتي ادارې مننه وکړه چې تل يې دخلکو اساسي ستونزو ته پاملرنه کړي . 

د سيمې مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ژمنه وکړه، چې د ټولو پروژو په بشپړولو کې به هرډول همکاري کوي او هېچا ته به ددې موقع ورنه کړي، چې د ټولګټو پروژو مخه ونيسي.

دوى غوښتنه وکړه، چې ولايتي اداره او د مرکزي حکومت اړونده وزارتونه دې ددوى غوښتنې چې د روغتيا،پوهنې،سړکونو او نورو زېربينايي کارونو په برخه کې دي، هم رسېده ګي وکړي.

د ټولګټو چارو ريس انجينرمامورشاه په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به د هغه پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ټولې پروژې يو په بل پسې تعيقيبوي، چې د ولسونو د غوښتنې په اساس ځاى شوي دي.

ده زياتوله، چې ولايتي ادارې د جوړ شوي پنځه کلن ستراتيژيک پلان وروسته د نورو ليدنو او تلاشونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې دخوست پرمختيايي کنفرانس جوړ کړ، چې د هغې په پايله کې په خوست کې ګڼ شمېر پلونه او سړکونه منظور شوي او پخپل وخت بشپړشوي دي.

ده د بيارغونې په ټولو چارو کې د ولس همکاري ډېره مهمه وبلله او ويې ويل ټولې ټولګټې پروژې د ولس دي، نو په همدې اساس قومونو ته په کار ده، چې د خپلو سړکونو او پلونو په ساتنه او پالنه کې د ټولګټو چارو رياست سره لازمه همکاري وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د تڼيو ولسوالۍ د ځوانانو شورا لخوا د صفي الله ساختماني شرکت مسوول هاشم ګربز ته پدې خاطر ستاينليک ورکړل شو، چې ګويا د سيګې پله ساختماني چارې يې په ښه کيفيت سره بشپړې کړي دي .

وروسته جوړ شوى پل دخوست ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان لخوا پداسې حال کې د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، چې د ټولګټو چارو ريس انجنيرمامورشاه،د ولايتي شورا پخواني ريس سېدکريم خان خاکسار،په جنوب خيتځ زون کې د (( NRAP_PIU)) مسوول محمدعمرامين،د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي حنيف شاه حسيني،ګڼ شمېرملکي او پوځي چارواکو،قومي مشرانو،ديني علماو او ځوانانو ګډون درلود.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢٣-٢-١٣٩٤

سه شنبه