خوست والي د ښاروالۍ رياست له اداري چارو ليدنه وکړه - د خوست ولایت مقام

خوست والي د ښاروالۍ رياست له اداري چارو ليدنه وکړه

 

د څنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي د ښاروالۍ رياست ته ولاړ او ددغه ادارې له چارو،فعاليتونو،اجرااتو او کړنو څخه يې له نږدې ليدنه وکړه.

د ليدنې او کتنې په ترڅ کې  ښاروال کرامت خان خپلواک خوست والي ته د ښاروالۍ رياست د تشکيلاتو،اداري چارو، ښاري نظم، ډېسپلين،پاکوالي ،عوايدو او د ښار دسړکونو،واټونو او پارکونو په هکله چمتو شوى ګزارش وړاندې کړ.د نوموړي په خبره د ښاروالۍ اداره کوښښ کوي چې خوست ښاريانو ته د سړکونو او پارکونو د جوړولو ترڅنګ د اوبو رسولو او کانالزسيون سېستم جوړ او رامنځته کړي، ترڅو ښار پاک او منظم شي.خو دده په وينا پدې برخه کې ځينې ستونزې شته چې هوارى يې وخت ته اړتيا لري.

د املاکو مديرنثاراحمد او د انجنيري بخش مسوول انجنيرعمر د ښار په اوسني وضعيت او د ښاروالۍ رياست په  اړونده ملکيتونو معلومات وړاندې کړل.دوى وويل خوست ولايت د اوسنيو پراخو بدلونونو او سوداګريزو چارو  سره ، سره بيا هم له ماسټرپلان څخه محروم دى، په همدې اساس په زياترو رهايشي سيمو کې خپلسري مارکېټونه جوړ شوي چې د ښار نقشه يې ګډوډه کړي او هغه خلک چې په يادو سيمو کې کورونه لري، نشي کولى استوګنه وکړي.د دوى په وينا د ښار د پراختيا او ښاري خونديتوب لپاره تربل هرڅه اړينه ده، چې دخوست ولايت لپاره منظم ماسټرپلان جوړ او تصويب شي.

دوى دخوست له ښاره د باراني اوبو د مخنيوي، په ځينو غيرپلاني ښارګوټو ، املاکو او دولتي ځمکو کې له يو شمېر ستونزو هم يادونه وکړه ، چې ددوى په وينا  د حل په هکله يې دولايت مقام  خاصې همکارۍ او ملاتړ ته اړتيا لري.

د ښاروالۍ رياست مسوولينو او کارکوونکو خوست والي ته ژمنه ورکړه، چې دښارجوړونې ، پاکوالي او ښکلا لپاره به په پوره مسووليت سره کار وکړي او پدې برخه کې به د شفافيت اصل په جديت سره رعايت کړي.

خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي وويل موږ بايد  د ښار د پراختيا ، ښکلا  او پرمختګ لپاره په عملي توګه اغېزمن ګامونه واخلو ، ترڅو هغه ښاري ستونزې چې په ښار کې عامه نظم تهديدوي او ښاريان ترې په تکليف دي ژر تر ژره هوارې شي.

دده په وينا که چېرې هرمامور په پوره  اخلاص،وطندوستۍ او هېوادانۍ مينه کار وکړي او پدې لاره کې ورسپارل شوى مسووليت په ښه توګه سرته ورسوي، نوممکنه ده، چې ښار مو له اوسنيو ستونزو راخلاص شي.ده د ښآر له اوسني وضعيت څخه د خلاصون لپاره د ماسټرپلان پرجوړولو ټينګار وکړ.

پوهنمل حکم خان حبيبي ښاروالۍ رياست ته دنده وسپارله، چې له ښار څخه د باراني اوبو د وتو لپاره دې په ډېر لنډ وخت کې پخوانيو سوابقو ته په کتو سره اغېزمنه طرحه وړاندې کړي،ترڅو ولايتي اداره ديادې ستونزې په هکله جدي اقدام وکړي.

نوموړي د خپلې وينا پرمهال وويل هرې ادارې ته په کار ده، چې په خپلو چارو کې د شفافيت او حساب ورکولو اصل رعايت کړي او خپلې ټولې کړنې د همدې اصل په رڼا کې عيارې او مخته يوسي، ترڅو ولسي باور ترلاسه او شته واټن له منځه يوسو.

ده وويل د ښار د جوړونې، ښکلا،پاکوالي او د عامه نظم د خونديتوب پخاطر به د ښاروالۍ رياست سره هره مياشت ځانګړې غونډه ولري، ترڅو ټولې هغه ستونزې او ننګونې چې د ښآري وضعيت د سمون په وړاندې خنډ شوي دي، په مشترکه توګه هوارې کړي.

خوست والي د ښاروالۍ رياست ته لارښوونه وکړه چې د عوايدو په رآټولولو کې له پوره شفافيت څخه کار واخلي، ترڅو عوايد لوړ او په راتلونکي کې د همدې عوايدو څخه دخوست ښار په جوړولو او ښکلا کې اساسي کار واخلو.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

١-٤-١٣٩٤ دوشنبه