خوست : د سل ورځېني پلان د ترتيب لپاره ځانګړى کمېسيون وټاکل شو - د خوست ولایت مقام

خوست : د سل ورځېني پلان د ترتيب لپاره ځانګړى کمېسيون وټاکل شو

 

دخوست ولايتي ادارې د اداري غونډې پرمهال پرېکړه وکړه، چې ددې ولايت د هراړخيز انکشاف،سمون او رغون لپاره دې سل ورځېنى پلان جوړ شي، ترڅو وکولى شي په يادو سلو ورځو کې دخوست د مرکز او ولسواليو په کچه هغه ولسي او اداري ستونزې چې هوارى يې خورا  مهم بلل کيږي، هوارې شي.

د همدې پلان د ترتيب او د نظرياتو د راټولولو لپاره د ولايت مقام مرستيال عبدالواحدپټان په مشرۍ اوه کسيز ځانګړى کمېسيون وټاکل شو.

کمېسيون ته دنده وسپارل وشوه، چې د سر له نن څخه دې خپلې چارې پيل او ديوې اونۍ په ترڅ کې دې بشپړې کړي، ترڅو د ولسونو او دولتي ادارو د ضرورتونو په پام کې نيولو سره اغېزمن او ګټور پلان ترتيب  او وروسته د تاييد لپاره عمومي غونډې ته وړاندې شي.

خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي د خپلې وينا پرمهال د  پلان پرجوړولو او اهميت خبرې وکړې.د نوموړي په خبره  د هرکار لپاره د پلان موجوديت مهم او اساسي شرط دى، نو په همدې اساس خورا اړينه د ه، چې د ولايت ټولې برخې په دقيقه توګه ارزيابي او ټول مهم ضرورتونه په کې  په پام کې ونيول شي.

حبيبي ټاکل شوي کمېسيون ته لارښونه وکړه ، چې د پلان په ترتيب او د نظرياتو په راټولولو کې له پوره دقت څخه کار واخلي، هغه مسايل تشخيص او په ګوته شي، چې دخوست د امنيت ، اقتصادي پرمختګ،ټولنيزثبات،ښوونې او روزنې،ټولنيز عدالت ، ولسي يووالي او په ټوله کې د قانون د حاکميت سره مرسته کولى شي.ترڅو د ترانزېټ پدې لويه لاره پروت ولايت کې مثبت بدلونونه رامنځته او خلک يې هوسا ژوند ولري.

د سل ورځېني پلان د ترتيب لپاره دموظف کمېسيون ريس عبدالواحدپټان او د کمېسيون بل غړي د ولايتي شورا ريس اميرالله زړه سوند د نورو په استازيتوب ژمنه وکړه ، چې د يوه اغېزمن،جامع او ګټور پلان د جوړېدو  لپاره به پوره هڅه وکړي او پدې برخه کې به له هرې ادارې څخه د دوى د امکاناتو په پام کې نيولو سره دقيق معلومات رآټول کړي.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

٢-٤-١٣٩٤ سه شنبه