سوله د هر افغان غوښتنه ده باید په ټينګښت کې یې هر وګړی پوره هڅه وکړي - د خوست ولایت مقام

سوله د هر افغان غوښتنه ده باید په ټينګښت کې یې هر وګړی پوره هڅه وکړي

دغه ټکی خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د شنبې په ورځ د سولې ولایتي کمېټې لخوا د سولې د تامین په موخه رابلل شوې غونډه کې په ډاګه کړ.ده وویل د سولې د ټينګښت لپاره اړینه ده چې یو له بل سره مرسته وکړو او پدې ولایت کې د سولې ولایتي کمېټې په شتون کې شته ستونزې تشخیص او هوارې کړو.

 

د حبیبي په وینا افغانستان د تاریخ په اوږدو کې پخپله افغانانو ساتلی په همدې اساس اوس هم په کار ده چې په ټولو ولایتونو په خاص ډول په خوست ولایت کې  قومي جوړښتونه تقویه شي او د همدې لارې د اوسني نظام د ټينګښت او دفاع لپاره موږ ټول  په بشپړ  ملي مسوولیت سره همکاري وکړو.

پوهنمل حکم خان حبیبي د امنیت،ثبات او سولې په ټينګښت کې عامه پوهاوی خورا مهم وباله او پدې برخه کې یې د سولې ولایتي کمېټې له غړو،دیني عالمانو، مخورو قومي مشرانو، مدني فعالانو او د رسنیو له استازو غوښتنه وکړه چې د سولې په ارزښت،اهمیت او ګټو بېلابېل پیغامونه او پروګرامونه ترتیب او نشر شي ترڅو دخوست په هره ولسوالۍ او کلي کې عامه ذهنونه تنویر او د سولې له پروسې سره رښتیني مرسته وشي.