په دې وروستيو کې په خوست ولايت کې دافغانستان دنورو ولايتونوپه پرتله داداري فساد په وړاندې مبارزه چټکه شوې
دي،اودغوره حکومتوالۍ په وړاندې دپرتوستونزو دهوارې لپاره دقانون پربنسټ اغيزمنې کړنې ترسره شوې دي.مونږ دهمدې موضوع په تړاوله خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره يوه ځانګړې مرکه کړې دي ،اودلوستونکي دپوهاوي په موخه مونوموړې مرکه په لاندې پوښتنه پيل کړې ده.
لومړۍ پوښتنه :
مخکې له دې خوست ولايت ته راشئ ،که دخپلو تيروتجربوپه اړه مونږ ته معلومات راکړئ؟
ځواب:مادخپل هېواد لپاره په بېلابيلوپوستونواوبرخوکې دنده ترسره کړې ده،خوست ته له راتګ وړاندې څه دپاسه درى نيم کاله دميدان وردګووالي وم،دافغانستان دملي وثيقې يعنې اساسي قانون دجوړيدولپاره په راټوله شوې لويه جرګه کې مې منتخب غړيتوب درلود،دهېواد دولسمشرښاغلي حامدکرزي په لومړۍ پلاټاکنوکې دنوموړي دټاکنيزکمپاين دمسوول په توګه مې هم دنده سرته رسولې ده ،همدا رازدخپل هېوادله بهرنۍ تګ لارې او نړيوال دريځ سره دمينې پربنسټ په افغاني سفارت کې ديپلومات هم پاتې شوى يم،بلکې دهېواد جوړونې په هرعملي اوفکري خوځښت کې مې فعاله ونډه اخيستې ده.سالمه دولتداري ،غوره حکومتوالي ،ولسواکي،دافغان ولس هوساينه،نيکمرغي اوديوې مدني ټولنې دټولو ارزښتونو ژوندي کول زمادژوند يوځانګړى ليددى .
دوهمه پوښتنه:
کله چې تاسې خوست ولايت ته راغلى په دغه ولايت کې دکومو عمده ستونزو سره مخامخ ياست؟
ځواب:زه چې کله خوست ته چې يوسرحدي ولايت دى راغلم ،دلته په هره برخه کې ګډوډي اوبې نظمې موجوده وه، دلته دمشرتوب اومديريت مفهوم چاته څرګند نه وو،همغږي چې ديوې اداره بنسټيزاصل دى ،داداروپه منځ کې موجوده نه وه ،قانون ته درناوي روحيه ډيره کمزورې شوې وه ،دهرقانوني چوکاټ پرځاى خپل سري واکمنه وه ،ددولت اوولس ترمنځ زيات واټن رامنځته شوى وو،ځکه چې په دولت باندې ولسي باور کمزورى شوى وو،پايله يې په بې امنيتۍ ،بې عدالتۍ ،خپل سرۍ اوبدمرغۍ بدله شوې وه ،دجرايموګراف بې حده لوړوو،په ټوليزډول سره ټولنيزنظم مختل شوي وو،دټولو ادارو کاري پلانونه اومسووليتونه يواځې دکاغذپرمخ پراته وو،يواځې زورواکانو په دغه وضعيت کې خپلې ګټې ساتلې ،دولس ګټواوپه لويه کچه ملي ګټوته ژورزيان اوښتى وو،دځمکودغصب لړۍ خورا زيات وه ،په تيروکالونوکې تقريباً ٧٢٠٠٠زره جريبه ځمکه د غاصبينو لخوا غصب شوې وه چې دغه دغصب لړۍ زماترراتګ پورې په چټکۍ سره دوام درلود.،هرچابه دخپلې چوکۍ څخه استفاده کوله همدا لامل وو چې دقانون دحاکميت څرک نه ليدل کيدو،ادارې يواځې دافرادو اوياځينې زورواکانوپه چوپړکې وې ،په دغه ولايت کې ټولې ټول ګټې پروژې که هغه دمرکزي حکومت اويانړيوالې ټولنې لخوا تمويل کيدلې ،په ټپه ولاړې وې ،بلکې يوډول باج په کې اخيستل کيدو چې قيمت يې اوج ته رسيدلى وو،ځکه يواځې دامنيتي پرسونلوپرساتلوباندې زيات لګښتونه کيدل ،له مرکزڅخه نيولې ترولسوالۍ اوبياکلي پورې اړيکوشتون نه درلود چې دولتي حاکميت ته يې په ژوره توګه سره زيان اړولى وو،دپلازمېنې اومرکز ترمنځ هم اړيکې ډيرې کمزورې اوسړې وې يواځې دراپور ورکولو لړۍ ژوندۍ وه ان تردې چې دنړيوالې ټولنې سره هم اړيکوشتون نه درلود.ددولتي حاکميت نه شتون دې ته زمينه مساعده کړې وه چې قومونوپه خپل منځ کې سنګرونه نيولې وو اويودبل سره په کلونو کلونوپه جګړو بوخت وو.دبوري خيلو اونصرالدين قومونو ترمنځ ٨٠کلنه شخړه موجوده وه،دشمل اوګربزقومونو ترمنځ ٢٥کلنه شخړه موجوده وه ،دحيدرخيل اوليوان خيل قومونو ترمنځ ١٨کلنې شخړې شتون درلود،دمنګل اومقبل قومونو ترمنځ ٤٥کلنه شخړه موجوده وه ورته ډيرې داسې ستونزې اوشخړې موجودې وي،چې ديادو قومونوترمنځ دوينوبهيدلولامل ګرځيدلې وې ،له امله يې ځوانان په سنګرونوکې ناست وو،داربکي په نوم غيرمنظم جوړښتونه موجود وو چې په خوست کې يې هرڅه اغيزلاندې راوستي وو.
دريمه پوښتنه :
په دغه موده کې چې تاسې په دغه ولايت کې دنده اجراء کوئ ترکومه حدپورې دغه ستونزې حل شوې دي ؟
ځواب :په سرکې خوله نيکمرغه دقومونو ترمنځ دلسيزو لسيزو ټولې شخړې حل شوې دي ،ياد قومونه اوس مهال په سوله او وررولۍ کې ژوند کوي ،دځمکودغصب په اړه بايد ووايم چې،دازادۍ مينه چې دتقريباً ٤٠٠٠جريبه ځمکه ده دغصب څخه ازاده شوه ،چې تقريبا ٧ کاله ترغصب لاندې وه ،دمظلومو خلکو حقوق پايمال شوي وو،دوړکتون ساحه چې دښارپه منځ کې يې موقعيت درلود له غصب څخه خلاصه شوه .٢٠٠ جريبه دلوړ قميت ځمکه چې دښارپه غربي برخه کې موقعيت لري له غصب خلاصه شوه ،همداشان دښار په داخل کې د٤٢٠جريبه ځمکې دخرڅلاو مخه ونيول شوه ،چې دملک خيال بدين په نوم يو تن په جعل ،فريب سره غوښتل دغه ځمکه خرڅه کړي ،چې دغه قضيه واقعاً زما دادارې اوزما لپاره يوجدي تهديد وو ،همداشان دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګرځمکه ټوله غصب شوې وه ترزياتوهلوځلووروسته په ولسي ملاتړسره له غصب خلاصه شوه .واقعيت دادى چې دلته مشرتوب او ادارې يوځواکمن قانوني حيثيت پيداکړئ دى ،ددولتي حاکميت لمنه اوس مهال دخوست ولايت په ګوټ ګوټ کې دولسي باورپه ترلاسه کولوسره واکمنه ده د١٣٨٩لمريز کال په اوږدو کې ٢٢٩٣٢تنودخپلودستونزو دحل په موخه دولايت مقام ته مراجعه کړې ده ،په روان لمريز کال کې ۱۷۹۰۰کسانو دخپلو ستونزو دحل په موخه دولايت مقام ته مراجعه کړې چې دټول ستونزې هوارې شوې دي. چې ولايتي ادارې ته دورته مراجعې سارۍ پخوا نه ليدل کيږي ،دټولو امنيتي ارګانونوپه منځ کې مورال لوړ اوهمغږي زياته شوې ده ،په اداروکې وړتياوې لوړې شوې ،دګمارنې معياراهيلت ،لياقت اوښه وړتيا ده ،ټولو ولسواليوته په خپل وخت سره سفرونه ترسره کيږي چې په دې سره په ولسواليوکې ټول روان پرمختګونه له نږدې څخه ليدل اوڅارل کيږي ،په ادارو کې همغږي واکمنه شوې ،درشوت اوفسادپه وړاندې مبارزه اوس هم دوام لري .
څلورمه پوښتنه:
ستاسې په نظر اداري فسادڅه ته وايي؟
ځواب:اداري فسادهغه پديده ده چې دنظام په ټولوادارو کې بې نظمۍ اوګډوډۍرامنځته کوي ،لکه رشوت ،اختلاس،دسندونوسرقت،درسمي پاڼواوسندونوغيرمجازاتلاف،دقانوني واک له حدودوڅخه تېرى،له وظيفوي موقف څخه ناوړه ګټه اخيستنه،دعدالت دتطبيق په بهيرکې خنډاچول ،په شخصي چاروکې له دولتي امکاناتواورسمي وختونوڅخه ګټه اخيستنه،له قانوني عذرڅخه پرته له دندې څخه ډډه کول اواستنکاف ،دحقيقت کتمان،دشتمنۍ غيرقانوني زياتيدل،دسندونوتزوير اوددندې انتحال داټول په اداري فسادکې راځي لنډه داچې،دخپلې چوکۍ اوموقف څخه ناوړه ګټه پورته کول،دګمارنې په پروسه کې دتعصب اوروابطوڅخه کاراخيستل ،دملي ګټوپرځاى شخصي ګټوته درناوى ،دقانوني کړنو،په غيرقانوني توګه سره سرته رسول،داداري کړنوپه سرته رسولوکې غفلت کول،ددولتي بودجې څخه ناوړه ګټه پورته کول ،هغې مرستې چې له ولس سره کيږي دهغې څخه ناوړه ګټه اخيستنه ،بډې اخيستل په پريکړوکې طرف نيول ،په ټولواداروکې شته قوانينوته نه درناى،په خپل وخت دندې ته نه راتلل ،پرخپل اداري چوکاټ باندې نه باور په واقعيت کې داټول داداري فسادرېښې دي چې همدا اداري فساد دى .
پنځمه پوښتنه:
څنګه کولى شوچې پردولت باندې خلکوباور اواعتماد زيات کړو؟
ځواب :ديوې سالمې ،کاري ،شفافې اوحساب ورکوونکې ادارې په چوکاټ کې خلکوته دښوخدمتونو وړاندې کول،دډاډمن امنيت دفضاء برابرول ،دټولوجرايمومجرمينوته سزاء ورکول ،دغلو،ورانکاره ،ترهګرو ،تښتونکواونورو هغه ډلوچې په جرايموکې ښکيل وي دشواهدوسره يوځاى نيول اوهغوى ته جزاء ورکول ،دزور واکانوڅخه ددولتي ځمکو راخلاصول،دعدلي اوقضايي ارګانونواکمال ،تجهيزاوپياوړتيا اوديادو ارګانونودپريکړو څخه نظارت کول هغه څه دي چې ولسي باورپرې ترلاسه کيدلى شي ،همدرازددولت ټول مامورين بايدپرخپل ځان قوانين ومني ،خپلې دندې دقوانينوپه چوکاټ کې سرته ورسوي ،ټولوخلکوته يوشان خدمت ترسره کړي ،په ټولو اداروکې وړتياوې لوړې شي ،داداروله کړنوڅخه څارنه وشي ،همداراز دټولو پلي کيدونکو پروژو څرنګوالي ښه وي ولسي خلک پردولت بيا ښه اعتمادکولى شي .
شپږمه پوښتنه :
تاسې دخوست په ولايتي ادارو کې داداري فساد دمخنيوي لپاره څه اقدامات ترسره کړي دي ؟
ځواب :زه لومړۍ په خپله اداره کې خپلو ټولو مامورينوته لارښوونه کوم چې په خپلوکړنوکې بدلون راولي ،په دوهم پړاوکې ورته سپارښتنه کوم چې په خپل ځان کې سمون راولي ،په دريم پړاو کې اخطارورته ليږم ،تراخطار او په قانون کې ترنورو ټاکل شويو پړاونو اولارو وروسته دنه اصلاح په صورت کې په عمل لاس پورې کوم ان دصلاحيتونوپربنسټ يې له خپلې دندې څخه ګوښه کوم .مونږ ددې لپاره په ټولوناستو،غونډو او مشورو کې دعامه پوهاوي لپاره دخلکو ذهنيت روښانه کړئ دى ، درسنيو له لارې موپرخلکوباندې غږ کړى دى چې له مونږ سره ددغه ناوړې پديدې په مخنيوي کې مرسته وکړئ ، دوړتياو دلوړاوي ٤٠بېلابيل اغيزمن ورکشاپونه اوسيمينارونه موجوړکړي دي دټولو ولسواليو دادارو څخه دچارو دڅارنې لپاره موپه ځانګړې ځانګړې توګه سره ١٢کميسيونونه په دنده ګمارلي دي، ترڅوپه ښه ډول سره دچاروڅارنه او ارزونه وکړي،هغه کسانوچې وړتيا ښوولې ده هغوى ته موتقديرنامې ورکړي ،هغه کسان چې په خپلو دندو کې يې غفلت کړى هغوى مومجازات کړي دي ،دمکافاتواومجازاتواصل په اداروکې ژوندى شوى دى ،په١٢ ادارې د رتبو معاشاتو سيستم ته داخلې شوې ،په ٩ادارو کې دلومړي پړاو سمون رامنځته شوى ،چې بايدپه هره اداره کې معاشونه معياري وي .دتړونونوپه دويم اودريم لاس پلورلو مخه مونيولې ده ،همدا رازپه اداروکې دکميشن کارانواودتش په نامه شوراګانو دفعاليت اونفوذ مخه نيول شوې ده .
اوومه پوښتنه :
هغه څوک چې ددولت وظيفوي صلاحيت څخه ناوړه استفاده کوي او اداري فسادته زمينه مساعده وي دهغه کسانوپه وړاندې به ستاسې څه اقدام وي ؟
ځواب :لومړى خوبايد ووايم ،کله چې زه خوست ته دوالي په توګه سره راغليم ټولو اداروته مې دسمون په موخه يوځل ٢٧فقريي اوپه دوهم ځل ٣١فقريي اوپه دريم ځل مو٣٥فقريي سپارښتنې وليږلې ،ترڅوپربنسټ يې په ټولو ادارو کې چارې په ښه ډول سره دقانون په چوکاټ کې ګړندۍ شي ،چاچې دخپل وظيفوي صلاحيت څخه ناوړه استفاده کړې وه هغه موعدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل ،دبېلګې په توګه په خوست کې دټاکنو دولايتي دفترمسوول شهزاده حسن چې دمعلوموشواهدوپربنسټ يې له خپلې دندې څخه ناوړه استفاده کړې وه ،په خپل دفترکې يې خپل دوستان دقانون خلاف په دنده ګمارلي وو،دولايتي دفترله بودجې څخه يې زياتې پيسې اختلاس کړې وې ،چې په دې کار سره يې يوې ملي پروسې ته زيان اړولى وو،دعدالت منګولوته مو وسپارلو.همداشان په خوست کې دافغانستان بانک خزانه دار اودکابل بانک دوه تنه کارکوونکو چې له خپلو دندو څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې وه او په دغه جرم کې شريک وو،٦٤ميليونه افغانۍ يې له بانک څخه وړې وې ،هغه وو چې په اړه يې مونږ عاجل اقدام وکړ،دغه کسان موونيول ،دعدالت منګولوته مووسپارل ،چې اوس مهال يې ټولې پيسې بيرته بانک ته سپارلې دي ،همدارنګه داستناف څارنوالانو موچې دخپل وظيفوي صلاحيت څخه يې ناوړه استفاده کوله زندان ته مووليږل ،نور ٩تنه لوړ پوړي اوټيټه پوړي چارواکي چې ورته دخپلو صلاحيتونو څخه يې ناوړه ګټه پورته کول هغه موهم عدلي اوقضايي ارګانونوته معرفي کړي دي .پخوانى ښاروال اودکرنې رياست رئيس چې په اداري فسادکې ښکيل وو،دقانون دحاکميت په موخه عدلي اوقضايي ارګانونوته وروپيژندل.چې اوس په خوست کې د٤٠ټيټ پوړو اولوړپوړو مامورينو په شميره دولتي مامورين چې په فسادکې ښکيل ووياله دندوګوښه شوي اويا دمجازاتولپاره دعدالت منګولوته سپارلي شوي دي.
اتمه پوښتنه:
څنګه کولى شئ چې دولايتي ادارو په چاروکې نور هم شفافيت رامنځته کړئ؟
ځواب:کله چې په اداروکې دقوانينواو اصولو په رڼاکې کړنې ترسره شي ،دکميشن کارانو مخه ونيول شي ،دتش په نامه قومي شوراګانو دفعاليت مخه ونيول شي ،په دريم اوڅلورم لاس باندې دتړونونوخرڅول بندشي ،دخلکوباور ترلاسه شي ،همداشان دهېواد ولسمشراحکام ،فرامين پرته له ځنډڅخه په خپل وخت پلي شي ،داداري فسادمخه نوره هم ونيول شي .لوړپوړي چارواکي خپل ولس ته حساب ورکړي ،په نظام کې ټول کارکوونکي خپل ملي بيرغ ،ملي هويت ،ملي دريځ ،خپلې ملي وثيقې ،خپل نظام ،خپلې خاورې او ولس ته درناوى ولري .بياپه ادارو کې په ښه ډول سره شفافيت راتلى شي،دمرکزي حکومت له تګ لارو اوکړنلارو سره سم دندې سرته ورسول شي .
نهمه پوښتنه :
په حکومتي ادارو کې داداري فسادپه مخنيوي کې دخلکوڅخه ستاسې غوښتنه څه ده ؟
ځواب :دخلکوڅخه موغوښتنه داده چې له ناحق دعواګانوڅخه ډډه وکړي ،دخپلو غوښتنو لپاره دې مامورين نه تيرباسي ،ټول خلک بايدپه خپلو کليو اوولسواليوکې يوه سوليزه فضاء جوړه کړي ،چې دمرګونومخه ونيول شي ،خلک بايددنظام په تقويت کې خپله ونډه نوره هم زياته کړي ،دټولو ناوړه دودونوسره بايدمبارزه وکړي ،په دعوى ګانوکې دپيسو دمصرف څخه ډډه وکړي ځکه دلته قانون شته ،عدالت شتون لري صلاحيتونه اومسووليتونه معلوم دي .دخپلې اسلامي عقيدې له مخې بايدټول خلک دفسادپه وړاندې مبارزه وکړي .زمونږدشکايتونوصندقونه اوشميرې په هرځاى کې فعالې دي ،خلک کولى شي داړتيا پرمهال له مونږ سره اړيکې ټينګې کړي ،ترڅومونږ دهرې ستونزې په وړاندې په خپل وخت سره اقدام وکړ،ټول خلک بايدپه قانون پسې ادارو ته راشي نه ترقانون وړاندې .
درنو لوستونکو دا وه دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره داداري فساد په وړاندې دمبارزې اودغوره حکومتوالۍ په وړاندې دپرتوستونزو په اړه له نوموړي سره يوځانګړې هراړخيزه مرکه چې تاسې ته وړاندې شوه.
مرکه کوونکى :واکمن
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.