خوست په تیر یو کال ډیر پرمختګ کړی دی - د خوست ولایت مقام

خوست په تیر یو کال ډیر پرمختګ کړی دی

د تیریو کال په جریان کې په خوست کې ډیر پرمختګ تر سترګو کیږی ، د خوست ولایت د ولایتی ادارې د مشرتابه د هڅو په پایله کې  په تیر یو کال کې د ښې حکومتدارۍ ، روغ امنیت ، بیارغونې ، ټولنیز عدالت په لاره کې ډیر  کار ترسره شوی دی ،  د خوست په ولایت کې اوس ټولې ادارې فعاله شوي دي ، خلک له ولایتی ادارې سره همکاره دي ، اوس مهال په خوست ولايت کې په هره اداري ،مياشتنۍ پرمختيايي اويادنورو سکتورونوپه غونډوکې دغوره حکومتوالۍ،سالمې ادارې دپياوړتيا ،بيارغونې بلکې دپرمختګ ،ترقۍ اوبنسټيزبدلون لپاره پرېکړې  ترسره کېږي،چې د خوست خلک ورسره د هوساینې او  ښه ژوند په لورې ګامونه اخلي . د خوست ولایتی ادارې مشرتابه  د خوست ولایت ټولو ادارو ته وخت په وخت لارښوونه کوي چې په خپلو ورسپار ل شویو دندو کې ناغيړي ترسره نکړي ، رشوت او په ناروا ډول د خلکو پیسې وانخلي ،په چا ظلم ترسره نشي او داسې څوک پیدا نشي چې په دولتي ادارو خپل باور له لاسه ورکړي .

د خوست په ولایت کې د تیر کال په جریان کې د بیارغونې ګڼې پروژې رامنځ ته شوې ، په زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه ، د سړکونو ، پلونو تعمیرنو په ګډون د خوست په مرکز او ولسوالیو کې ډیر کارونه ترسره شول، چې د خوست بڼې ته یې پوره تغیر ورکړی دی ، چې دا پروسه لا هم پر مخ روانه ده او هره ګړۍ د خوست د پرمختګ لپاره ولایتي اداره فکر کوي، زیار باسي او غواړي چې په خوست کې امن او ملي ثبات رامنځ ته شي .

په تیر یوه کال کې د خوست د امنیتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍاو د خلکو د پراخې همکارۍ په پایله کې د دې ولایت په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شوی دی، چې دې کار نه یوازې د خلکو سره د ښه راتلونکي نوې هیلې ملګري کړي دي، بلکې په خوست کې یې سترې سرمایې ته هم لاره هواره کړیده . خلک اوس په خوست کې پانګونه کوي ، کار کوي او د خپل دولت سره په خوا کې ولاړ دي .

او س په خوست کې  د دولتي ادارې  فعالیتونه هم پوره  اغیزمن شوي دي ، مامورین خلکو ته ښه خدمات عرضه کوي ، سهار وختي دندې ته راځي او مازدیګر بیرته ځي، چې په دې کار سره د ولایتي ادارې له روانو کارونو او فعالیتونو خلک ډیر خوښ دي .

اوس په خوست کې د قومونو له خوا هم د سراسري امنیت لپاره کار روان دی ، قومي تړونونه رامنځ ته کیږی ، دوه اونۍ وړاندې د ګربزو په ولسوالۍ کې هم په زرګونو خلک قومي مشران ، دیني عالمان ، ځوانان او نور سره راټول شول او په خپلو کې یې د امنیت د تامین لپاره یو تعهد سره کیښوده چې دې کار د نورو قومونو احساسات هم په حرکت راوستل، ترڅو دوی هم په خپلو سیمو کې ورته تړونونه رامنځ ته کړي ، ددې تړون وروسته اوس د ګربزو سیمه د غلو ، لارشکونکو ، د وسله والو مخالفینو څخه پاکه شویده .له دې وروسته به د خوست ولایت په  نورو ولسوالیو کې هم ورته تړونونه رامنځ ته شي ،خلک به خپل پخواني دودونه بیرته راژوندي کړي  . دا او دې ته ورته  نور پرمختګونه ټول يوازې ديوې ښې او سالمې ادارې لاسته راوړنه ده ، چې په خوست کې يې ښه مثال او نمونه لرو .