خبرونه - د خوست ولایت مقام

خبرونه

  • په خوست کې عمومي وضعيت نورمال حالت ته ګرځېدلی دی.

    کټه ګورۍ: عمومي

    د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې عمومي حالت د پخواء په شان نورمال حالت ته ګرځېدلی، ټولې ادارې يې د ولس پر مخ پرانيستي دي او خلکو ته د تېر په څير خدمت کوي. دا څرګندونې د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د يو شمېر رسنيو سره د ځانګړې مرکې...

  • په خوست کې د خلکو له پاکو احساساتو څخه د محلي حکومت پرضد بغاوت کې ګټه پورته شوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    په خوست ولايت کې قانون ماتونکو کړيو او دوه وکيلانو د عامو خلکو له پاکو احساساتو څخه د نظام او محلي حاکميت پرضد بغاوت کې ګټه پورته کړه او هغه عام ولس يې دغم په ټغر کينولو چې پنځه کاله يې د امن په فضاء کې سوله ييز ژوند درلود، دغه څرګندونې خوست...

  • نعیمی د ملګرو ملتونو او د بشری حقونو له سازمانونوڅخه دخوست د وضعیت په هکله دجدي څېړنې غوښتنه وکړه

    کټه ګورۍ: عمومي

    دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعیمي په پلازمېنه کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دملګرو ملتونو ،د بشري حقونو د سازمانونو او د مدنی ټولنې په ټینګه غوښتنه وکړه چې په خوست ولایت کې د وروستی وضعیت په هکله چې د عامه نظم د اخلال ترڅنګ په کې لسګونو...

  • ملي امنيت: په خوست کې ترسره شوی ځانمرګی بريد د حقاني شبکې په امر شوی

    کټه ګورۍ: عمومي

    د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په خوست کې د تېرې اونۍ په ځانمرګي برید کې د حقاني شبکې لاس درلود. د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځانمرګی بريدګر شاه غلام نومېده، چې د پاکستان د ملتان سيمې اوسيدونکی و او د حقاني...

  • جمهور رئیس غني په خوست کې ترهګریز برید په سختو ټکیو وغانده

    کټه ګورۍ: عمومي

    ۱۳۹۴، د وري ۱۳مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د خوست ولایت نننی ترهګریز برید چې ګڼ شمېر ملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي دي، په سختو ټکیو وغانده. جمهور رئیس غني د دې ناځوانمردانه برید د غندلو ترڅنګ سوله ییز لاریون...

  • د خوست په مرکز کې د دوو مهمو پروژو د جوړولو چارې پيل شوې

    کټه ګورۍ: عمومي

    دخوست ولايت د مرکز اړوند د شموڼي او بانګي باغ په سيمو کې د شمل د لوى خوړه په غاړه د دوو مهمو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د يو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پيل شوې . چارواکي و ايي، چې دواړه پروژې د ثبات دپروګرام په چوکاټ کې جوړيږي، چې...

  • د ارواښاد عبدالغياث جلات زي پاک روح ته دعا وشوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    د خوست ولايت مقام په فوق العاده اداري غونډه کې چې نن ورځ په ولايت مقام کې جوړه شوې وه د خوست ولايت د چاپيريال ساتنې رياست رئيس عبدالغياث جلات زي پاک روح ته چې څو ورځې وړاندې په حق ورسيدو او جنازه يې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې...

  • خوست په ١٣٩٣ لمريز کال کې

    کټه ګورۍ: عمومي

    سره له دې چې ١٣٩٣ لمريز کال په عامه افکارو کې په يوه وېرونکي کال بدل شوى و ولې له نيکمرغه همدا کال دخوست ولايتي ادارې دپرلپسې هڅو او اغيزمنو کړنو پربنسټ دخوست لپاره دپرمختګ،بيارغونې،ډاډمن امنيت او ولسي نيکمرغۍ په کال بدل شو . خوست ولايت د...

  • په خوست ولايت کې د نيالگيو کينول په پسرلني جشن سره پيل شول

    کټه ګورۍ: عمومي

    نن ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې دخوست ولايت په نوي جوړيدونکي ملي پارک نيول شوي و، د نيالگيو کينول په پسرلني جشن سره پيل شول، په مراسمو کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ د ګڼ شمير دولتي ادارو رئيسانو،مخورو مشرانو،دمدني ټولنو غړو...

  • په خوست کې غزليز ماښام جوړ شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    دغزليز ماښام ترعنوان لاندې ادبي پروګرام دخوست په مېلسمتون ودانۍ کې ددې ولايت د سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په نوښت او همکارۍ جوړ شوى وو، چې دافغانستان د پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه راغلو علمي او فرهنګي شخصيتونو، د پوهنتون استادانو، د...