پرمختیایي برنامي - د خوست ولایت مقام

پرمختیایي برنامي

 

په پلان کې ده چي د خوست ملکی روغتون ته د نوری فایبر د غزولو چاروي د قرادادي شرکت لخوا په نژدی راتلونکي کې پیل شي دا چي د نوموړی فایبر د غزولو لپاره پخوا سروی ترسره شوی وه او د سروی مطابق یی مسیر د اداری کمپلکس څخه بهر وه خو ددي لپاره چي د نوموړي فایبر څخه په اداری کمپلکس کې دننه ولایت مقام او نوري اداری هم ګټه پورته کړاي شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی د افغان ټیلکام د مرکزی دفتر څخه غوښتنه وکړه ترڅو د خوست اداری کمپلکس ته هم د نوري فایبر امکانات برابر شي د افغان ټیلکام څخه هم نړی مننه کوو چي زمونږ غوښتنه یي منله او دو هم ځلی سروی یې ترسره کړه او ددواړو لوریو لخوا توافق وشو چي نوری فایبر به لومړي خوست اداری کمپلکس کې پسته خاني ته او بیا د هغه ځاي څخه ملکې روغتون او د په راتلونکې کې ټولو هغو اداراتو ته چې په اداري کمپلکس کې واقع دي د نوري فایبر امکانات برابر شي ، دخوست ولایت مقام څخه په ډیردرنښت هیله لرو چې اړوند شعباتو ته هدایت و فرمایي تر څو یو مسلکی انجنیر راوپیژني چي د نقشي او پلان په نظر کې نیولو سره مسیر راته مشخص او همدارنګه د قرارداي شرکت سره لازمه مرسته وکړي.