پاڼه نشته.
د کرکټ لوبې د ګټلو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وايو
Tuesday, 02.01.2011, 02:04pm GMT
دچين هېوادکې د پيل شویو کرکټ لوبو په ډګر کې د افغان لوبډلې دپرلپسې سترې بریا له امله د خوست ولایت مقام مشرتابه او ټوله ولایتي اداره د افغانستان او په تېره د خوست ټولو شریفو اوسېدونکو ته د زره له کومې مبارکۍ وړاندې کويله خدای ج غواړي ، چې ورته بریاوې په نړیواله کچه سره تر لاسه او د افغانستان ښایسته ملي بیرغ د هر وخت لپاره په ویاړ سره د نړئ په ګوټ ، ګوټ کې ورپوي.
ګرانو هېوادوالو! راځئ لکه څنګه چې د کرکټ په لوبه کې په نړیواله کچه ښه ځلېدلي یو ، همداشان په یوه غږ سره افغانستان ته د سولې په راوستو کې پياوړي قدمونه واخلو ، تر څو هېواد مو سمسور او د امن کور وګرځي.
په همدې هیله د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر